په ويسا ورځپاڼه کې مې د ښاغلي عبدالکريم خرم مقاله (روز های دشواری در پيش است) ولوسته. مقاله بې له دې چې خلک د افغانستان د راتلونکي په اړه بدبينه او نهيلي کړي بل هيڅ ښه پيغام نلري. که د خرم صيب له خبرو او د تېرو دوه کالو له تحليلي طرز سره سړی اشنا نه وي، واقعا وارخطا کېږي. د ارادې او کار قوه يې فلجېږي او د يو ملت په حيث په ځان باور د لاسه ورکوي. زه شخصا که څه هم د حکومت يو منقد يم او په خورا جرات او صراحت مې د حکومت ډېری کړنې نقد کړي هم دي، خو د دغومره وارخطايۍ او بدبينۍ پلوی هم نه يم. ښه ده چې دا ليکنه د (اکثريت) په ژبه نه وه ليکل شوې، کنه له (اکثريت) ولسه به يې لاره ورکه کړې او له هېواده تېښتې ته مجبوره کړي و. د (اکثريت) خبره مې ځکه وکړه چې خرم صيب ډېر کله ځان د (اکثريت) محسن بولي او په همدغه شعار يې سياست کړی او امتياز يې اخيستی. راځو د خرم صيب د خېټې له درده راوتليو خبرو ته، د خېټې له درده مې موخه د خرم صيب هغه عجيب و غريب تحليل ته اشاره وه چې له خېټې پرته بل هيڅ ځای پنا نشي اخيستی.
خرم صيب د خپلې ليکنې په سر کې وايي چې د غني حکومت بنسټ په غيرقانوني ډول کېښودل شوی او مشروعيت يې تر سوال لاندې دی. د ده په خبره چې د تېرو ۱۵ کالو تر ټولو ستره لاسته راوړنه زمونږ اساسي قانون دی چې د غني حکومت په خورا بې رحمۍ نقض کړ. زه يې شخصا له دې خبرې سره موافق يم، خو خبره دا ده چې دغې سترې بې قانونۍ او د همدغې سترې لاسته راوړنې نقض ته چا لاره جوړه کړه؟ ولې خرم صيب په دې خبره نه کوي چې د خرم او کرزي صيب په حکومت کې دولتي بنسټونه دومره کاواکه او بې واکه و چې حتا د ټاکنو د ګټونکي نوم يې نشو اعلانولی او د وضعيت د مهارولو توان يې نه درلود. که غني په تقلب ولسمشر شوی وي، نو بيا هم ګوته پخواني حکومت ته نېول کېږي چې د رڼو ټاکنو لپاره يې کار نه و کړی. د ټاکنو خپلواک کميسون مشر دومره بې کفايته و چې د ټاکنو نتايج يې اعلان نکړای شو او په لوی لاس يې د نوي حکومت مشروعيت له سوال سره مخ کړ. د قانون ماتېدنې فرصت نوي حکومت ته پخواني حکومت ورکړ او شايد د همدې لپاره يې دا لوبه کړې وي چې په راتلونکي کې سياست پرې وکړي. حکومت په بې قانونۍ او نامشرعيت تورن کړي. په داسې يوه وخت کې چې حکومت تر نيمايي ډېر وخت تېر کړی وي، د قانونيت او مشروعيت خبرې يې مطرح کول له ځان مسخره کولو پرته نور هيڅ نشي کېدای. د يوه هوښيار سياستوال خبره بايد په داسې يوه وضعيت کې د تېرو ټاکنو په شفافيت نه بلکې د راتلونکو په شفافيت را و څرخي. له ورخه تېرې اوبه نه را ګرځي.
خرم صيب د بدترين امنيتي وضعيت څخه سر ټکوي او د دې وېره احساسوي چې ممکن هېواد ملوک الطوايفۍ ته ولاړ شي. تر ټولو ډېره خندونکې يې دا چې د ښاغلي حکمتيار سره د حکومت د سولې تړون په اړه هم بدبينه دی او د حکمتيار راتګ د ناقانونۍ او وضعيت د خرابېدو زېری بولي. مالومېږي له هغه ادرسه چې خرم صيب امتياز اخيست شايد نور تر سوال لاندې راشي او په مشرۍ يې د مشر سيوری وغوړېږي. دا اندېښنه چې طالبانو پرمختګ کړی او داعش حضور پيدا کړی کومه نوې خبره نه ده بلکې هماغه څه دي چې جناب کرزي صيب يې پېش ګويي کړې وه، خو د مخ نيونې لپاره يې هيڅ تدبير نه درلود. بلکې برعکس کرزي صيب د جناب خرم صيب په مرسته او خاص علاقه خپل درې زره طالب (ورونه) له زندانونو ايله کړل. دا هماغه طالبان (ورونه) دي چې اوس يې جګړې ته شدت ورکړ. بله خبره چې جناب خرم صيب په شد و مد خلک پرې وېروي، هغه دا ده چې کابل همدا اوس په قومي زونونو تقسيم شوی او په هر يوه کونج يې يو ګوند يا قوم حاکم دی. پوښتنه دا ده چې کابل ښار د يوې نظامي قرارګاه شکل د چا په وخت کې غوره کړ، چې له هرې خوا او په هره ساحه کې يې د جنګسالارانو له وسله والو ډکې موټرې ځغلي او په هره کوڅه يې يو انسان خوړونکی جنايتکار حاکم دی. د ولس ژوند يې دوزخ کړی او عملا يې هر وخت قانون ننګولی. ايا همدا جنګسالاران او قومي ټيکه داران د جناب خرم او کرزي صيب په حکومت کې پنډ نشول؟ دا څومره ستره بې انصافي ده چې د خود کرده ګناه سزا دې بل ته ورکړل شي.
په وروسته کې خرم صيب د نجات نسخه عنعنوي لويه جرګه بولي، هماغه زړې ببولالې چې د نوي حکومت له پيله يې د حراست او ثبات شورا غږوي. خبره دا ده چې ايا وضعيت رښتيا هم دومره خراب دی چې عنعنوي لويه جرګه دې را وبلل شي؟ وضعيت واقعا د حکومت له ولکې وتلی؟ او که نه حکومت ايله پرې ولکې موندلو ته سم شوی؟ بيا که احيانا عنعنوي لويه جرګه جوړه هم شي، څه تضمين شته چې د پرېکړو په وړاندې به يې د خرم صيب په څېر خلک و نه درېږي. ځکه دغه شی مونږ د 2013 د نومبر په مشورتي لويه جرګه کې تجربه کړ. زه چې د هماغې لويې جرګې غړی وم، د هر څه عيني شاهد يم. د لویې جرګې قاطع پرېکړه وه چې کرزی صيب دې امنيتي تړون لاسليک کړي، خو لومړی سړی خپله کرزی صيب او د هغه خرم ډولي مشاورين و چې د لويې جرګې د پرېکړو په وړاندې ودرېدل. دريغه چې دلته ولس د حقيقي پرېکړې صلاحيت درلودی، کنه بيا به چا د لويې جرګې د پرېکړو د مسخره کېدو جرات نشوای کولی. د لويې جرګې حيثيت او پرېکړو ته تر ټولو ډېره صدمه همدا د خرم صيب دوی حکومت واړوله. هيڅ تضمين نشته چې د بلې عنعنوي لويې جرګې پرېکړې (که د خرم صيب د ډلې) ګټې پکې خوندي نه وي، ومني. که اعتراض د امريکا په مداخله وي، نو د دې بيا څوک ضمانت کوي چې همدا حکومت او يا امريکا به د لويې جرګې په پرېکړو کې مداخلت ونکړي او خپل زېر اثر خلک به پکې نه ننباسي.
جناب خرم صيب! راځئ واقعيت بينانه فکر وکړو. حکومت د لسګونو ستونزو سره سره د دې وړتيا لري چې افغانستان له بحرانه وباسي. د حکومتونو تغيرولو تجربه مونږ څو څو وارې کړې او د هيچا په ګټه نه ده تمامه شوې. خلک تر دې کچې وېرول او د راتلونکي په اړه دومره هراس ګډول د افغانستان او افغان انسان په ګټه نه دي. په فساد کې له دوهمې درجې هېواد څخه تر اتمې لوړېدل کوچنۍ خبره نه ده. د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره سوله چې ټول عمر يې له جګړې پرته بل هيڅ کار نه وي کړی، وړه لاسته راوړنه نه ده. د پاکستان په وړاندې واضح دريځ او د پاکستان په اړه د امريکايي چارواکو ذهنيت ته تغير ورکول اسانه کار نه و. د اوبو او بندونو لپاره مشخصه پاليسي او د انرژۍ توليد د حکومت په لومړيتوبونو کې راوستل نهايت مهم کار و. د هېواد په ټپه ولاړه اقتصادي وده چې د نړېوال بانک د راپور په اساس په 2016 کې 1.2 و، په 2017 او 2018 کې به د اقتصاد ودې کچه 1.8 او په 2019 کې تر 3.6 ورسېږي، د افغانستان د راتلونکي لپاره بد زېري نه دي. ملي هوايي ځواک پرمختګ کړی او د سرتېرو په معاش کې زياتوالی راغلی. ټرانسپورټي سکتور ته خاص توجه شوې او د نويو سرکونو په رغاونه کار روان دی. زه د حکومت پلوی نه يم، او په ډېرو مواردو کي يې نقدوم. خو هيڅکله به د حکومت د بديل خبره ونکړم. دا د افغانستان په تاوان دي او د حکومتونو تغير ته زړه ښه کول يواځې هغوی کولی شي چې په ملت يې زړه نه خوږېږي.
مونږ د افغانستان د راتلونکي په اړه خوشبينۍ ته ډېر څه لرو. په سياست کې د ثبات لپاره مهم شی، د ځواک انډول دی. د ځواک انډول به د حکمتيار صيب په راتګ په نسبي ډول تامين شي، هغه څه چې د داخلي سياست بڼې ته تغير ورکولی شي او د خرم صيب په خبره د (فرا قانونۍ) د زياتوالي نه بلکې کموالي باعث يې کېږي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليسته د حکمتيار د نوم وېستل او د روسيې لخوا د احتمالي ويټو ځواک کارولو مخه نيول خورا لويه خبره ده، چې سترګې نشي پرې پټېدای. که سياست رښتيا د شطرنج لوبه وي، نو ښه لوبغاړی يې هر فرصت څخه ګټه اخيستلی شي. د طالبانو سره د روسيې له نزديکته حکومت مثبته ګټه اخيستلی شي او د سولې مېز ته په کېنولو کې مرسته کولی شي. دوی کولی شي چې د طالبانو او حکومت په يو ځای کېدو د داعش په خلاف قوي محاذ پرانیزي. د طالبانو او حکومت تر منځ سوله د روسيې او ايران لپاره په دې ګټور ثابتيږي چې د حکومت ځواک را ټولېږي او د داعش مهارول ورته اسانېږي. دا فرصت دی او له دې فرصته مونږ يواځې هغه وخت ګټه اخيستلی شو، چې په داخل کې زمونږ د مطرح سياستوالو او حکومت تر منځ اجماع موجوده وي. تر دې چې په حکومت د شخصي امتيازاتو لپاره فشار وارد شي او د ولس هيله مندي وتروړل شي، تر دې په کراتو ښه ده چې په ملي اجماع کار وشي او د دې ملت د يووالي لپاره کار وشي. تر دې چې خلک په دې ووېرول شي چې روسيې د طالبانو ملاتړ ته رادانګلي، په کراتو ښه ده چې د خرم او کرزي صيب له هغو ښو علايقو چې د روسيې سره يې لري ګټه پورته شي او دې ته يې قانع کړي چې د يو قانوني نظام په وړاندې ناقانونه وسله والې ډلې حمايه نکړي. افغانستان زمونږ هغه کښتۍ ده، چې که پوزيشن ډوبېږي، اپوزيشن په هيڅ ډول ځان نشي ژغورلی. راځئ د يوه داسې مسالمت امېزه سياست کلتور دود کړو، چې په نهايت کې يې ګټه افغانستان ته ورسېږي او افغان انسان د ښې ورځې څښتن شي.
(دا ليکنه په سرخط ورځپاڼه کې هم خپره شوې)
له بن تر ننه انحصار،غصب، فساد په ټولو ساحو کی ، پښتون وژنه (ځکه چه د اسلام او وطن تاریخی ساتونکی همدوی دی او د دښمن د سترګو خار،چه معامله ګر یی نه درلود) د ارذل الناس د رشد زمینه او فساد پروری او په مجموع کی د ملی ګټو ضد عناصرو ته ډیر بی ساری رشد ، جاهلی تعصباتو او منفی رقابتونو ته وده،دصلحی سره لوبی هغه څه دی چه له بن تر ننه دوام لری او فاسدو حکامو ثابته کړه چه فساد سره مل نوځکه ګراف یی صعودی وو ، بلند منزلونه ،شهرکونه، دامنیتی قواوو ډوډی،البسه ، روغنیات ،سلاح او مهمات او نور وسایل په دښمن خرڅول هغه دود دی چه تیرو ۱۴ کلونو کی ښکرور فساد را مینځ ته کړی، او د مفسدو حکامو سرمایی او ژوند ثابتوی چه افسد الناس حاکم دی اود ملت د خدمت لپاره هیڅ پروګرام نلری او اکثر بلند رتبه مفسدین په خپل وطن کی مسافر دی.
نود ۱۴ کلونو لیونی فساد او بیا چه نیم حکومت د فساد حامی او معامله ګر وی د اشرف غنی لپاره به تیر وخت یی ډیر کم وی چه دا ټول پاک او علاج کړی ياد حکومت خدماتی ظرفیت او د جذب توان لوړ کړی ځکه هم ۱۴ کلنی لیونی فساد او هم د ۵۰٪ نه زیاتی موانع.
فعلا اشرف غنی د دنیا د ژبی سره آشنا او د اصلاحاتو یی ملګری او تعاون پکار دی ، لکه څنګه چه زموږ غازی جنرالانو د ملی ګټو لپاره خپل شته او دښځو ګاڼی مصرفولی خو اوس چه هغه تربیت او دینداری نشته خو دومره پکار دی چی که خیر نشی رسولی نو د شر نه دی ځان وساتی.
نو بیا مفسدینو ته ددومره فساد سره ولی شرعی سزا نه ورکول کیږی؟ حال دا چه دغه کبار مفسدین په نامه مجاهدین !!! او د تنظیمونو خبیثه بقایاوی دی چه ددوی فساد زموږ ملت کمونستانو ته هم کم راووست ځکه داډول فساد چه تنظیمی ملیشی یی په امنیتی قواوو او بیت المال کی مرتکب کیږی کمونستانو هم ندی کړی او د مالی فساد نښی یی نه تر سترګو کیږی ،نه بلند منزل یی شته ، نه شهرک ، نه پوستی او ولایت خرڅول او نه روغنیات خرڅول چه یو قرارداد د وزارت دفاع ۲۲۵میلیون ډالره غلا ولری
یواځی تخصص کافی ندی بلکه کلیدی پوستونو کی اول فساد دښمنه عناصر اهم دی بیا ور لاندی تخصص.
که یو شمیر وروڼه زر مقام ته ندی رسیدلی دومره مهم به نه وی حوصله ،صبر او زغم هم د ملی مصالحو لپاره عبادت دی خو تشویش ایجادول او تخریب ګناه ده او یواځینی علاج او نجات ،عمل په لاندی هدایت قرآنی کی موندلی شو:
تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان
هذا هوالحل فقط
ننګیال صاحب سلام
کور دې ودان او الله دې در ته نور هم همت درکړي چې داسې ښایسته او په تول برابره لیکنه وکړې.
لیکنه دې ډېره ګټوره، د دواړو خواوو په مثالونو ورکولو سره ډېره معتبره ده. بله دا چې ستاسو لیکنه کې ډېرې درنې مشورې پرتې دي. د دولتونو نه غورځول، سیاسي اجماع او د فرصتونو نه ګټه اخیستل. که مونږ همدا لاره خپله کړو، نو لرې نه ده چې په یو قوي او کلک سیاست ولاړ افغانستان به ولرو.
ستاسو د لا زیاتو شننو په تمه
حامد
د دی بشپړه څیړنې اوځواب نه پس زه خپلو افغانانو وروڼو ته خپل داشعرډالئ کوم
وخته راتاؤ شه پرې د چپ نه ،دراستئ په دنيا
چې مفکوره د ستا د زيست، ما دقضا ماته شي
خاؤرين وزير
ننګیال صاحب په قلم د برکت شه چه حمیدګل اوکرنل امام شاګردانو تبلیغاتی جنګ په افغانی مینه اووطن پالنه خونثا کوی دخوشحالی ځای دادی چه ځوان کهول د وطن ددرد درمان موندلی او دا شرمیدلی چه دافغانانو په جامه کی دوطن سپکه کوی د خپل بادارانو په خاطر خو خبر ندی چه ننګیالان به ي په هر مکر اوچل کی وپیژنی