دا دوه هغه مهم او د عصر سره برابر ټکي دي چې د وخت هر سیاسي او امنیتي بحث یې د ځان سره لري. خو دواړه ټکي د امنیت له اړخه تخنیکیي دي نو، د دیې لپاره ډیر سیاسون او د امنیت د چارو شنونکي یې په رسمي، تلویزیوني او نورو ورته بحثونو کی کله نا کله غلط او یا هم د یو بل سره د مترادفو ټکو په اساس کاروي. حتا ځينې بیا د زیان مننی ټکی هم د دې دواړو سره د مترادف ټکي په حیث کاروي، چې تعریف اومانا په لحاظ سم ندی. ځکه چې د امنیتیي ترمینالوژۍ او یا اصطلاحاتو په اساس دا دواړه د یو ځانګړي تخنیکي تعریف په اساس سره فرق لري او د جدا وضیعت لپاره کارول کیږي.

لکه څنګه چې لیدل کیږي د امنیت نه شتون او ناخوالو د امنیت اهمیت ډیر اړین کړی، نو همدا ده چې د شننې په وخت باید دی ټکو فرق ته جدي پاملرنه وشي. که څه هم داسې کوم منلی شوی تعریف د دواړو لپاره نشته، خو د امنیتي چارو متخصیصونو د مفهوم ورتوالی په نظر کې نیولی او همدا ده چې د ټکو د استعمال فرق په ټولو تعریفونو کې له ورایه لیدل کیږي. د دې لپاره چې د دواړو ټکو په مفهوم پوه شو نو د معلوماتو ډیره برخه می د هوم لانډ امنیتي اصطلاحاتو نه په دې مالوماتي برخه کې استفاده کړې.

ګواښ:

هر هغه عمل، وضیعت او واقعه چې خلکو او مال ته یې زیان پیښ کړی ګواښ بلل کیږي. او بیا ځینې د امنیت د علم خاوندان یې د هر هغه عمل چی زیان له ځان سره ولري قصدي وي او که غیر قصدي ګواښ بولي . چې دواړه تعریفونه د مفهوم له رویه سم دي او استعمال یې هم عام دی. د ښه مثال لپاره کیدای شي چې زلزله چی طبعي او غیر قصدي بلل کیږي او د دښمن ګواښ، چې راکټونه به و وروي قصدي بلل کیږي.

ښکاره ده چې ضرور دا سوال پیدا کیږي چې ګواښ څنګه ارزول کیږي او کچه یې څنګه معلومیږي تر څو اړونده اقدامات په نظر کې ونیول شي. نو د دی لپاره هم د امنیت متخصیصیونو یو معیار جوړ کړی چې د هغې د مخه د ګواښ کچه معلولیږي. د معیار د معلومولو لپاره هم د مختلفو اصطلاحاتو کار اخیستل شوی، خو دلته مې هم د هوم لانډ د امنیتي اصطلاحاتو څخه استفاده کړې چې په لاندې ډول ده.
قصد: د عمل انګېزه
وړتیا: د عمل ظرفیت
مخنیونکې وړتیا: هغه فکتورنه چې د عمل مخنیوی کولی شي
د مثال په ډول: که یو څوک ګواښ وکړي نو باید دا درې حالتونه سره ارزایابي شي او کچه یې معلومه شي. که قصد ولري او وړتیا و نه لري نو مهم نه ګڼل کیږي او که وړتیا ولري او قصد و نه لري بیا هم مهم نه ګڼل کیږي. همدا راز که یو ګواښ دواړه قصد او وړتیا ولري خو مخنیونکې وړتیا لوړه وي بیا هم د ګواښ کچه کمیږي. همداسې که په یو ساحه کی د سیلاب ،چی طبعي پیښه ده او غیر قصدی ګواښ دی، امکان وي نو که چیرې د سیلاب لپاره دولت اماده ګی ولري او د سیلاب د مخنیوي لپاره یی جالۍ لرونکي دیوالونه جوړ وي او زیان منونکې ټولې ساحې ادره کړې وي، نو بیا ګواښ شته خو مخنیوی شوی او د تشویش وړ نه ده.

خطر:

هغه پیښه چې په پېښېدو یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په خلکو او اموالو یې اغېز ولري، خطر بلل کیږی. او ځینې یې هم د اغیز او احتمال ترکیب بولي یعنې خطر د یو ناوړه حادثې احتمال بولي چې د رامنځته کیدو په نتیجه کې یې په خلکو او د هغوی په مالونو اغیز ښیندي. لکه څرنګه چې مو د ګواښ د کچې د معلومول لپاره یو معیار درلود، په همدې ډول هم د خطر د معلومول او ارزونې لپاره معیار شته چې د خطر اټکل او د اغیز کچه معلوموي، چې ډولونه یېئ په لاندې ډول دي.

اغېز: هغه تاثیرات چی د یوې پېښې د پیښیدو په صورت کې پیدا کیږي.
بې ارزښته اغیز
کوچنی اغیز
منځینی اغیز
سخت اغیز
ډیر مهم اغیز

احتمال: د یوې واقعې د پیښدو احتمال چې خلکو، مال او فعالیتونو ته زیان واقع کړی.
ډیر احتمال
احتمال
متوسط احتمال
کم احتمال
ډیر کم احتمال
دا پروسه د اعدادو په واسطه سره پرتله کیږي، د یو خطر احتمال د اغیز سره ضربیږي او په نتیجه کې د اټکل شوی خطر کچه په لاس راځي. یعنې که د یو خطر احتمال ډیر کم وي او اغیز یې ډیر مهم هم وي بیا هم د اټکل شوي خطر کچه ټیټه وي، او همداسی برعکس. دا باید واضح کړم چی د احتمال د کمیدلو په خاطر باید د مخنیونکو اقداماتو کار واخیستل شي او د اغیز لپاره باید د کم کونکو اقدامات کار واخیستل شی. او همدا راز د انټرپرایز سکیورټي کمپنۍ د خطر د معلومولو لپاره د خطر فورمول په لاندی ډول وړاندی کړی:
خطر = احتمال X اغیز
د خطر د مدیریت ستراتيژیانی:
د دی لپاره چې مونږ په ګواښ کم یا بالکل کنترول نه لرو، ضرور ده چی ټول تمرکز په خطر وشي تر څو یې کچه کمه کړی شي. د کمیدلو لپاره یی لکه څرنګه چی پورته و ویل شول باید په احتمال د واقعې او د هغه په ناوړه تاثیراتو کار وشي ترڅو هغه ضعفونه چې د زیانمننی د ارزیابۍ په نتیجه کې لاس ته راځي په دقیقه توګه وکتل شی او تغیرات پکې راوړل شي. که چیری هم د امنیت متخصیصین د کنترول ټکی د خطر د مدیریت په خاطر کاروي خو لاندنۍ ستراتیژي د خطر د ښه مدیریت لپاره منل شوې.

خطر قبلول: د خطر کچه منل او هیڅ اقدام نه کول
خطر کنترول: مخنیونکي او کمکونکو اقداماتو په واسطه د خطر کنترول
خطر څخه ډډه کول: د خطر څخه د یو موقت وخت لپاره په ډډه کیدل
خطر انتقالول: یعنی د بیمه کمپنۍ ته او یا هم دوهم لاس قرارداد کول

هیله ده پورتني معلومات درته مفید تمام شي او په ورزني کارونو کې درسره همکاري وکړي.
مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *