تاند- د اسلامي دولت یا داعش جګړه مارو د افغانستان په شمال کې د نړیوال سره صلیب ۶ کارکوونکي ووژل.
په جوزجان ولایت کې چارواکي وايي چې نن /چهارشنبه/ په دغه ولایت کې د دولت وسله والو مخالفانو د سره صلیب د نړیوالې کمېټې لږترلږه ۶ کارکوونکي وژلي دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویندوی توماس ګلاس وویل چې د دوی دوه نور کارکوونکي له حملې وروسته بې درکه دي.
داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د جوزجان یوې امنیتي سرچینې وویل چې ۶ تنه وژل شوي کارکوونکي افغانان دي او د داعش د قوش تېپې د سیمې د مسوول قاري حکمت کسانو وژلي دي.
دا برید په کابل کې د سترې محکمې په دروزاه کې له حملې یوه ورځ وشوه چې په لړ کې یې ۲۰ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ژوبل شول.
د کابل د حملې مسوولیت تراوسه پوري کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.