تېره شپه د لغمان د ملي امنیت منسوبینو د ځآنګړو اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د مرکز اړوند د کله کوټ په سیمه کې ۵۴ حلقې د پرسونل ضد ماینونه چې په یوه پټ ځای کې د ورانکارو تروریستانو له لوري خوندي شوي ول کشف او نیولي دي.

دغه ماینونه چې د سولې او وطن د دښمنانو له لوري په یاده سیمه کې خوندي شوي ول، غوښتل یې چې مرکز مهترلام او نورو ولسوالیو ته یې انتقال او په تروریستي کړنو کې ترې ګټه پورته کړي، چې د ملي امنیت د منسوبینو له خوا پرې له یوې دقیقې اطلاع وروسته عملیات تر سره شول. البته په تور یې تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي.

بل لور ته د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ په فرمانخیلو سیمه کې دوه بوشکه یي لوی ماینونه چې د مخالفینو له لوري په یو خوندي ځای کې پټ شوي ول او غوښتل یې چې په یاده سیمه کې د کابل جلال اباد لویه لاره پرې تخریب او خلکو ته په کې مرګ ژوبله واړوي د افغان امنیتي ځواکونو له خو تر کشف وروسته نن سهار د لسو بجو په شا و خوا کې خنثی شول.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د امنیتي ځواکونو د دغو لاسته راوړنو د ستاینې تر څنګ ټولو امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو په موخه پر وخت ګړندي قدمونه واخلي او پرې نه ږدي چې عامه نظم ګډ وډ او بې ګنا انسانان د تروریستانو د شومو پلانونو ښکار وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *