مېرمنې له غیبت کولو او د آندونو له تبادلې خوند اخلي، ځکه دغه کار يې په بدن کې د هورمون د لوړېدو لامل ګرځي.
د ایټالیا د پاوی پوهنتون ښوونکې برونډینو په دې اړه ویلي: زه یوه آروا پوه یم او پام مې شو کله چې له خپلو همکارانو سره غیبت کولو ته وردانم، له هغوی سره د نږدې والي احساس کوم.
برونډنیو او د هغې همکارانو ددې فرضیې د ارزولو لپاره، د پاوی پوهنتون د زده کړیالانو یوه ۲۴ کسیزه ډله جوړه کړې، چې په اصطلاح خویندې وې چې په یو لوېدیځ پوهنتون کې دا کار عادي خبره ده او زده کړیالانو هم له یو بل سره نږدې اړیکې لرلې.
څېړونکو دغه ۲۴ کسیزه ډله په څوو برخو وېشلې او هغوی ته يې په یوه ساده آزمایښت کې د ګدون وړاندیز کړی.
لومړی یې هغوی اړې کړي څو د آزمایښت له پیل وړاندې څو شېبې په تمه شي.
په وېشل شویو ډلو کې هم نا پېژانده کسانو شتون درلود او ځینو په کې تجربه هم لرله او په ازمایښت کې یوې ګډونوالې د خپل خور د حاملګۍ کیسه تعریف کړې، چې هلته نه وه او وروسته یې د هغه زیان په اړه کیسه کړې، چې د هغې د ورزش مخه یې نیولې وه.
کله چې د انتظار وخت پای ته ورسېده، څېړونکي د هغوی له کارونو بېلګه اخېستې وه او له زده کړیالانو یې غوښتنه کړې هغه فورم ډک کړي چې د برونډینو په آزمایښت کې نه و.
یوه ورځ وروسته څېړونکي له زده کړیالانوسره په عادي خبرو کې آزمایښت ته ور ودانګل او د هغوی د عمرونو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه یې ترې پوښتلي.
د برونډینو په وینا، دوه شرطونه غیبت کولو ته مېرمنې لېواله کوي ــ اکسي توسین هورمون د کورنۍ مینه او ټولنیز نږدې والی او کوټیزول ــ د روحي اندېښنې هورمون.
د لومړي هورمون کچه د غیبت کولو په وخت کې پورته کېږي او د دویم هورمون ټیټېږي.
د زده کړیالانو کارونو ښودلې چې د اکسي ټوسین کچه لوړېږي؛ خو د کورټیزول په مقدار باندې اغېز نشي کولای.
د هغه کچه هم د پوهنتون په لیلیه کې د کیسو او له خویندو او یا هم له څېرونکو سره د خبرو پر مهال ټیټېږي.
د مېرمن بروڼډینو او همکارانو په باور یې، په اوس وخت کې د غیبت کولو دود هم تود شوی او مېرمنې له دې کار څخه خوند اخلي.