د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

تاند- پاکستان وویل چې په خپلو پوهنتونونو کې ۳۰۰۰ افغان محصلانو ته د زده کړو لپاره سکالرشيپونه (بورسونه) ورکوي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سکالرشیپونه د لیسانس، ماستري او دوکتورا په دورو کې ورکول کېږي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، دا خبره د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې هغې غونډې ته په وینا کې وکړه چې په پاک – چاینا مرکز کې د افغانستان د لوړو زده کړو د وزیرې مېرمن فریده مومند او افغان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال په ګډون جوړه شوې وه.

د دې غونډې په پای کې د افغانستان د لوړو زده کړو له وزیرې فریده مومند سره افغان محصلانو ته د سکالرشیپونو د ورکړې سند لاسلیک شو.

د پاکستان ولسمشر وویل، افغان محصلانو ته د لوړو زده کړو د کمیسیون د پروژې پر اساس دا سکالرشیپونه ژر ورکول کېږي.

د ممنون حسین په وینا د دغه پروګرام هدف دا دی چې افغان محصلانو ته د زده کړو هماغسي امکانات ورکړای شي چې پاکستاني زده کوونکي یې لري.

د پاکستان ولسمشر د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو د پای ته رسېدو او په خپل منځ کې د تجربو او علومو د تبادلې غوښتنه وکړه.

د افغانستان د پوهنې له وزیرې سره افغان محصلان

د پاکستان د لوړو زده کړو د کمیسیون رييس ډاکتر مختار احمد ډان ورځپاڼې ته وویل، افغانستان له پاکستانه غوښتي و چې د دغه هیواد د پوهنتونونو د ظرفیت له لوړولو سره مرسته وکړي.

ده زیاته کړه، د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز کابل ته په وروستي سفر کې له افغانستان سره د ۵۰۰ ملیون ډالره مرستې او د افغان پوهنتونونو د ظرفیتونو د لوړولو ژمنه کړې وه.

ده زیاته کړه، حاضردمه په افغانستان کې ۱۵۶ پوهنتونونه فعال دي چې ۳۶ دولتي او ۱۲۰ خصوصي دي.

ډاکتر احمد زیاته کړه، ۳۰۰۰ افغان محصلانو ته د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د بیالوژي، کرنې، بیزنس منجمینټ، معلوماتي تکنالوژي، کیمیا او اقتصاد په برخو کې د لیسانس په دورو کې سکالرشیپونه ورکړای شوي دي.

One thought on “د پاکستان ولسمشر ۳۰۰۰ نورو افغان محصلانو ته سکالرشیپونه اعلان کړل”
  1. دا بورسونه د ای- اس -ای له خوا تمویلیږی او چه دا شاکردان بیرته افغانستان راشی نو یو بل اور بلوی ، ددی ۳۰۰۰ شاګردانو څخه به ۳۹۹۹ دا پاکستان جاسوسان وی او هغه یو کس به د لیونی یا تنبل شاکرد په پلمه د خپلی خاوری حخه وشړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *