پاکستاني اتباع چې سعودي راشړلي دي

تاند – د پاکستان ډان ورځپاڼه د سعودي عربستان د سعودي ګزېت خپرونې له قوله لیکي چې د سعودي عرب پاچاهۍ په تېرو ۴ میاشتو کې له ۳۹ زرو څخه ډېر پاکستانیان له دغه هېواده شړلي دي.

سعودي ګزېت د دغه هېواد د امنیتي ادارو له قوله لیکلي چې د شړل شویو کسانو یو شمېر یې د داعش په شمول ترهګرو ډلو سره ارتباطات درلودل په داسې حال کې چې نورو یې بیا نورې قانوني سرغړونې کړې وې.

ډان ورځپاڼه همدارنګه لیکي چې یو شمېر پاکستاني اتباع د نشه ییزو توکو په قاچاق، غلاوو، او فزیکي حملو کې ښکېل ول.

د سعودي ګزېت د راپور د یوې برخې عکس

سعودي  ګزېت د سعودي عربستان د امنیتي کمېټې رییس عبدالله الشادون له قوله لیکلي، «په هرځای کې چې پاکستانی استخدامېږي باید چې ښه پلټنه یې وشي ځکه چې پاکستان له ترهګرۍ سره نښتی دی، او د طالبانو افراطي ډله په پاکستان کې زېږېدلې وه.»

سعودی ګزېت د کورنیو چارو د وزارت له قوله لیکي چې دا مهال لږ تر لږه ۸۲ پاکستانیان په سعودي کې د ترهګرۍ او امنیتي مسایلو په شک په زندانونو کې پراته دي.

ویل کیږي چې ۱۵ کسان چې یوه په کې ښځه ده په وروستیو عملیاتو کې د جدې په الحرضات او النسیم ناحیو کې ونیول شول.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې روژې په ترڅ کې د هغه پاکستاني تبعه، عبدالله ګلزار، یادونه هم کړې چې په جده کې د امریکا د متحده ایالاتو کونسلګرۍ سره نژدې د موټرو په پارکېنګ کې یې ځانمرګی بمي برید وکړ.

همدارنګه، سعودی ګزېت لیکي چې تېر کال د دغه هېواد امنیتي ځواکونو داسې یوه ترهګره حمله شنډه کړه چې دوه پاکستانیانو او یوه سوډاني غوښتل چې په جده کې الجوهره لوبغاړي کې چې له ۶۰ زرو نه ډېرو نندارچیانو په کې د سعودي او متحده عرب اماراتو تر منځ د فوټبال سیالي کتله، بمي چاودنې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *