نثار الکوزی –
 
د ۱۳۵۷ کال د ثور تر کودتا وروسته د افغانستان بهرنۍ سیاست په ایډیالوژیکو اړیکو بنا سو. چپي جناح د نړۍ د نورو چپي حکومتونو سره خپلي اړیکي لا تودې کړې، او د ښي لاسو سره یې اړیکو ته چندان لیوالتیا نه وښودل. د چپي نظام تر سقوط وروسته مجاهدینو او طالبانو خو داخلي خپلواکي لا نه درلوده؛ پاته بهرنۍ سوه؟ اخوانیانو او ټالیبانو یوازي د خپلو هغو بادارانو سره، چي دوی ئې د اهدافو لپاره جنګیدل؛ مستقیم او غیر مستقیم ارتباطات لرل. د دوی دواړو د له منځه تلو؛ او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام په راتګ سره د د ډیپلوماسۍ په برخه کې د کار او فعالیت زمینه برابره سوه، ولي په دې برخه کې د کادرونو د نه شتون او پراخو داخلي ناندریو له کبله د پام وړ لاس ته راوړني ونه میندل سوې. بهرنۍ سیاست تر دې کچي کمزوری وو، چي پاکستان ملګرو ملتونو ته د افغانستان په هکله شکایت وکړ، چي پکښې ترهګر ځالي لري، او د پاکستان ملي امنیت ته ئې ګواښ پیښ کړی، ولي د ټولو ثبوتونو، شواهدو او حقایقو سربیره افغاني جانب حتی د ځان په دفاع کې لا دلایل نسوای تراشلای.
 د ملي وحدت د حکومت د راتګ راهیسي په بهرنۍ ډیپلوماسۍ کې افغانستان نسبت پخوا ته د پام وړ لاس ته راوړني درلودلي دي، خو دا مو هم د درد- د – دوا نه دي، او په دې برخه کې لا نور کار، زیار، جدیت او قاطعیت ته اړتیا سته. زموږ اصلي بحث روسیې ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر دئ، چي په خورا حساس وخت کې وو، او حتماً به ښې پایلي هم ولري. له کومه راهیسي، چي پاکستان د افغانستان لخوا د را منځته سوي نړیوال فشار سره مخ سو؛ نو ئې روسیې ته مخ واړاوه، او نور په لوبه کې د روسانو د کومک غوښتونکي سول. روسان هم چي د افغانستان له طرفه د امریکا او ترهګرو ډلو د شتون د خطر سره مخ وه؛ په سیمه کې ئې یو متحد او ملګري ته اړتیا لیدله، چي پاکستان؛ یوه ښه مهره په لاس ورغلل. د پاکستان سره اړیکو د تودیدلو وروسته ئې د یو شمیر ټالیبانو سره هم ارتباطات ټینګ سول، او د خپلو ګټو د ساتني لپاره ئې څه مرسته ورسره وکړه. روسان د نړیوال جهاد او جهادیانو سره تر بل هر چا ښه بلد او تر بل هر چا ئې په وړاندي مبارزه کې جدي دي. ټالیبان چي په سیمه کې د امریکا د شتون لپاره په فعالیت بوخت دي؛ هم روسان ښه پیژني، ولي مرسته ئې تر دوی هم د لوی خطر؛ یانې داعش د ځپلو لپاره ورسره کړې. روسانو تل د افغانستان د حکومت سره هم د ټالیبانو او هم د داعش د ځپلو لپاره د مرستي زرغون څراغ لګولی، خو افغاني جانب چندان لیوالتیا نه ده ښودلې. البته په دې برخه کې د ځینو خنډونو او ملاحظاتو سره مخ هم دي.
په داسي وخت کې چي روسانو خپله د ټالیبانو سره د اړیکو د درلودلو رسوایي را منځته کړه، او افغاني جانب او متحدینو ئې په خپلو پرلپسي انتقاداتو اوضاع د مدیریته ایستل او عقدې ئې را منځته کولې؛ د افغانستان د لخوا روسیې ته د یو لوړ پوري هیئت استول د اوضاع د مدیریت لپاره یو ډیر پر ځای اقدام وو. دا اقدام به د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د ښه کولو سربیره، د پاکستان- ټالیبانو سره د روسیې اړیکي او مرستي هم  زیانمني کړي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *