تاند- د اپل کمپنۍ اتم ایفون به، چې د ایفون په لسمه کالیزه کې راوځي، نه یوازې د ډیزاین او فیچرونو له پلوه متفاوت وي، بلکې بیه به یې هم متفاوته وي.

مېل ورځپاڼه وايي چې ایفون ۸ ته تر۱۰۰۰ ډالره زیاته بیه اېښودل شوې چې په بازار کې تر ټولو موجودو ایفونونو لوړه بیه ده.

د دغه ملفون شیشه یا سکرین به (edge OLED) او ۳ ډي وي او همدا علت دی چې بیه یې لوړه شوې ده.

تر دې پخوا د ایفون ۷ + بیه ۹۶۹ ډالره ټاکل شوې وه.

ویل شوي چې په ایفون ۸ کې له نوې ټکنالوژۍ کار اخیستل شوی.

اوازه ده چې اپل د ایفون ۸ ترڅنګ دوه نور ملفونونه راباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *