۱: ښه مور تر هرڅه مخکې خپل اولادونه په دیني ارزښتونو او مسایلو پوهوي.

۲: ښه مور تل د خپلو اولادنو روزنې او پالنې ته پام کوي.

۳: ښه مور خپل اولادنه زده کړو(لیک او لوست) ته هڅوي.

۴: ښه مور د خپلو اولادنو خوب او خوارک ته منظلم پلان او تقسم اوقات لري.

۵: ښه مور تل د خپلو اولادنو نظافت او روغتیا ته پوره پام کوي.

۶: ښه  مور خپلو اولادنو ته په نرمو او په خوږو الفاظو خبرې کوي.

۷: ښه مور هڅه کوي چې خپلو اولادونو ته په کور او ټولنه کې د ژوند کولو اداب ورزده کړي.

۸: ښه مور د خپلو اولادنو په وړتیاوو باور لري هغوي تل خپلو کارونو ته هڅوي.

۹: ښه مور خپل اولادونه هڅوي چې د کور په کارونو کې ورسره مرسته وکړي.

۱۰:  ښه مور هېڅکله خپل اولادنه نه تهدیدوي.

۱۱: ښه مور د خپلو اولادونو لپاره په کور کې د لوبو کولو زمینه برابروي هغوي نه پرېږدي چې ډېر وخت له کوره بهر تېر کړی.

۱۲: ښه مور خپلو اولادنو ته لارښوونه کوي چې څنګه د ښوونځي بکسه، کتابونه، جامې او د لوبو وسایل چیرته او څنګه منظم کیږدي.

۱۳: ښه مور د کور په ځینو مسایلو کې له خپلو اولادنو سره مشوره کوي او  د هر یو نظر ته احترام لري.

۱۴: ښه مور تل خپل اولادونه هڅوي چې د پلار خدمت او احترام یې وکړي او ترې غواړي چې په ځینو کارونو کې ورسره مرسته وکړي.

۱۵: ښه مور تل د خپلو اولادنو د راتلونکي په اړه فکر کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *