لور

دوکتور محمد هاشم سراج الحق

شیخ ابو بکر الجزائري قصه کوي چې يوه ورځ ورته يو سړی راغی، او خپله قصه يې ورته داسې پيل کړه، واده مې وکړ، ښځې مې لور راوړه، په دويم ځل يې بيا لور راوړه، پسې درېیمه يې راوړه، چې څلورمه يې راوړه، نو ډېر پرې خفه شوم، خو له هغې وروسته ښځې پنځمه لور راوړه، خفګان مې لا زيات شو، پسې شپږمه يې راوړه، نور نو زما صبر پای ته ورسېد، ښځه مې تهديد کړه، که دا وار دې لور راوړه؛ پرېږدم دې داسې او هغسې به وکړم، د ماشوم د ځېږېدو وخت را نږدې کېده، او ما به ښځه ګواښله، تر دې چې يوه ورځ بيده شوم، ګورم چې قيامت دی، ملايکو جهنم ته په کشولو کشولو روان کړی يم، د جهنم اوه دروازې دي، هرې دروازې ته چې مې بوځي، هلته مې يوه لور ولاړه وي، لاسونه يې سره پراخه غځولي وي، او جهنم ته زما د داخلېدو مخه نيسي، ملايکې مې له يوې دروازې بلې ته بوځي، او نفس قصه تکراريږي، تر څو چې ملايکو له شپږمې دروازې وروسته يې د اوومې دروازې په لور روان کړم، ګورم چې هلته څوک نشته، زما کومه لور نه ښکاريږي، يقيني شوم چې اوس نو د بچ کېدو کومه لار نه ده پاتې، اوس مې نو جهنم ته داخلېدل حتمي دي، په چيغو او واويلا سر شوم، دې وخت کې په ډېرې وېرې او هيبت له خوبه را پاڅېدم، او په چيغو چيغو مې وويل: يا الله! يا الله! لور يې کړې، يعنې دغه اوومه هم لور کړې.
پیغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: (من كانت له ثلات بنات فصبرعليهن وسقاهن وكساهن كن له حجابا من النار) ژباړه: د چا چې درې لوريانې وي، صبر پرې وکړي، څښاک ورکړي، او پوښاک ورکړي، هغوی به د ده لپاره د دوزخ له اور څخه پرده شي.
په بل روايت کې راځي: چې هغوی ته ښه تربيه ورکړي، او ښه پالنه يې وکړي، نو دی به د دوزخ له اوره وژغوري.
يعقوب بن بختان يو محدث و چې اووه لوريانې يې لرلې، وايي: هر کله چې به مې لور وځېږېدله؛ نو امام احمد بن حنبل ته به ورغلم، هغه به راته مسکی شو، او وبه يې ويل: پيغمبران د لورګانو پلرونه دي (الأنبياء آباء بنات).
نو ای د لورګانو ښه تربيه کوونکی او پالونکی پلاره! جنت دې مبارک شه

One thought on “د لور پلاره، جنت دې مبارک شه”
  1. داکتر صاحب سلام

    ډېره مهمه او د پند او نصیحت نه ډکه لیکنه ده. هیله مند یم چې دا لیکنه لا نوره هم پراخه کړئ او د لا زیاتو مثالونه سره یې په راتلونکې کې وړاندې کړئ. یو کمی مې چې ولید هغه دا و چې ماخذونه مو نه دي ورکړي. هیله کوم په راتلونکي کې د احادیثو شمیرې او د کیسو ماخذونه په پام کې ونیسئ. دا مو لیکنه لا نوره هم معتبره کوي او نورو ته هم کار اسانوي چې ستاسو د لیکنې نه ګټه واخلي. بیا هم ډېره مننه

    حامد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *