نېټه او ورځ: پنجشنبه، د وږې ٧ مه، ۱۳۹۲

ځای: سینما پامیر، کتاب ښار

 —————————-

د افغان ملي غورځنګ د ” خوشال بابا فکري بهير” اوومه اونيزه غونډه د معمول په څېر د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه .

له اجنډا سره سم لومړی ښاغلي الهام ناصري د تېرې اونۍ د مهمو کورنيو او نړیوالو پېښو لنډیز وړاندې کړ چې مهم ټکي یې په دې ډول دي:

  • ولسمشر حامد کرزي د روانې وږي مياشتې په ٢ مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د امنيتي تړون تر بشپړېدو وروسته لويې جرګه را وغواړي. کرزي همدا راز وويل چې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک ترڅنګ له ناټو سازمان سره به هم د يوه تړون د لاسليک په اړه د جرګې نظر واخلي.
  • د وږي په دويمه د ناټو د ختيځې قوماندانۍ قوماندان جنرال جيمز کونوېلي يوې خبري ناستې ته وويل چې وسله والو مخالفينو په جنګي موسم کې خپل هدفونه ترلاسه نه کړل، ځکه اوس هغوى  غواړي چې له ژمي مخکې يو شمېر لوى بريدونه وکړي .
  • د بلخ ولايت په بندري ښار حيرتان کې د ۳۰ ميليونه ډالرو په لګښت  د تېلو د تصفيې لومړۍ ستره فابريکه پرانيستل شوه. دغه فابريکه چې کام ايل انټرنشنل نومېږي، د هېواد په کچه د تېلو د تصفيې لومړۍ ستره افغاني فابريکه ګڼل کېږي. دا فابريکه به د ورځې له ٥٠٠ تر ١٠٠٠ ټنه د خامو نفتو د چاڼ وړتيا ولري.
  • د وږي مياشتې په ٤ د دوشنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزى د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته سفر وکړ. ولسمشر د دغه سفر پرمهال د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د سولې د خبرو ترڅنګ پر بېلابېلو اقتصادي مسايلو هم خبرې وکړې. د دې سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان د ماليې وزيرانو ترمنځ يو هوکړه ليک هم لاسليک شو. د دغه هوکړه ليک له مخې به هڅه وشي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري وده وکړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو د هوارۍ لپاره د حل لارې ولټول شي.
  • د وږي په څلورمه د افغان ملي غورځنګ، د اروزګان د ځينو اوسېدونکو او د يو شمېر مدني ټولنو د غړو له خوا په کابل ښار کې د يوې اعتراضيه  غونډې په ترڅ کې د شجاعي او د هغه د ملګرو د نيولو او د علني محکمې غوښته وشوه. شجاعي په ارزګان کې د يوې غير مسولې وسلوالې ډلې قومندان دى چې له تېرو څو کلونو راهيسې په سيمه کې فعاليت کوي او ملکي خلک وژني او ځوروي، خو حکومت يې تر اوسه په مخنيوي کې پاتې راغلى.
  • په نړيوالو او سيمه ييزو پېښو کې پر سوريې د امريکا او متحدينو د بريد مسله وه. امريکا او متحدين يې ادعا کوي چې بشارالاسد په سوريه کې د ملکي خلکو پر وړاندې کمياوي وسلې کارولې دي. په همدې حال کې روسيې امريکا ته خبردارى ورکړى چې د امنيت شورا له موافقې پرته د سوريې پر وړاندې هر ډول بريد به يو اړخيز تېرى وبلل شي.
  • په مصر کې د پوځ له خوا د عامو خلکو د وژنې په اړه نړيوالو توند غبرګونونه ښودلې دي. د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان پر لاريون کوونکود پوځ بريدونه په کلکه غندلي دي او دا يې د اسرايلو او مصري پوځ له خوا د اخوان المسلمين پرضد يوه توطيه بللې ده.

وروسته ښاغلي اسدالله ساحل د (طالبانو د خداى لښکرې په ناسمه جګړه کې) د کتاب لنډيز، چې ده خپله پښتو ته ژباړلی دی، وړاندې کړ. دغه کتاب د فهم هويدي په نوم د يوه مصري ليکوال له خوا ليکل شوى، دوه څپرکي لري او هر څپرکي له څو عنوانونو څخه جوړ شوى دى. په ټول کتاب کې دوو پوښتنو (طالبان څوک دي او څه ډول فکر لري؟) ته د ځواب موندنې هڅې شوې ده.

 د کتاب ليکوال د مقدمې په توګه په خپل کتاب کې ليکي، هغه څه چې طالبان يې په افغانستان کې ترسره کوي په حقيقت کې د يوه مقلد او عادي انسان سلوک دي، دوى پر ټولو د يوه واحد کلتور او ارزښتونو د پلې کولو هڅې کوي، خو زما هدف دا دى ترڅو پوه شو چې ستونزه تر هغه څه ډېره ژوره ده، څنګه چې موږ يې په اړه فکر کوو. دى زياتوي څنګه يوه کوچنۍ ډله طالبان د تقدير پر بنسټ د جومات له محرابه د واک تر ګدۍ ورسېدل؟

هويدي همدا راز د کتاب په اوږدو کې ليکي، طالب جنګيالي چې تر پرونه يې ځانونه د اسلام د دفاع په موخه اور ته ورکړي وو، اوس ترې داسې وسله جوړه شوې چې خپله د اسلام پر خلاف استعمالېږي او د اسلام حقيقي څېرې ته زيان رسوي.

لنډه دا چې دغه کتاب پر دې راڅرخي، چې طالبان په سپېڅلي فکر راوتلي، خو په عمل کې يې ډېره ناسمه لار غوره کړې او داسې کړنې ترسره کوي چې ښکاره له اسلام سره په ټکر کې دي.

وروسته د ښاغلي ډاکټر ځلاند، جاوېد ساجد، سمېع الله اېلم او انور وردګ له خوا د (ليډرشېپ او په افغانستان کې يې ځانګړنې) تر سرليک لاندې د پېنل په ډول بحث پيل شو. دا ډېر اوږد او په زړه پورې بحث و، چې د ګډونوالو پام يې ځان ته واړوه. خو دلته به يې په راپور کې مهم ټکي را واخلو:

ښاغلي ځلاند د ليډر شيپ په اړه په خپل بحث کې وويل، د نړۍ د رهبرانو يا ليډرانو يوه ځانګړنه دا ده چې هغوى رښتيني وو.

په ليډرشيپ کې تر ټولو مهمه ځانګړنه د مشر يا رهبر رښيتينولي او صداقت دى، چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) هم دغه ځانګړنه لرله. د دې ترڅنګ يو مشر بايد پوهه، مطالعه، درک او تدبير ولري. يو مشر بايد د راتلونکو پېښو په اړه ولس ته وړاندوينه وکړي او خلکو ته يو ليدلورى ورکړي.

مشر په يويشتمه پېړۍ کې د ولس تر شا ولاړ وي او په خپله مبارزه کې هر راز خطر او سختي بايد پر ځان ومني.

ښاغلي جاوېد ساجد د مشرۍ يا ليډرشيپ په اړه په خپل بحث کې وويل چې په معاصر ليډر شيپ کې تر ټولو مهمه مسله د شفافيت ده، د ليډر شيپ ماموريت او حساب ورکونه بايد رڼه وي، ترڅو ولس ته قناعت ورکړل شي.

د ساجد په وينا ليډران يا مشران زېږول کېږي، خو ځينې پوهان وايي چې مشران بايد وروزل شي.

ښاغلي ځلاند په افغانستان کې د ليډر د نه شتون په اړه وويل، چې تر اويايمې ميلادي لسيزې مخکې افغانستان يو پياوړى هېواد و، خو د شوروي تر يرغل وروسته په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې زور واخيست او دغه ناخوالې په هېواد کې د افغان مشرتابه د رامځته کېدو سبب شوه.

غونډه په دعائې سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *