تاند- د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې نن /شنبه/ د یوه بانک مخته انتحاري حملې لږترلږه ۷ تنه وژلي او ۲۰ نور ژوبل کړي دي.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وویل، انتحاري حمله کوونکي د افغانستان د ملي اردو یوې نقلیه وسیلې ته نژدې موټربم ولوزاوه.
د ده په وینا سرتېري تازه بانک ته رسېدلي وو چې پیسې واخلي.
د ځواک په وینا په وژل شویو کسانو کې ۴ لارویان او ۳ سرتېري شامل دي.
د ټپیانو ۱۶ تنه لارویان او ۴ سرتېري دي.
دا برید وروسته له دې وشو چې د سنګین ولسوالي په درو کلیو کې لږترلږه ۱۹ تنه ووژل شول.
د هلمند چارواکي وژل شوي کسان طالبان بولي خو د سیمې ځیني اوسېدونکي وايي چې وژل شوي کسان ملکیان دي.