تاند: – ملي امنیت لوی ریاست مطبوعاتي دفتر د چارشنبې په ورځ تاند ته په رالیږلې اعلامیې کې په میدان وردګو ولایت کې د دریو ترهګرو د نیولو خبر ورکړ.
سرچینه وړاندې وايي د ملي امنیت موظفینو د میدان وردګو ولایت اړوندو سیمو کې د ترهګریزو او ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولو په تړاو د یو لړ ځانګړو عملیاتو او د خلکو په همکارۍ یاد کسان نیولي دي.
دغه ریاست دغه راز وايي نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو څیړنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي یې چې د میدان وردګو ولایت او اړوندو ولسوالیو کې یې د تیلو د ټانکرونو سوځولو، د سړک غاړې مای ایښودلو، د اشخاصو په ترور، ورانکارو او ترهګریزو فعالیتونو، طالبانو ته د کسانو په جلب او جذب او د پیسو په راټولولو کې فعاله ونډه درلوده.
یاده دې وي، چې ملي امنیت د نوموړو نیول شویو کسانو د نیولو ځای، وخت او هویت په اړه څه نه دي ویلي.
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته!
ښاغلی رحمت الله نبيل خان بيا د ملي امنيت سرپرست رئيس شو او همغه خبره د صحرا ګېډل بيا د کور لېوه شو! خدای دې په مظلوم افغان ولس او په تېره په وردګو ورحمېږي، ځکه د سيمې خټين زمری په خپلو کې په لو ګډ شو!
معه سلاموکم الهالول مسلمين
ملا ميوند آخوند