د امریکا دفاع وزیر جنرال جان ماتیس

تاند- د امریکا دفاع وزیر جنرال جان ماتیس به د اروپا په سفر کې د ناټو له غړیو هیوادونو وغواړي چې افغانستان ته نور پوځیان ولېږي.

ټاکل شوې ده چې جنرال ماتیس د راتلونکې سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي او د جمعې په ورځ د جرمني د مونش په نړیوال امنیتي کنفرانس کې برخه واخلي.

دا به د افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت په تګلاره کې لوی بدلون وي. همداراز دا به د جنرال جیمز ماتیس دوهم بهرنی سفر وي.

مخکې تر دې چې ماتیس د ناټو له غړیو افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو غوښتنه وکړي، د بریتانیا او جرمني دفاع وزیرانو ویلي چې افغانستان ته به نور سرتېري واستوي.

د بریتانیا دفاع وزیر مایک پینینګ د سې شنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته وویل، دې ته په کتو چې د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي، ممکن بریتانیايي پوځیان بیا مجبوره شي چې دغه هیواد ته لاړ شي.

همداراز د جرمني دفاع وزیر مېرمن وان ديرلين په واشنګټن کې وویل «موږ د تېر ميلادي کال په دسمبر کې پرېکړه وکړه چې افغانستان ته نور ځواکونه ولېږو ځکه چې د غوڅ ملاتړ ماموريت داسې ماموريت دى چې موږ پکې ستراتيژيک زغم ته اړتيا لرو، تر دې مرحلې چې افغان ځواکونه وکړاى شي په بشپړ ډول د خپل هېواد دفاع وکړي خو دا کار وخت غواړي، له دې کبله د جرمني پارلمان تېر کال وپتېیله چې افغانستان ته اضافي پوځیان ولېږي.»

د جمعې په ورځ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان د امریکا د سنا جرګې په یوه استماعیه غونډه کې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته دې څو زره نور امریکايي روزونکي واستول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *