تاند- په نړۍ کې د مود یا فېشن په نندارو کې د اسلامي حجاب فېشن هم ځای وموند.
د لوېدیځو هیوادونو د نیمه لوڅ یا ډېرو ازادو جامو په مقابل کې اندونیزیایانو هڅه کړې چې نړیوالو ته وښيي چې د ستر د رعایتولو ترڅنګ فېشن ته توجه کېدای شي.
د انډیپینډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، اندونیزیايي ډیزاینرې انیسه هسیبونا د پسرلي لپاره ۱۷ ډوله جامې د خپل هیواد په پلازمېنه جاکارتا کې نندارې ته وړاندې کړې.