لیکوال Doctor ASKY
ژ محمداکبر حقمل معینزی
سپوږمۍ ته، چې ګورم نو تا او ستا خاطرې را یادوي او تر هر څه ډېر ډېر ستا ډېره ښکلا، ستا ډېره روښنایي او ستا ډېر لرېوالی. کله، چې ستاسو په ژوند کې تاسو ته بد څیزونه یا بدې پېښې پېښېږي، نو تاسې درې ټاکنې لرئ: لومړی تاسو کولای شئ اجازه ورکړئ ترڅو تاسو وپېژني. دویم: تاسو کولای شئ اجازه ورکړئ ترڅو له منځه مو یوسي. دریم: تاسو کولای شئ اجازه ورکړئ ترڅو تاسو پياوړي او قوي کړي. په دې نړۍ کې هېڅوک بشپړ نه دي او هر یو تېروتنې او غلطۍ لري، خو که چېرې تاسو په وګړو کې تل د داسې وګړو په لټه کې یاست، چې بشپړ وي او تېروتنې ونه لري او هغه څوک نه خوښوئ کوم، چې تېروتنې کوي، نو تاسو به د تل لپاره یوازې پاتې شئ. تر ټولو ښه خبره دا ده، چې د قضاوتونو او پرېکړو کچه مو کمه کړئ او د مینې کچه مو لوړه او پیاوړې کړئ. تش او خالي جیبونه تاسو ته د یو میلیون څېزونو په اړه درس درکوي او په هر څه مو ښه پوهوي، خو ډک جیبونه یو میلیون لارې له منځه وړي، ضایع کوي یې او د بدو لارو د تګ لامل ګرځي. که چېرې تاسو خواشیني یاست، نو تاسو په حقیقت کې په تېر وخت کې د ژوند کولو په حالت کې یاست.= که چېرې تاسو اندېښمن یاست، نو تاسو په راتلونکي وخت کې د ژوند کولو په حالت کې یاست.== که چېرې تاسو ارامه یاست او په سوله کې ژوند کوۍ، نو تاسو په حقیقت کې په همدا اوسني حاضر وخت کې د ژوند کولو په حالت کې یاست. === (تېر وخت یوه تېر وختپاڼه ده)، (راتلونکی وخت یوه پوښتنپاڼه ده) او (حاضر وخت یوه ورځپاڼه ده). M Akbar Haqmal Mueenzai