تاند- د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ نن /دوشنبه/ په یوه مفصل کې د پاکستان له لوري له افغان کډوالو سره د زور زیاتیو د تفصیل د ورکولو ترڅنګ د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ته د انتقاد ګوته نیولې ده.
د بشري حقونو دې مدافع ټولنې ویلي، پاکستان په ۲۰۱۶ م کال تر ۶ لکه زیات افغان کډوال د فشار، ګواښ، ځورولو او ربړولو په وسیله اړ ایستل چې خپل هیواد ته ستانه شي.
افغانستان ته په بېرته راغلیو کډوالو کې تقریباً نیمايي راجستر شوي کډوال دي.
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په هیڅ ځای کې دومره شمېر کډوال په زوره خپل هیواد ته نه دي استول شوي.
له راپور سره سم، بېرته ستانه شوي افغان کډوال په افغانستان کې له وسله والو جګړو، تاوتریخوالو، نېستۍ او بې روزګارۍ سره مخامخ شوي دي.
د بشري حقونو د څار ټولنې په دې ۷۶ مخیز راپور کې د ملګروملتو د کډوالو پر لویې کمیشنرۍ تور پوري شوی چې د افغانانو په جبري ایستلو کې یې له پاکستاني چارواکو سره په پټه جوړ جاړی کړی دی.
په دې راپور کې چې سرلیک یې دی«د پاکستان زیاتی – د ملګروملتو جوړجاړی: د افغان کډوالو ډله ییزه جبري ایستنه» د ملګروملتو د کډوالو پر لویې کمیشنري (یو این ایچ سی آر) تور لګول شوی چې د دې پر ځای چې د پاکستان له لوري د کډوالو خلاف زور زیاتی وغندي هغه ته یې د خپلې خوښې ستنېدا نوم ورکړی او په دې ډول یې د افغان کډوالو خلاف په بدسلوکۍ کې ځان شریک کړی دی.
د بشري حقونو د څار ټولنې مشر څېړونکی ګیري سمپس ویلي«پاکستان سره له دې چې څو لسیزې د افغان کډوالو کوربه توب وکړ خو د ۲۰۱۶ په نیمايي کې یې په لکونو کډوال په زوره خپل هیواد ته ولېږل. په اوسني عصر کې دومره شمېر کډوال په یو وار چا له خپلې خاورې نه دی ایستلي.»
دی وايي، د دې لپاره داسي وشول چې د ملګروملتو د کډوالو ادارې له پاکستان سره لاس یو کړ، د پاکستان ناروا سلوک یې روا وباله او د دغه هیواد د پولیسو له لوري یې د افغان پناه غوښتونکو د ځورولو او ډارولو مخه ونه نیوله.
ده همداراز ویلي، پکار ده چې نړیوالې مرستندویې ادارې په دې مسله کې ښکېلې شي څو په پاکستان کې پاتې کډوال له ورته وضعیت سره مخامخ نه شي.