تاند – د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل خان، چې تل یې له ایران سره نژدې اړیکې پاللي، د تهران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په وړاندې خبرداری ورکړ.
محمد اسماعیل خان له افغانستانه د شوروي پوځونو د وتلو د اته ویشتمې کالیزې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، افغانستان او ایران ډېرې دوستانه اړیکې لري خو له طالبانو سره د ایراني چارواکو د اړیکو احتمال یې خرابولی شي.
اسماعیل خان د روسیې او طالبانو اړیکې هم وغندلې، ویې ویل روسان باید له تېر وخت او کړنو سبق واخلي او له «تالي څټو» سره معامله ونه کړي.
ځینو افغان چارواکو په ځلونو ویلي چې ایران طالبانو ته پرمختللې وسله لکه راکټونه ورکړي او د طالبانو فاتحې د ایران په سرحدي ښارونو کې اخیستل کېږي.
د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ / فبرورۍ په ۹/ د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جان نیکلسن د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته په استماعیه غونډه کې په زغرده وویل چې ایران طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي او روسانو هم له طالبانو سره نژدې اړیکې جوړې کړي دي.
ههههههه د دواړو هیوادونو ګټو ته تاوان دی که د اسماعیل قروانه کمیږی آخور شریک مو پیدا شو ههههه دواړه مورده ګاوان استی اجیران استی وهه طالبګیه مورده ګاوه د خامنه ای غول و خوشایه خوره