تاند-  روسیه وايي، د دغه هیواد، افغانستان، پاکستان، چین، ایران او هند په شپږ اړخیزه غونډه کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو پر امکان خبرې وشوې.

د تاس روسي خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د کریملین ځانګړي استازي او د روسیې د بهرنیو چارووزارت چارواکي زامیر کابلوف د مسکو له پرونۍ /فبروري۱۵/ مشورتي غونډې وروسته نن /پنجشنبه/ وویل«د افغانستان حکومت غواړي چې خبرې بیا پیل شي. موږ سیمه ییز قدرتونه له افغانستان سره راغونډ شوو چې د دې پروسې د اسانولو لپاره له افغان چارواکو سره د خپلو اقداماتو د همږغولو د لارو چارو امکانات وارزوو.»

کابلوف همداراز وویل، کله چې د سیمې په اړه امریکا د خپلو لومړیتوبونو په باب پرېکړه وکړه، مسکو به د افغانستان په اړه په سیمه ییزه سلامشوره کې د واشنګټن د ګډون هرکلی وکړي.

ده دا هم وویل«د مسکو په شپږ اړخیزه غونډه کې د امریکا د ګډون په اړه هم خبرې وشوې.»

شپږو هیوادونو په خپله غونډه کې وپتېیله چې د افغانستان پر سر په خپلو مشورتی غونډو کې د منځنۍ اسیا هیوادونه هم شامل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *