تاند- د هسپانیا په بورګس شمالي ښار کې یوې ۶۴ کلنې ښځې غبرګولی وزېږول.
د دې ښځې د ماشوم زېږولو ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.
ویدیو د بورګس ښار (رکولیتاس) روغتون خپره کړې ده.
د هسپانیا رسنیو نن /پنجشنبه/ بې له دې چې د ښځې نوم واخلي وویل، چې هغې ماشومان د سزاریان یا جراحي عملیاتو له لارې دنیا ته راوړل.
ویل شوي چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۲ م کال د دې ښځې یوه لور پیدا شوې وه.
هسپانیايي ورځپاڼې الپایس لیکلي، د دې ښځې غبرګولي یو ماشوم او بله نجلۍ ده.
د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې یوې هندۍ ښځې په ۷۰ کلنۍ کې ماشوم وزېږاوه.