تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ملګروملتو د امنیت شورا له موافقې پرته د سوریې پر ضد د هر ډول برید په وړاندې خبرداری ورکړ او احتمال یې ښکاره کړ چې د سوریې د ملاتړ لپاره به دې هیواد ته ایس – ۳۰۰ ډوله توغندي ولېږي.

ښاغلي پوتین نن له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:«پر سوریې د لوېدیځ هرراز یو اړخیز برید به غیرقانوني او د نړیوالو حقوقو له نورمونو سره په ټکر کې وي.»

ښاغلي پوتین د سوریې د حکومت له لوري له کیمیايي وسلې څخه د کار اخیستلو په اړه د لوېدیځوالو ادعا رد کړه، ویې ویل، په داسي حال کې چې د سوریې حکومت د خپلو مخالفانو په وړاندې په جګړه کې پرمختګونه کړي، د دغه هیواد د حکومت له لوري له کیمیايي وسلې څخه د کار اخیستلو ادعا بې ځایه او پوچه ده.

له پوتین څخه پوښتنه وشوه چې دمشق ته نژدې په کیمیايي وسلو د وژل شویو کسانو د عکسونو په اړه څه وايي، ده وویل:دا وحشتناکه دي خو پوښتنه دا ده چې دا کار چا کړی دی او د دې ناورین اصلي مسوول څوک دي؟

ده یو ځل بیا په دې تاکید وکاوه چې د لوېدیځوالو له خوا وړاندې شوي شواهد د سوري چارواکو لپاره د منلو نه دي.

ده په عین حال کې وویل، که د ملګروملتو امنیت شورا موافقه وکړي پر سوریې د حملې مخالفت نه کوي.

روسیه، چین، بریتانیا، فرانسه او امریکا د امنیت شورا دایمي غړي دي. هر دایمي غړی هره پرېکړه په خپلې رایې وېټو یا رد کولی شي.

د روسیې ولسمشر وویل، د ملګروملتو پر هر غړي هیواد د امنیت شورا له پرېکړې پرته برید د نړیوالو حقونو له پلوه یرغل ګڼل کېږي او د نړیوالو اصولو سرغړونه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *