دا خبر بیا بیا تازه شوی –

تاند- په سند ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې د اسلامي دولت له لوري له انتحاري حملې وروسته پاکستان له یوې خوا د افغان کډوالو په ځورولو پیل کړی او له بلې خوا یې پر افغانستان د توپونو او نورو درنو وسلو ګولۍ ویشتي دي.

افغان چارواکي وايي، پاکستان پر ننګرهار ولایت د توپونو ګولۍ ویشتي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان ګل اغا روحاني اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، پاکستان نن /جمعه/ سهار وختي د ننګرهار پر لالپوره ولسوالي د توپ یو شمېر ګولۍ وویشتې.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې پر لالپوره ولسوالي د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې لږترلږه ۲ ماشومان ژوبل شوي او ۲۰ کورونه نړېدلي دي.

ده دا هم وویل چې له لالپورې ولسوالي څخه شاوخوا ۱۰۰ کورونۍ مجبوره شوي چې کډه بار کړي.

راپورونه وايي چې نن تر یو ساعت مخکې پوري هم پر لالپورې د پاکستان د درنو وسلو ګوزارونه روان ول.

په کونړ کې ۲ تنه شهیدان شول

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د پاکستان له لوري پر سرکاڼو ولسوالي د توپ په لسګونو ګولۍ وویشتل شوې.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویندوی فرید الله دهقان وویل، د پاکستان له لوري د توپونو ویشتل د شپې په ۱۰ بجې پیل شو او څو ساعته یې دوام وکړ.

د دهقان په وینا یو راکټ د سرکاڼو پر استوګنه سیمه ولګېد او د یوې کورنۍ ۲ غړي یې شهیدان کړل.

پاکستان تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې تېره شپه یې تورخم دروازه بنده کړه او نن یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته د ۷۶ تنو لیست، چې په افغانستان کې پټ دي، ورکړ او ورڅخه ویې غوښتل چې دا کسان پاکستان ته وسپاري.

په همدې حال کې پاکستاني پولیسو د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ یو وار بیا په شدت پیل کړې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې پولیسو د سند د حملې په شک تراوسه پوري ۴۷ تنه نیولي دي. دوی د نیول شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی. پاکستان دغه راز نن ادعا وکړه چې امنیتي ځواکونو یې د وسله والو مخالفانو پر ضد په عملیاتو کې ۲۹ تنه وژلي دي.

په سند کې د شهباز قلندر زیارت د انتحاري حملې مسوولیت اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست. دې ډلې په وروستي یو کال کې په افغانستان کې د ګڼو حملو مسوولیت منلی دی.

ولسمشر غني د پاکستان حمله وغندله

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان په سند ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې د تېرې شپې حمله په کلکه وغندله.

د وروستیو راپورونو له مخې په دغه برید کې ۷۵ تنه وژل شوي دي.

غني ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د اسلامي دولت په شمول، چې د شهباز قلندر د زیارت د حملې مسوولیت یې منلی، له ټولو تروریستی ډلو سره جنګېږي.

ولسمشر غني په دې بیغام کې، چې نن /جمعه/ یې خپور کړی، همداراز ویلي چې تروریستی ډلې تل هڅه کوي چې په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې ملګي وګړي په نخښه کړي.

ده د شهباز قلندر په زیارت کې انتحاري حملې ته په اشارې ویلي«صوفیانو تل د خلکو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ تبلیغ کړی دی، خو تروریستانو یو وار بیا ثابته کړه چې دوی اسلامي ارزښتونو ته هیڅ راز درناوی نه لري.»

3 thoughts on “پر کونړ او ننګرهار د پاکستاني پوځ د درنو وسلو ګوزارونو مرګ ژوبلې اړولي”
  1. This is an absolute zero tolerance attack on innocent civilian across the border in Afghanistan region from Pakistan Side. The Afghan forces should repel their attack and go inside Pakistan to eliminate the terrorist that they cant do anything about it. We strongly condemn such attack on Afghan Soil and Afghan Brave forces will take revenge from every drop of blood.

  2. د مکار او ناځوانه دښمن په مقابل کې باید قاطع عمل وشي.
    زمونږ په ګران هیواد کې د پاکستان د دولت، استخباراتو او د هغوي د لاس پوڅو له خوا دا 40 کاله دوامداره مداخله او تجاوز روان دی. کله چې افغان لوری د هغوی د مداخلې ، تجاوز په باب نړیوالو ته شکایت کوي ، هیڅوک یې مخالفت نه کوي.
    نن چې پاکستانی استخبارات خپله دسيسه جوړوی او خپل بیګناه هیوادوال په یوه نوم او بل نوم وژني ، دوی خپل سیاسي مقاصد لري، له یوې خوا افغانستان ملامتوی چې د هغوی د دولت مخالفین زمونږ په هیواد کې پټ دی او د 76 تنو لست په اسلام آباد کې زمونږ سفارت ته سپاري ، خوپه عین حال کې بیا وایی چې « امنیتي ځواکونو یې د وسله والو مخالفانو پر ضد په عملیاتو کې ۲۹ تنه وژلي دي. » نو دا مخالفین بیا چېرته وو چې دوی دومره ژر پیدا او بیا ووژل؟ د پاکستان دا فعالیتونه ثابتوي چې دوی دروغ وایی او خپلو شومو فعالیتونو ته او د نړیوالو سترګو ته د خاورو اچولو په خاطر موجه دلایل پیداکړي.
    له بلې خوا ځان ته دا حق ورکوي چې د افغانستان په سرحدي ولسوالیو بیا د توپ ګولۍ واوروي ، چې دا کار یی بیا د ملګرو ملتونو د منشور او د ټولو نړیوالو نورمونو او د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره تضاد لري.
    د افغانستان دولت ته لازمه ده چې د دوی د تجاوز او مداخلو په باب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړي که بل ځل زمونږ په خاوره د توپونو ګولۍ و اوروي نو مونږ هم حق لرو متقابل عمل وکړو.
    افغانان باید ټول خپل منځي اختلافات یوې خواته کېږدی ، د مکار او ناځوان دښمن په مقابل کې سره یو شي،نړیوالو او خپلو دوستانو سره مشورې وکړي او د ضرورت په وخت کې لازم ځواب ورکړي.

  3. ولسمشره ! په غند لو مشکل نه حلیږي بالمثل عمل ته ضرورت دۍ آی ، اس ، آی فعاله دیپلو ما سي لري د کرا چې برید چې پخپله د آی ، ای ، آي لخوا سرته رسیدلۍ تاسې وګورۍ د فوج سر لښکر یی د جنرال نیکلسون په شمول له ټولو اړخو نو سره د افغا نستان د سفارت په شمول په سملا سي تو ګه تما سو نه ونیول تر څو خپلې نا دودې ددغه کر غیړن شیطا ني عمل په سرته رسولو سره ددنیا وا لو له ستر ګو پټې کړي او خپل مظلو میت دنیا ته وښيي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *