ژباړه: حیات‌الله ژوند –

د خدای لیدنه په زړه کې د هغه د عظمت او لویوالي د حس کولو په مانا ده. کټ مټ داسې لکه ماشوم چې د خپلې مور مینه له دلیل پرته احساسوي. ماشوم خلکو ته د مور مينه  ثابتوی شي؟ ماشوم په ځغرده وايي، چې مینه اړینه ده. د خدای وجود هم باید همداسې وپېژنو. د خدای د وجود ثابتول د استدلال له ګوتو وځي.

ایمان مو د توپاني څپو له منځه خوندي ساحل ته بیايي. دا ایمان دی، چې غرونه له خپل ځایه بېځایه کوي، دا ایمان دی، چې سمندر دوه ټوټې کوي. ایمان په پرانیستو سترګو د خدای_چې زموږ په زړونو کې دی، پېژندل دي. هغه څوک چې د داسې ایمان درجې رسېدلی وي، بل هېڅ شی نه غواړي. که سترګه يې ناروغه شي، روح یې روغ دی. که لاس یې تش وي، زړه يې غني دی.

عقلپال د ستاینې وړ دي؛ خو هغه عقلپال چې ځان مطلق قدرت ګڼي، داسې ډارونکې بلا ته ورته دی، چې وېره ترې پکار ده. د د منطق او استدلال مطلق قدرت ګڼل داسې ده، لکه له تيږې یا لرګي نه چې يو څوک د خدای تصور ولري. زه استدلال نه ځپم او دا هم نه وایم، چې استدالال هسې کار دی، زه دا وایم، هغه څه چې زموږ په زړونو کې دی او استدلال ته تقدس بښي، باید په رسميت وپېژندل شي.

ځينې کسان د غرور له مخې د استدلال په مټ وايي، چې له مذهب سره يې څه؟ دا خبره داسې ده، لکه يو څوک چې ووايي، تنفس کولای شي، که پوزه هم ونه لري. انسان یا د استدلال یا د منطق یا هم د خرافاتو له لارې یو مقدس او قادر ذات مني.  تر ټولو سخت‌دريځي بې‌خدایان هم اخلاقي اصولو ته ژمن دي، دوی وايي، نېک کار باید ترسره او له بدو کارونو باید ځان  وساتل شي.

که ایمان نه وی، دا نړۍ به د سترګو په رپ کې ورانه شوې وی. حقیقي ایمان د هغه کسانو د تحربو زېږنده ده، چې هغوی خپل ژوند د دعا او توبې له لارې پاک ساتلی دی. پر پيغمبرانو او ولیانو چې پېړۍ مخکې يې ژوند کړی، باور کول هسې او بېځایه کار نه دی، بلکې د انسان د روح اړتیا ده.

ټول انسانان پر خدای ایمان لري، که څه هم ټول پرې نه پوهېږي. ټول انسان پر ځان ایمان لري. موږ ښايي ونه ويلی شو، چې خدای يو؛ خو دا په ځغرده ویلی شو، چې موږ د خدای یو، داسې لکه یو کوچنی څاڅکی چې د سمندر حصه ده. که دا څاڅکی له سمندره لرې يوسو، پر يو بېوسي څاڅکي اوړي او د سمندر د عظمت او قدرت پر پېژندنی برلاسی نه وي؛ خو که همدغه څاڅکي ته ووایو، چې دی د سمندر حصه ده، خپل ایمان بیا مومي، خوشالېږي او د سمندر عظمت او قدرت يې په وجود کې څرګندېري.

زما شخصي تجربې راښيي، چې له ایمان «ژوندي قانون» پرته_چې ټول کاینات ورته لاس په نامه ولاړ دي، نېکمرغه یا بشپړ ژوند کولی نه شو. هغه انسان چې داسې ایمان ونه لري، د داسې څاڅکي په شان ده، چې له سمندره جلا شوی  او برخلیک يې نابودي ده. د سمندر په عظمت او لویوالي کې هر څاځکی شریک دی او موږ هر يوه ته د ژوند پاکه هوا رابښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *