زه يوه هلمندی ملاله يم، هغه ملاله نه چي د جنګ پر ميدان بيرغ پورته کوي، هغه ملاله چي جنګ راڅخه پلار اخيستی، هغه ملاله چي جنګ راڅخه مشر ورور اخيستی او هغه ملاله چي جنګ راته يوه کونډه مور او دوه يتيمان وروڼه پرې ايښي. زه پلار نلرم، زه هغه څوک نلرم چي د بابا نعره ور وکړم.
ولسمشره! ته زما پلار يي، ولسمشره! ته زما بابا يي…
بابا!
نن سهار په کور کي اوړه نه وه، مور مي ناسته وه ژړل يې، کوچنی وروڼه مي لوڅي پښې په خټو کي روان سوه، د همسايه دروازه يې وټکول، د سوال لاس يې ورته ونيوی، د يوې مغروري کورنی ماشومان وه، په سوال هم نه پوهيدل، د حالاتو مجبوری د بل تر دروازې ورسول. بابا نن خو مي اوړه د همسايه څخه په سوال واخيستل، سبا به يې د کومه کړمه، بابا ګاونډيان هم راڅخه ستړي دي، اوس به څه کوم؟
بابا!
پرون باران و، زما د پلار په لاس جوړو سوو خټينو خونو دا څوکاله کاګل ندی ليدلی، خوني څڅېدلې، د کور په منځ کي مي مور لوښي ايښي وه، ټوله ورځ او شپه ګرځېدلو، د خوب ځای نه و، باران د نورو د پاره رحمت دی، خو د کونډي او يتيم لپاره بيا عذاب دی، بابا ژوند مي تر دې حده رسېدلی چي د خدای رحمت راته مزاحمت کوي، د پلار په مهربانی چي مي په زړه کي کوم ګلان غوړېدلي وه، هغه وچ سوه، خو د پلار د لاس راپاته نښي هم د خدايي مهرباني له امله راڅخه تلونکي دي.
بابا!
د کور نور مشکلات نه درته وايم، هسي نه چي مخ راڅخه واړوې، زما د خبرو لپاره اوس کوم غوږ پاته ندی، خو بابا ماشومه يمه، هيلي لرم، دا څو هيلي مي واوره.
زما د ژوند تر ټولو لوی ارمان دادی چي د پلار په اواز کي دا خبره واورم( لورکی! راسه)، زه پوهيږم چي زما دا هيله نه پوره کېږي، زه به دا هيله ايسته کړم، دوهم ارمان مي دادی چي مور او وروڼه مي په نس ماړه سي، د جنګ په ګوليو مي مور ونه وېشتل سي او د وروڼو ماشومي هيلي خاوري نسي. بابا! ما ته پلار ويلي وه چي لوري! ته به ډاکتره کېږي، ما هم ورته ويلي وه چي زه به مکتب ووايم، زه به اولنمره سم، اوس به د خپل پلار دا وصيت څنګه پوره کړم؟ زموږ د کلي په ښوونځي کي خو د طالبانو اطاق دی، زه به ښوونځی چيري ووايم؟
بابا!
يوه د کلي او وطن خبره به هم درته وکړم، په هر کور کي کونډياني ناستي دي، ځوانان په جنګ کي مړه سوه، هر کور د پيغلانو ډک دی، سړي نسته، بابا دا مشکل تر ټولو زورونکی دی، بابا له دي بېريږم که چيري په تاريخ کي دا حالت ثبت سي، هسي نه يي چي ستا نوم ورسره وتړل سي، بابا دلته کورني بحرانونه روان دي، په هر کور کي بېله جنګه، نفرته، رواني تکليفونو او ناخوالو څخه بل څه نسته، هر کور د کونډي او پيغلي لپاره دوږخ دی، بابا! دا د اجتماعي ناخوالو اوج دی، په هر کور کي پنځه يا لس ښځي او يو يا دوه نارينه دي، دا حالت فکر غواړي.
بابا!
د کلي او وطن ځوانان مو يا د روئينو نشو وخوړل او يا هم د جنګ غريزو وخوړل، تارياک او روئین دلته په عامه خرڅيږي او جوړيږي، دلته ځوانان پدې نشو کي نيمه انسانان دي، بابا دلته طالبان د ځوانانو د احساساتو څخه ګټه اخلي، دلته ځوانان د يوه موټر سايکل او مخابرې لپاره جنګ ته ځي، دلته جهالت دی، دلته د خلکو فکر محدود دی، بابا دا حالت تر ټولو ذليل حالت دی، هره ورځ په مسجدو کي د ځوانانو فاتحې وي، په هديرو کي د ځوانانو جنازې وي، دلته مرګ د نارينه ځوان دی او غم د پيغلي دی، بابا زاړه کرار ناست دي، د ځوانانو بحران دی، ځوانان د ټولني د ملا تير دی، خو د ټولني ملا مو ماته ده.
بابا!
د خوشالی او ښه ژوند هيڅ دروازه نده خلاصه، هره دروازه چي وټکوې، غمونه او اوښکي رواني دي، د خندا د پاره هيڅ الفاظ نسته، نارينه او ښځي په رواني تکليفونو اخته دي، هيڅ روغ انسان نسته، ټولنه مو تر بل هر وخت په بد حالت کي ده، جنګ هر څه راڅخه واخيستل، خو بابا دا حالت ژور بدلون غواړي، بابا زما ماشومي هيلي د هر هلمندي ماشوم هيلي دي، بابا زما د زړه درد د هر هلمندي درد دی، دلته ناخوالي تر پټو پردو لاندي دي، که ټولني ته سر ورښکاره سي، بيا به ناخوالي په خپلو سترګو وکتل سي.
بابا!
زما د زړه دا سوي نارې د يادګار په شکل وساته او تاريخ ته يې ورکړه چي يوې يتيمي هلمندۍ ماشومي د جنګ په اور سوي الفاظ را استولي، بابا دا جنګ زموږ ندی، دا جنګ موږ نه غواړو، د مرميو باران ودروه، پدې مرميو به زما په شان په زرګونه نور ماشومان يتيمان سي، دا حالت خطرناکه دی، بابا!موږ ژوند غواړو. جنګ نه غواړو.
فرهاد داوري