تاند- د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو په حمله کې، پرون /پنجشنبه/ ناوخته د افغانستان ۱۸ امنیتي ځواکونه شهیدان شول.
د ننګرهار د ولایتي شورا ريیس احمد علي حضرت رویټرز خبري اژانس ته وویل چې اتلس سرتېري د هسکې مېنې پر یوې امنیتي پوستې د داعشیانو په برید کې شهیدان شوي دي.
رویټرز وايي، یوه امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پېښه تایید کړه.
د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼي وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې، چې نړیوالو قواوو یې ملاتړ کاوه، د داعش ۲۵ غړي وژل شوي دي.
خوږیاڼي په عین حال کې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر لالپورې ولسوالي د درنو وسلو د ګوزارونو په نتیجه کې د سلګونو کورنیو د بې ځایه کېدو خبره وکړه.