تاند- له جنوبي ولایتونو څخه جوړې (بُست لوبدلې) د افغانستان د کرکټ د زونونو ترمنځ د درې ورځنيو سياليو اتلولي وګټله.

د بست لوبډلي د لوبي په دريمه ورځ نن په پلازمېنه کابل کي د ميس عينک لوبډلي ته په پایلوبه کي په درې ويکټونو ماته ورکړه او د يادو سياليو د اتلولۍ جام کپ یې ترلاسه کړ.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم په دغو سيالیو کې، چې د لومړي ځل لپاره ترسره شوې، د هيواد د پنځو زونونو منتخبو ټيمونو برخه اخستې وه، چي ټولې لوبې د کابل او ننګرهار په لوبغالو کي ترسره شوې او نیمه پایلوبې ته يې بُست، بند امير، ميس عينک او سپين غر لوبډلو لارته پيدا کړه.

د ياد ټورنامينټ په لومړۍ نيمه پايلوبه کي بست لوبډلي بند امير او په دوهمه نيمه پايلوبه کي ميس عينک لوبډلي سپين غر ته ماتي ورکړې او په دې توګه بُست او مس عينک لوبډلي په پایلوبه کې سره مخامخ شوې.

په پایلوبه کې پچه د بُست لوبډلې وگټله او لومړى يې د بالنګ يا توپ اچولو پرېکړه وکړه چي په لومړۍ ورځ يې د مس عينک ټوله لوبډله د ٣٨٧ منډو په بدل کي وسوځوله.

د بست ټيم په خپل لومړي اننګز کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازي ٢٧٣ منډې وکړې او په دې توګه د ميس عينک لوبډلې د ١١٤ منډو په توپیر په ښه مورال دوهم اننګز پيل کړ.

د مس عينک لوبډلي دوهم اننګز له پيله د بست لوبډلي د سلو بالرانو يا ورو توپ اچوونکو له خوا خنډونو سره مخ سو، چي بلاخره يې ټوله توپ وهونکي پر ١٤٣ منډو اوټ سول.

بست لوبډلي په خپل دوهم اننګز په بې ساري بتنګ سره وکولاى سواى، چي ددريمي ورځي تر پاى ته رسېدو مخکي د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکل سوى هدف پوره کړي او په درې ويکټونو سره د افغانستان د زونونو د دريو ورځنيو سياليو اتلولي تر لاسه کړي.

په پايلوبه کي د بست لوبډلي رشيد د سيالي ډلي ٦  او نسيم بړېڅ ٥ لوبغاړي وسوځول او همداراز دلاورخان ٨٥  او نجيب الله ٩٧ منډي جوړي کړې.

د يادوني وړ ده چي بست زون تر دې وړاندي د افغانستان د زونونو اتلولي، د شل اووريزو لوبو ټورنامينټ، د يو ورځنيو سیالیو کپ او ورته نورې اتلولۍ هم ګټلي دي، خو لا يې هم په ملي ټيم کي د لوبېدونکو لوبغاړو ګډون خورا پيکه دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *