راپور: مطیع الله هوتک –
د روان کال د دلو میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د «زموږ نړۍ، یو تمدن که څو تمدنه؟» کتاب نقد او مخکتنه وه چې ځوان فرهنګیانو او استادانو هر یوه، استاد محمد اشرف وحدت، استاد فهیم کریم، استاد محمد ضیا شمس، استاد شیراحمد سعیدي او استاد عبدالبشیر فکرت خپل خپل نظریات او انتقادات وړاندې کړل.
نوموړی کتاب د عرب لیکوال دوکتور محمد عماره اثر دی چې ځوان افغان ژباړن او د زرغون څېړنې او ژباړې مرکز فعال کادر ښاغلي احمدولید اباسین پښتو ملي ژبې ته ژباړلی او سعید خپرنځي چاپ کړی.
د کتاب ژباړن یادې غونډې ته کتاب دا شان معرفي کړ:
«زموږ نړۍ، یو تمدن که څو تمدنه؟» متکاثف کتاب دی او لکه له نومه یې چې ښکاري، د تمدنونو د وحدت او کثرت پراخ بحث یې په لږ حجم کې را اخیستی، د کتاب لیکوال د تمدنونو په کثرت باورمند دی او په کتاب کې د تمدنونو کثرت ته قرآني او تاریخي نښې نښانې وړاندې کوي.
تاریخ ثابته کړې چې، هغه سیاسي- علمي مفهوم په ټولنه او معینه جغرافیه کې د هضم وړ دی، چې مخکې له تطبیقه یې نیمګړتیاوې څرګندې او رفع شي. نن سبا په انساني علومو کې د نړیوال کېدو مفهوم ډېر اورو چې د تمدنونو ډېروالی غندي او تمدني یووالی غواړي، دغه وړکوټی کتاب کې د نړیوال کېدو تیورۍ نیمګړتیاوې د کتاب د لیکوال له نظره بیان شوي او پنځوس افغانۍ بیه لري.
د یادونې ده چې دغه عرب لیکوال ته اونۍ مخکې جمهور رییس غني د سید جمالدین افغان عالي دولتي مډال ورکړ، دوکتور عماره د اسلامي نړۍ په بیدارۍ کې د لیکلو له لارې اساسي نقش لوبوي.