په وروستيو څو ورځو کې د پاکستان په لاهور ښار کې چادونې، سيند، پښتونستان کې د شويو تروریستي بريدونو تر شا د
پاکستان استخباراتي کړۍ ای، ايس، ای لاس دی.
د پاکستان استخباراتي اداره غواړي، چې د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه امريکا د نوي حکومت توجه جلب کړي، چې ګواکې پاکسستان هم د ترهګرۍ قربانۍ دی،  د پاکستان سامراجي استخبارتي کړۍ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره نه  په خپلو خلکو رحم کوي او نه هم د مقبوضه پښتونستان او مقبوضه بلوچستان په وګړو رحم لري.
دوی په محکوم پښتونستان او بلوچستان کې ډېری د ازادۍ مبارزين د ترهګرۍ په تور په شهادت ورسول، همدارنګه يې ځينې نور بیا د ترهګرو په مټ له منځه يووړل، پاکستان استخباراتي کړۍ د پاکستان د وروستيو بريدونو تر شا لاس لري، دوی غواړي، چې په دې سره هم له ترهګرو سره خواخوږي وښيي او هم د تر هګرۍ د ځپلو په موخه له امريکې او متحدينو څخه زياتې پیسې تر لاسه کړي.
د افغانستان نوين ځېړنيز مرکز رهبري د پاکستانۍ استخباراتي کړۍ وروستي بريدونه په کلکه غندي، په نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه په امريکا غږ کوي، چې د پاکستان په دوه مخيتوب خطا نه شي او د تر هګرۍ  جرړي چې د پاکستان په زړه کې غځېدلې دي، له منځه يوسي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *