تاند- د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ تګ راتګ د نژدې یو متر واورې د اورېدو او توپان له کبله بنده شوه.
له سالنګونو ترلاسه شوي راپورونه وايي چې له پرون /جمعه/ مازدیګر راهیسي د تونل په دواړو خواوو (شمالي او جنوبي سالنګ) کې په شدت واوره اوري.
له واورې سره په یو وخت تېزه سیلۍ چلېږي چې واورې هر لور ته بادوي او د دې سبب کېږي چې موټرچلوونکي لار ونه لیدلی شي.
تراوسه پوري د واورې د ښوییېدو (راشي) کوم راپور نه دی ورکړای شوی خو د سالنګونو د ساتنې مسوولان وايي چې هر شېبه د راشي د راتګ خطر شته.
په سږني ژمي کې د تېرو کلونو په پرتله د زیاتو ورښتونو له کبله په ځلونو د سالنګونو لار بنده شوه.
له سالنګ پرته د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ بله مواصلاتي لار د شیبر لار ده چې په بامیان کې تېرېږي خو د شیبر لار لا خطرناکه، اوږده او واورینه ده.