تاند- د متحده عربي اماراتو حکومت د طالبانو د قطر د دفتر غړیو ته اجازه ورنه کړه چې په افغانمستان کې د اماراتو د وژل شوي سفیر د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي.

طالبانو د کندهار د جنورۍ د میاشتې په حمله کې، چې د متحده عربي اماراتو د ۵ دیپلوماتانو په ګډون ۱۲ تنه پکې ووژل شول، لاس لرل رد کړل.

د طالبانو د قطر د دفتر ملا شېرمحمد عباس ستانکزي او مولوي جان محمد مدني غوښتل چې د محمد عبدالله الکعبي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي. خو اماراتي چارواکو د طالبانو غړیو ته اجازه ورنه کړه چې په مراسمو کې ګډون وکړي.

الکعبي، چې د کندهار ولایت په مېلمستون کې سخت ټپي شوی و، تېره اوونۍ سا ورکړه.

3 thoughts on “اماراتو د طالبانو استازو ته اجازه ورنه کړه چې د الکعبي په فاتحه کې ګډون وکړي”
  1. بهتره ده دوی ته د طالبانو استازي ونه ویل شی ، دوی اصلا د پاکستان د استخباراتو اصلی غړي دي چې دوی هر یو یې بیا مظلوم او بیګناه افغانان د آی اس آی لپاره استخداموی او هغوی بیا په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې د ملا شیرمحمد عباس ستانیزي تر رهبرۍ لاندي جنایتونه او وحشتونه سرته رسوي.

  2. پہ یاد لری چہ دجنگ مجاهدین دطالب په نامه وی که په بل نامه وی هیسکله هم په غیر اسلامی اهدافو کی دچا امر نه وڑی دا دجاهلو خلگو خیالپلوونه دی چه مفتی او بی مصرفہ خبری بادوی. دا فقط هغه بی احساسه مشران کله کله دطالبانو او نورو مجاهدینو دشجاعت اوتقوا سخه په سوء استفاده سره دنوری نڑی توجه زان ته را جلب کڑی غلط بیانی او ناوڑه فیصلے کوی. خو بیا هم مجادین نه په خطا وزی او نه هغوی دومره کم قیمته انسانان دی چه دهری خیٹی اوهر نفس لپاره سر قربان کڑی حتی چه ٹوله نڑی ورکول کیژی یو قدم به هم ناروا پورته نه کڑی. منسوریه!

  3. ملا فاتح ته خو اول نرشه په خپله خوږه پښتو لیکل وکړه چې ستا په خیال پلو مونږ پوه شو. تا تراوسه خپله ژبه نه ده زده کړې د اردو په تورو د خپل ناولي زړه بړاس باسي، نو ته به بیا د مجاهلو څه پیغام خپور کړې.
    په هرحال هیڅ افغان او مسلمان به خپل خلک ونه وژني ترڅو د ملا آی اس آی شاګردي یې نه وي کړي. ستاسو مشر ملا عباس ستانیزی ټولو ته معلوم دی چې د ملا آی اس آی یو معلوم الحاله او وفاداره شاګرد دی ، هغه په پنجابي پاسپورت سفرونه کوی، د دوی ژوند آرامه او له ټولو خطرونو نه بچ دی ، خو افسوس د هغو په حال چې د پردیو لپاره خپل ګران هیواد ورانوي، خپل عزیزان او خپل مسلمان هېواد وال شهیدانوی او د فرعون په شان د خدایی دعوې کوي. ان شاالله چې ستاسو آخره خاتمه به هم د ستاسو لویو ملایانو په شان وي او د ملا آی اس آی له خوا به په کوڅو کې لکه سپي کشول کيږی.
    قوله تعالى وما علينا إلا البلاغ المبين

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *