تاند- د جاپان پولیس وايي، تېر کال د توکیو ښاریانو د ورکو شویو پیسو په بېرته سپارلو کې ریکارډ ټینګ کړ.
د پولیسو په وینا په ۲۰۱۶ کې توکیووالو د ۳۲ ملیون ډالرو معادل موندلې پیسې ورسپارلي چې اصلي خاوندانو ته یې ورسېږي.
دوی وايي، د پیسو ترڅنګ ښاریانو نور ډېر شیان لکه موبایلونه، ساعتونه، چترۍ، ګوتې… موندلي او پولیسو ته یې سپارلي دي.
پولیس وايي، د وسایلو حجم او وزن ورځ په ورځ کم شوی ځکه له خلکو هم په اسانه ورکېږي.
د جاپان له قوانینو سره سم، که د ورکې شوې وسیلې خاوند په درو میاشتو کې له پولیسو خپله بې درکه شوې وسیله ترلاسه نه کړه، پولیس هغه موندونکي ته ورکوي. خو ډېر خلک نه غواړي چې د بل چا موندلی شی درې میاشتې وروسته واخلي؛ په نتیجه کې موندلې پیسې یا جنس د ښاروالۍ خزانې ته ځي.
تېر کال د جاپان نپون سپورتي چاینل اعلان وکړ چې یوه سړي په یوه بیک کې ۱۰ ملیون ډالره وموندل او پولیسو ته یې ورکړل.
د توکیو چارواکي د خپلو ښاریانو پر ریښتینولۍ او صداقت ویاړي او جاپان د ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبو د کوربه توب د وړتیا لپاره په دلایلو کې یو هم د خپلو اتباعو پاکوالی یاد کړی و.
جاپان ته ډېری تللي سیلانیان وايي چې د سفر په لړ کې یې ورکې شوې بټوې او نور وسایل ژر بېرته موندلي دي.