تاند- په افغانستان کې د مقام له پلوه دوهم درجه امریکايي قومندان وايي، باور لري چې شرایط داسي برابر کړای شوي چې د افغانستان جګړه ګټل کېږي.

برید جنرال مارک میلي نن /چهارشنبه/ خبریالانو ته وویل، سره له دې چې نورې جګړې به کېږي او نتیجه یې قطعي نه ده، باور لري چې طالبان د افغانستان د حکومت د پرزولو توان نه لري.

میلي وویل، انډول او شرایط له دې سره سره د افغانستان د حکومت په ګټه بدل شوي چې افغان ملي پولیسو او عسکرو ته زیاتې مرګ ژوبلې اوړي حتي په اوونۍ کې له پنځوسو تر سلو افغان امنیتي ځواکونه وژل کېږي.

ده وویل، د دې پوښتنې ځواب لا څرګند نه دی چې ایا افغانان دا مرګ ژوبلې زغملی شي او کنه، خو د ده خپل اټکل دا دی چې تلفات به د افغانانو اراده بدله نه کړي.

برید جنرال میلي ټینګار وکړ چې ناټو او نړیوال ايتلاف داسي کومه پرېکړه نه ده کړې چې له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال په پای کې خپل ځواکونه وباسي.

ده ومنله چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د راتلونکې رول په اړه تراوسه پوري سیاسي خبرو نتیجه نه ده ورکړې خو له دې سره سره د ځواکونو د ایستلو اصطلاح په ناسم ډول کارول کېږي.

ده زیاته کړه:«موږ نه دي ویلي چې له افغانستانه به ټول ځواکونه باسو. موږ غواړو چې د خپل ماموریت ډول بدل کړو او غواړو چې د پوځیانو شمېر لږ کړو.»

د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ له ۲۰۱۴ وروسته د پاتې کېدونکو پوځیانو د رول په اړه خبرې په ځلونو د اختلافاتو ښکار شوي دي خو لا هم دواړه خواوې هیله لري چې جوړجاړی به وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *