کړپ شو، دې زوړ وره له شا اوخوا خاورې را تویې شوې، د زړه دربيدا يې په غوږونو کې انګازې کولې، د سره ګرد کميس لمنه داسې ښوريده لکه ښه شمال چې پرې لګيږي، په لاس کې نيولې تورې کڅوړې ته يې وکتل، موسکه شوه بيا يې په وړو وړو لاسونو ځان ته جوخته ونيوله په ډير احتياط يې ساه اخيسته چې د وره له شا يې په بيړه د ګام اخيستو غږ واوريده، ژر يې کڅوړه د خټو نه د جوړ شوي کندو تر شا کېښوده او بيا يې زاړه کالي پر سر ور واچول، د وره په زوټه پرانيستو سره يې مخ راواړوه، د پلار له غوسې نه ډکو سترګو نه وډاره شوه لاسونه يې وموښل، پلار د وهلو لپاره لاس پورته کړ په لوړ غږ يې وويل:

  • د خره لورې بيا چيرته تللې وې؟

د نجلۍ په خوله کې خبرې وچې شوې د ويلو ټول دليلونه يې هير شول، بيا يې وچې سپينې تښتيدلې شونډې پرانيستې:

  • د د د دې ماليم کاکا لور سره مې لوبې کولې.

د پلار سترګې يې د دې  خبرې په اوريدو نورې هم غټې غټې راووتې.

  • تاته مې نه وو ويلي چې له کوره ونه وځي؟ زما بدنامۍ ته دې ايښې؟

لاس يې پرې پورته کړ، د نجلۍ سر د څپېړې له زوره په کندو وليګد، پلار يې بيا لاس پورته کړ، خو دا ځلي له قده لوړې ښځې نجلۍ خپلې خواته کړه. وې ويل:

  • مه کوه سړيه شمله لور خو مې تر اوسه ماشومه ده، دا خو نوې لس کلنه شوې ښوونځي ته دې پرنه ښوده لوبو ته خو يې پريږده.

د سړي غږ نور هم لوړ شه:

  • دا، دا لور دې له کوره په وتو ما بدناموي.

بيا په نجلۍ راتاو شوه له مړونده يې کلکه ونيوله وې ويل:

  • ژر ووايه چې په کڅوړه کې څه وو؟ څه دې کړه؟

نجلۍ ښکته په ځمکه خپلو لويدلو اوښکو خواته سر ځوړ ونيوه، سړي ژر د نجلۍ لاس پريښوده،  لکه چې څوک اشاره ورته وکړي. د کندو خواته روان شو. زړو کاليو ته يې لاس ور ووړ، چې د کڅوړې شرهاری يې واوريد، لکه څوک چې د ګنج يوه نښه پيدا کړي او بيا يې په بيړه لټوي. همداسې يې ژر کڅوړه راوويسته، لاس يې ورننه ايست بيا يې رډې راوتلې سترګې په نجلۍ کې خښې کړې. وې ويل:

  • اوس لا په دې حرامو شيانو لوبې کوې؟

له کڅوړې يې لاس راوايست او د نجلۍ خواته يې نانځکې ور وارتيږلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *