تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنګ کې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.
د ولسمشر د ویندوی له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې محمد اشرف غني او مایک پینس د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سیمې د امنیت او له تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې ښاغلي پینس وویل«افغانستان زموږ لپاره خاص اهمیت لري او د امریکا متحد ایالتونه به د افغانستان له حکومت او ولس سره مرستو ته دوام ورکړي.
ده د افغان امنیتي ځواکونو د زړورتیاوو او قربانیو قدرونه وکړه.
ښاغلي بینس په افغانستان کې د امریکا د روزنیز ځواک د شمېر د ډېرېدو په اړه وویل چې په دې برخه کې د امریکا حکومت څېړنو او ارزونې ته لا دوام ورکوي.