فهیم بهیر

لیکوال: پوهنیارفهیم بهیر – 

د پښتو ادب پخواني نثرونه زیاتره متکلف ، مسجع او قافیه وال دي، چې دا دود د بایزید او د هغه مخالفینو او پیروانو تر وخته وپالل شو، خو د بایزید دوه مریدانو ارزاني او دولت لواڼي بیا د بایزید د افکارو د خپرولو په هدف له روان نثر څخه کار واخیسته، چې مونږ یې اوسمهال د ساده یا معلوماتي نثر په توګه یادوو. وروسته خوشحال خټک او ورستنیو لیکوالو په ساده نثر لیکنې وکړې او د سجعې، قافیې او له تکلف څخه یې پښتو نثر ازاد کړ،خو د شلمې پېړۍ په دویمه لسییزه کې په پښتو ادب کې د هنري نثر زړي وکرل شول او په کوزه پښتونخوا کې سید راحت زاخیلي د «شلېدلې پڼه» او «کونډې نجلۍ» په نوم دوه لنډې کیسې ولیکلې او د وخت په تېرېدو سره  د هنري نثر نوي ژانرونه هم دود شول، چې اوسمهال په هر ژانر کې په لسګونه او سلګونه اثار چاپ شوي دي او د هر ژانر د فني جوړښت او تخنیک په اړه  هم یو شمېر تیوري اثار چاپ شوي دي .

اوسمهال چې د پښتو  د نثري ادب ډولونو(ادبي ژانرونه)  په نوم اثر د څېړنوال سید محي الدین هاشمي له خوا چاپ شوی په هغې کې نوموړي اولس ادبي یا د هنري نثر ژانرونه د فني جوړښت  او له نمونو سره معرفي کړي او کیدای شي په راتلونکي کې ځینې نور ژانرونه هم په هنري نثر کې ځای پر ځای شي.  هنري نثر د شلمي پېړۍ محصول دي چې پښتو ادب ته داخل شوی پالل شوی او د ځینو ژانرونو د لا سپړنې  په موخه ورځ تر بلې څېړنې روانې دي او د ذوق د خړوبولو په موخه ډیری  هنري اثار پلورل کېږي.  اوسمهال چې په هېواد کې د روزنیز نظام له پاره هڅې روانې دي او ډېری کسان په زده کړو بوخت دی، معلوماتي  اثار نسبت هنري نثرونو ته  ډېر پلورونکي لري،چې اوسمهال د پښتو نثر د بڼې یا شکل له مخې په دوه برخو ویشل شوی، چې یوه ساده  یا معلوماتي نثر او دویم یې ادبي یا هنري نثر چې استاد غضنفر د ساده یا معلوماتي نثر پر ځای د ښویندوی او د ادبي یا هنري نثر په ځای د پاروندوی کلمې کاروی. زمونږ د لیکنې اصلی موخه د هنري او ساده نثرونو تر منځ په هغه کرښو ده چې د دواړو (ساده او هنري) نثرونو تر منځ  بېلوالی او نژدیوالی ټاکي او د لا وضاحت په موخه  به یې نمونې هم راوړو.

۱ – د هنري نثر ژبه هنري وي: د هنري نثر لیکوال  له تخیلي ځواک څخه کار اخلي، خپل افکار په داسې الفاظو کې وړاندې کوي، چې په لوستونکي اثر پریباسي، د لوستولو پر مهال تلوسه هم لري، احساسات پاروي او انځورونه لري، چې په همدې ځانګړنو سره یې له عادي یا غیرې ادبي لکینو څخه توپیر رامنځته کېږي. د استاد غضنفر په وینا ځکه پارندوی نثر وګڼل شي، چې په لوستونکي او او اوریدونکي کې احساسات او عواطف پاروي او  د همدې توکو په درلودلو سره یې که لوستونکي   څو مره ولولي د ستړیا احساس نه کوي. په هنري نثر کې که لیکوال هر څومره له  تخیلي ځواک څخه ښه کار اخیستې وي هومره یې لیکنې عالي ګڼل کېږي . د نمونې په توګه د هنري نثر یو پرګراف وړاندې کوو:

«د شنه لغمان وږمي د کونړ پر دنګو څوکو

د ویاړلي نیلاب د پنجشیر د هسکو غرونو څخه په کږو وږو د هېواد ختیځ په لور څپې وهي. د خپلې شنې لمن په څنډه (لغمان) یې ښایسته منظرې پرتې دي، چې هر بڼ یې بېلابېل ګل بوټي لري چې یو یې هم ښاغلی اصغر هاشمي دي چې د هندوکش شمال یې د ګلابونو وږمې د کونړ پر دنګو څوکو شیندي… د ده جغرافیوي چاپیریال(لغمان، ننګرهار او کونړ) سمسورې درې، د کونړ او نیلاب څپانده سیند، د لوړو غرونو پر سر تورې او سپینې وریځې، د نارنج د ګلونو د وږمو نری نری شمال او په ژمي کې د ننګرهار د شنې لمنې ترڅنګ استاد نفس اخلي خوند اخلي او یو احساس یې دې ته وهڅوي چې د خپل قلم له نوکې څخه د ادبیاتو په نړۍ کې د تخلیق او تحقیق نوې پنځونې وکړي» (۱۳ : د کتاب وروستۍ پوښتۍ).

په پورته نمونه کې د استاد سید اصغر هاشمي پېژنده په هنري نثر وړاندې شوې ده مګر په ساده  نثر کې پورتنۍ ځانګړې چې د تخیلي ځواک په ملتیا رامنځته کې نه لیدل کېږي د نمونې په توګه  د قتیل خوږیاڼې د پېژندې یوه برخه را اخلو، چې په ساده نثر لیکل شوې ده او د لوستلو وروسته یې توپېر لا روښانه کېږي .

« نوم یې عبدالروف، تخلص یې قتیل اوپه قام خوږیاڼی دی او له همدې کبله له خپل تخلص سره خوږیاني یو ځای لیکي . پلار یې محترم محمد سر ور دی او په ۱۳۰۸ ل کال  د خوږیاڼیو په کږه کې زیږیدلی دی . لومړنۍ زد کړې یې د کږې په لومړني ښوونځي او ثانوي او لوړې زده کړې یې د پغمان د شرعیاتو اوبو حنیفه مدرسه او د شرعیاتو په پوهنځي کې تر سره کړي دي.

دی په مدرسه کې زده کوونکی و، چې له شعر او شاعرۍ سره یې نه یوازې مینه وه ، بلکې مدرسې په کنفرانسونو او سټیچ ډرامو کې به یې هم ګډون کاوه» (۶:۱۲۸).

۲ – په ساده نثر کې معلومات وړاندې کېږي:  د معلوماتو په رسولو کې د هنري نثر پر ځای په ساده نثر کې په اسانه توګه معلومات وړاندې کېږي او لوستونکی ترې هم په اسانه پیغام اخیستی شي، خو هنري نثر څخه هر سړی ژر معلومات نه شی اخیستي او زیاتره ساده نثرونو باندې اوسنۍ علمي، ژورنالستیکي او د قوانینو او د ژوند د نورو مهمو برخو لیکنې کېږي، خو که په هنري نثر ولیکل شي څوک پرې سم پوهیدای نه شي د  نمونې په توګه لومړی د ساده او بیا د هنري نثر نمونې وړاندې کوو:

«  د کیسې دغه ډول، په اوسني مفهوم په نولسمه میلادي  کې  رامنځته شوی. امریکا يي لیکوال«ادګارالن پوه» د لومړي ځل له پاره په ۱۸۴۲ م کال کې داسې ځانګړي او بډای اصول وړاندې کړل چې د کیسې لیکنې لنډې او اوږدې بڼې یې سره بېلولې.

هغه څه چې اوس یې  موږ د لنډه کیسه بولو، لومړی په اروپا کې دود شوې او له هغه ځایه یې د نورې نړۍ ادبیاتو ته لاره موندلې ده. له څېړنو څخه جوتېږي چې دغه نثري ډول له انګریزي ادب څخه اردو ژبې ته بیا له هغې څځه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پښتو ادب ته راغلې ده. سید راحت زاخیلې لومړنی پښتو لیکوال دی چې په ۱۹۱۷ م کال یې د «کونډې نجلۍ» په نوم لومړنۍ پښتو لنډه کیسه لیکلې ده». (۱۲: ۷۷).

په پورته متن کې لیدل کېږي چې جملې یې معلومات وړاندې کوي او لوستونکی ترې هم په اسانه پیغام اخلي.

اوس د هنري نثر یو پروګراف راوړو او د لوستلو وروسته د  دواړو توپېر ته تم کېږو.

« شپې خپلې تورې وزرې په نړۍ خورې کړې، شین اسمان د ستورونه ډګ او سپوږمۍ د سپینو مخونو ننداري ته د اسمان په منځ کې مسکۍ شوېده ستوري هم سترګګونه وهي او لارې ګودرې څاري د کونړ د لوړو غرونو سیلۍ را الوزي او د راسا د مستو څپو اوازونه په تورو غرونو کې زمزمه کېږي سندرې وايي او په خپله مرموزه ژبه باندې مینانو ته د هغوی د لوظونو د پوره کېدو زیری وکوري  ټوله دنیا د شپې تورتم نېولې خلک ویده دی او هیڅوک د شپې د خوب نه ندي پاڅیدلي سپوږمۍ هم د ستورو سره په سیالۍ کې وړاندې تللې او د اسمان منځ ته رسیدلې ده خو لا د غرونو نه پنا کېدو ته یې اوس هم اوږده لار پاتې ده …» ( ۹:۲۱).

په پورته متن کې وینو چې معلومات په کې په هغسې بڼه نه وړاندې کېږي لکه څنګه چې ساده نثر کې څرګندیږي او په دې متن کې هنري کلمي او انځورونه زیاتره معلومات تر خپل سیوری لاندې راولي.

۳ –  هنری نثر په رښتیاوالي او دروغوالي باندې نه تول کېږي:  مخکې مو اشاره وکړه چې ساده نثر معلومات وړاندې کوي نو طبعاً معلومات به یا رښتیا وې یا دروغ . خو په هنري نثر کې دا ځانګړنه نه لیدل کېږي. اوسهال چې د نثر د تیورۍ په اړه د استاد غضنفر اثر (پښتو نثر لیکلو هنر) چاپ شوی دی په هغې کې نوموړي همدې برخې ته اشاره کړې ده: «  شعر خیالي ژانر دی او اکثره نثرونه د دې له پاره لیکل کېږي چې په عمل کې ورنه استفاده وشي د ګلابو د ګل له اوبو شربت جوړوو او تنده ورباندې ماتوو خو د ګلابو په ښکلا سترګې خوږوو، د شعر او نثر فرق د ګلابو د نندارې او د عرق ګلاب د شربتو دی. البته په دې فرق هم ډېره تکیه نه شو کولای، ځکه کیسې او اکثره هنري نثرونه د عملي استفادې له پاره نه لیکل کېږي او د صدق او کذب په تله یې نه تلو. نن سبا اکثره خلک د ذوق تنده په نثرونو ماتوي…»(۵: ۳).

همدا ډول استاد غضنفر له ښاغلي بدر سره په یوه ادبي مرکه کې د دواړونو نثرونو توپیر له مثالونو سره داسې وړاندې کړی: « … که ته له ما نه پوښتنه وکړې،چې باران ووري او زه درته ووایم،چې هو ووري، دا معلومات دی تا پوښتنه کړې چې له مامعلومات واخلي او ما هم معلومات درکړي دي. معلوماتي نثر د صدق او کذب وړ دی یعنې یا رښتیا کېږي او یا درواغ کې.ي خو هنري نثر د صدق او کذب په تله نه تلل کېږي». ((۲: ۲۷۴).

اوس به د لا ښه وضاحت په موخه د ساده نثر یوه بله بیلګه راوړو: « په څېړنه کې د تعلیقاتو ارزښت او اهمیت

د تعلیق لغوی معنا ځړول او یا یو شی په بل شي پورې ځوړند نښلول دي. په اصطلاح کې هغه څرګندونې او توضیحات چې د لیکوال یا څېړونکي له خوا د کتاب په پرڅنډو، لمن لیک او یاد لیکنې او څېړنې په پای کې د ضمیمو په برخه کې په ځانګړي توګه لیکل کېږي تعلیق یا تعلیقات ورته ویل کېږي» (۱۲: ۱۳۳ ).

په پورتنې متن کې چې د تعلیق د پېژندنې په اړه کوم تعریف وړاندې شوی دی که ناسم وي، نو خلک پرې نیوکې کوي، چې دا خبره غلط یا ناسمه ده  باید اصلي یا  داسې تعریف وي چې په رښتیني توګه له هغه مفهوم سره اړخ ولري.

دا هم د هنري نثر یوه بیلګه: « دا خو د شاعر هدیره ده. دا خو په شاعر باندې د خاورو  ښار نړیدلې دی او دا خو شاعر دی چې شاعر زړه یې خاورې ورته خوري. همغه شاعر ، زما د کوچنیتوب ملګری، زما د زلمیتوب ملګری او هغه چې سیوری یې زما سیوري ته راکړی و او سیوری مې له هغه پرته ژوند نه شو کولای. عزلونه یې په قبر ورته ساندې بولي عقل مې وژني، عقل مې د خپل ژوند د ټولو وژنو غچ را ځینې اخلي…»( ۱:۳۷).  

په پورته بیلګه کې لیدل کېږي چې تر اوسه مونږ د یو مسلک یا د یوې ډلې اشخاصو په نوم ځانګړی هدیره نه ده لیدلی چې دا د ښونکي ، دا د ژورنالست یا د حقوق پوه هدیره ده، یا  د ټول خاورو ښار نړیدل په یوکس یا یو سیوری بل سیوری ته ورکول اویا سیور پرته د هغه ژوند نه کول او یاد عقل وژل دا هغه برخې دي چې په هنري نثر کې څوک پرې نیوکه نه شي کولای چې تا دروغ ویلي چې سیوری له ژوند کولو سره څه، یا خاوري څنګه کولای شي؟ چې د شاعر زړه وخوري د دې خبرې اثبات د هنري نثر د لیکوال سره څوک نه شي کولای نو ځکه دا نثر د صدق او کذب په تله نه تول کېږي.

۴ – ساده نثر زیاتره عام فهمه وي خو هنري نثر دا ځانګړنه نه لري:   د هنري نثر په نسبت د ټولنې نالوستي وکړي هم په ساده نثر پوهېږي او په اوریدلو سره ترې خپل پیغام اخلي. د غرونو کوچی چې رمه څروي، یو بزګر چې کلونه کلونه له ښار نه لرې او تر لومړي ټولګي یې هم زده کړه کړې نه وي، خو د راډیو او ټلویزون د خبرونو په اورېدو سره مطلب اخلي، اویا که یوه جرګه یا یوه بله لویه غونډه وي هلته یوچارواکی یا قومي مشر د کوم قانون په اړه یا د یوې موضوع په اړه خبرې کوي، نو ټول وکړي پرې پوهېږي، ځکه خبرې عامه فهمه دي په ساده نثر خبرې کوی نه په هنري نثر.

دواړه بیلګې دلته راوړ: افغانستان  زمونږ هېواد دی، چې له بحر څخه لرې او ډېره برخه یې غرونو نېولې ده،  نو ځکه زمونږ خلک د تجارت په هغه برخه کې چې د کېښتیو د لارې مالونه وړي او راوړي دا  اسانتیا نه لري، نو زمونږ خلک مجبوره دی، چې د الوتکو د لارې خپل مالونه بهرنیو هیوادو ته ولیږدوی او له هغوی څخه یی هم د الوتکې د لارې راوړي.

هنري برخه یې : د اسیا زړه  زمونږ ټاټوبی د شنو او لویو بحرونو له څنډو لرې او د غرنیو لړیو په غېږ کې ښکیل دی،چې له نورې نړۍ سره د الوتکو د مزو د لارې د خپلو هسکو غرونو په سر نښلول کېږي .

دواړه نمونې د نثر دي چې لومړی یی ساده  نثر دی چې عامه فهمه دی او هر څوک پرې پوهیدای شي، مګر د لومړی نثر مطلب په دویم نثر کې هم تر ډېره بریده وړاندې شوی دی خو ژبه یی هنري ده، نو ځکه عام فهمه نه دی  او ډیری کسان یې په معنا نه پوهیږي .

۵ –  د هنري نثر لغوی پانګه ډېره وي:  د ساده نثر په پرتله په هنري نثر کې ډېرې مترادفي کلمي کارول کېږي او د ژبې د هنر له پاره له تشبه ګانو، استعارو او نورو صنعتونو څخه کار اخیستل کې په همدې اساس په هنري نثر کې نسبت ساده نثر ته ډېرې کلمې موندل کېږي. د نمونې په توګه لاندې پرګراف راوړو : « د شنو او هسکو چنارونو څانګې به ځنګېدې، د مازیګر شمال به یې پاڼې رپولې، مرغانو به په کې چڼهار کاوه، تا به برګه لوپټه له ځانه را تاو کړې وه او منګی به دې په اوږه ایښی وه، همزولې به در سره وې مستو پیغلو به یو پر بل او به شیندلې د چا به په کې منګي او بنګړي مات شول، څوک به د ښارو په څېر په کې لمده شوه د ګدر د خوا چینارونه به څومره خوشحاله و، هغوی به هم له مستۍ نه ځنګیدل او څانګې به یې پر تاسو کږې وږې را خورې شوې، هغه هم لکه پر تاسو چې مین وي پاڼو به یې یو سندریزې څپې کولې، د ګدر د چینې سترګې به هم د خوښیو نه سترګګونه وهل…» (۱: ۳).

په پورته متن کې وینو چې ډیر کلمات د تشبه او انځوریزې ژبې له پاره راوړل شوي دي او که همدا مطلب په ساده نثر کې وړاندې شي، نو د لغاتو پانګه به یې کمه وي او هغه کلمې چې پوره معنا لري کمې پکې استعمال شوي وي.

که په ساده نثر د چا د ښکلو شونډو توصیف وکړو، نو داسې به ووایو: ښایسته سرې شونډې یې درلودې. مګر که همدا توصیف په هنري نثر وکړو، نو لیدل کېږي چې جمله اودیږي او ډیری کلمي کارول کېږي لکه: داسې اتشي شونډې  یې درلودې چې د بدخشان لال ور څخه د سرخي پور اخیستی و.

۶ –  هنري نثر نسبت ساده نثر ته په خوند لوستل کېږي: په هنري نثر کې د تخیل په ملتیا ښکلې کلمې او ښکلي تصویرونه جوړیږي، چې لوستونکي ترې خوند اخلي او هیڅ  د ستړیا احساس نه کوي، ځکه تلوسه هم له ځان سره لري، مګر په ساده نثر کې دا ځانګړنه نشته که پر مهمو معلوماتو باندې د پوهیدنې اړتیا نه وي، نو لوستونکي یی ترې خوند نه شي اخیستلای دلته د ښاغلي څېړندوی عبدالغفور لېوال دوه لیکنې راوړو و چې یوه یې هنري اوبل یې په ساده نثر لیکلی ده:

د هنري نثر نمونه : « د چا له کرښو د لونګو بوی راځینه

د زاړه باګرام له انارستانه او د کانیڅکا له لرغوني پلازمینې کاپیسا څخه، هلته چې ویاړلی نیلاب ور څخه تاو راتاو بهیږي د انارونو او ګلونو د وږمو له مینځه یوه ځوان، یوه هڅاند لیکوال او یوه خواږه ملګري ګران فهیم بهیر د خپلې روانې او عاطفي زېرمو له فورانونو څخه ادبي ټوټي را پنځولي او په خوږه عاطفي ژبه یې زمونږ او ستاسو تر منځ ايښي چې ده او موږ ته دې مبارک وي… د تګاب له انارستانه یو زلمی را پاڅېږي او په زخمي ګوتو د خپل زړه اواز زموږ تر غوږونو رارسوي ګوندې چېرته لرې یوه پښتنه پېغله چې د غنمو وږی ټولوی او یا په شوتله کې ورخاړی کوي یا له یخې چینې څخه اوبه راوړي یا په ویاله کې چا ته دسمال وینځي د دې کرښو له وږمو څځه الهام واخلي، مسته شي او پر وچو شونډو یې یوه ښکلې موسکا خوره وره غېږ را تاو کړي» (۱:الف).

دا یې هم د ساده نثر نمونه: « زه په مشاعرو او ادبي ناستو کې د زلمیو لیکوالو او شاعرانو له ډېرې مینې سره مخامخ کېږم، کله کله د ادبپوهنې د ځینو مسالو په اړه پوښتنې راڅخه وکړي، زه په هغه شیبه کې څه ماتې ګوډې څرګندونې ورته وکړم، خو چې یوازې شم نو ځان راته اړ او پړ ښکاره شي بیا کتابونو ته سر ور ښکاره کړم، خپلې تجربې را وشاربم او پر هاغو مسالو څه لیکنې وکړم، د همدې لپاره په خپلو دغو لیکنو کې نه د ژورې څېړنې دعوا کوم او نه هم د کوم پرمختګ ډبره پر سینه موښم، بس هسې له خپلو زلمیو دوستانو سره یې صمیمي مشورې ګنلای شم» (۸:الف).

 په لومړنۍ نمونه کې خوږوالی، ښایسته کلمې او په لوستونکي اغېز له ورایه لیدل کېږي، مګر په دویمه نمونه کې د لومړنۍ نمونې په څېر خوږوالی یا ښه اغېزنه لیدل کېږي لومړنۍ لیکنه یو څوک ممکن د ښایسته انځورونو یا د ښکلا د اغېز په اساس تر ډېره ولولي یا ېې ځینې جملې تر ډېره وخته په ذهن کې د ښکلا او اغېز له امله پاتې شي مګر دا ځانګړنه په ساده نثر کې نه لیدل کېږي.

۷ ـ  هنري نثر تر ډېره بریده تکیه په ساده نثر کوي : مخکې مو وویل چې اوسهال د یو شمېر ادبپوهانو له خوا د هنري نثر اتلس ژانرونه پېژندل شوي دي او هر ژانر ځانته جلا جوړښت او یو شمېر ژانرونه بیله هنري ژبه لري، خو زما په اند هنري نثر تر ډېره بریده په ناول یا لنډه کیسه کې تکیه په ساده نثر کوي او حتی په یو شمېر ادبي ټوټو کې هم لکه  د الفت صیب په غوروه نثرونه کې. دا منم چې ناول یا لنډه کیسه یا ادبي ټوټه خپل پیغام په داسې انداز پر مخ وړي چې د لوستونکي ور سره تلوسه نه پرې کېږي، بلکې د همدې تلوسې په مټ پر مخ روانه وي، خو نور متن یې ډیره تکیه په ساده نثر کوي، چې دلته به د الفت صیب له غوره نثرونو څخه یوه بیلګه راوړو : « تر څو چې د ښځو مخونه پټ وي خبرې به هم پرده کې وي، ځکه چې په پښتو کې خبره هم مونثه ده. یواځې خبره لا څه ژبه، وینا، معنا، خطابه، مقاله هم د تانیث علامې لري. هغه وینا چې ابتکار په کې وي د ادب پردې ته لا ډېر ضرورت لري. »(۱۱:۳۴۶)‎‎.

یا د استاد غضنفر د لنډې کیسې دا پرګراف : « «سلماس» د ایران په غربي اذربایجان کې یو کوچنی ښار دی. ما په دغه ښار کې اته میاشتې ژوند کړی دی.  د دغه ښکلي پاک او په ونو کې پټ ښار له نیمګړتیاوو څخه چې زما غوندې سړی ور سره مخامخ کیدی شي یوه دا ده چې افغانان په کې نه شته او یا خو دومره لږ دی چې ما په اتو میاشتو کې صرف یو کس پیدا کړ او هغه هم یوه بیله کیسه لري)) ( ۴: ۲۳۵).

په پورتینو بیلګو او همداسې په نورو هنري ژانرونو کې لیدل کېږي، چې  هنري ژانر زیاتره تکیه په ساده نثر کوي او د خپل هدف پر مخ وړلو یا رسولو کې تر ډېره بریده له ساده نثر څخه هم کار اخلي.

۸ –  هنري نثر د ساده نثر په غېږ کې رالوی شوی دی:  د پښتو  ادب په لومړۍ دوره  کې د نثر لومړنی لیکوال ابو محمد هاشم ابن الزاید سرواني دی، چې په درېیمه هجري پېړۍ کې یې د سالو وږمې په نوم یو اثر لیکلی، خو تر اوسه د دې اثر نثر یا لیکلی شکل ښکاره شوی نه دی، له سروانې وروسته  د سلیمان ماکو له خوا په اومه هجرې پېړۍ کې د تذکره الاولیا په نوم یواثر ولیکه او د دې اثر  نثر د جوړښت له مخې ساده دی پیچلي اوسخت کلمات نه لري. په دویمه ادبي دوره کې د بایزید روښان مریدانو ارزاني او دولت لواڼي هم خپلې رسالې په پښتو ساده یا روان نثر لیکلي دي.  له دوی وروسته خوشحال خټک او د هغه کورنۍ په ساده نثر لیکنې او ژباړې کړي دي (۱۱: ۳۷).

همدا ډول د هوتکو په دوره کې د محمد هوتک پټه خزانه د یادونې وړ ده، چې په ساده روان نثر لیکل شوې ده او بیا د احمد شاه بابا دواکمني پر مهال هم فرهنګي خدمتونه شوي دي او نثر د ودې او چټک تیا په موخه هڅې شوې دي. له دې وروسته لیکوالو هڅه کړې چې د ولس محاورې ته نژدې نثر ولیکې چې د معاصر ادب زړې  له همدې وخت زرغونېږي او په نثر کې اصطلاعات، متلونه او د عامو وګړو په ژبه لیکنې وشوې او ور سره جوخت هنري نثر هم رامنځته شوی دی.

هنري نثر  د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې پښتو ادب ته داخل شوی دی، چې د هنري نثر لنډه کیسه د لومړي ځل له پاره د اردو د ژباړې له لارې پښتو ته ننوتې او په دې ادبي ډګر کې  سید راحت زاخیلي د کوندۍ نجلۍ په نوم کیسه ۱۹۱۷ م کې او شلیدلې پڼه  یې په ۱۹۱۸م کې ولیکلې او په افغان اخبار کې خپرېدې. په  افغانستان کې لنډه کیسه د لومړي ځل له پاره  د استاد پوهاند حبیبي له خوا د« توریالۍ پښته» په نوم په ۱۳۱۵ ل کال کې په طلوع افغان کې خپره شو(۱۱: ۶۴).

همدا ډول ناول هم له اردو څخه پښتو ته داخل شوی دی، چې د لومړي ځل له پاره په دې برخه کې هم  سید راحت زاخیلي ګام اخیستی او د « مارُخي» په نوم یې ناول لیکلي، چې   په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره   د برهان الدین کشکی له خوا  «پټه مینه» ناول لیکل شوی او په ۱۳۱۷ ل کې چاپ شوی دی(11: 237).

د سید راحت زاخیلي له خوا په کوزه پښتونخوا کې هم ادبي ټوټه رامنځټه شوې ده او په افغانستان کې په دې برخه کې هم د ادبي ټوټي خښتې د پوهاند عبدالحی حبیبی له خوا ایښودل شوې دي.  ډرامه هم په کوزه پښتونخوا کې لومړي ځل له پاره د عبدالا اکبر له خوا رامنځته شوې ده، چې د درې یتیمانو په نوم یې په ۱۹۲۷ م کې لیکلې او د اتمانزو په ښونځي کې د سټیچ پر مخ نندارې ته وړاندې شوه او په افغانستان  کې د ډرامې څرکونو د مولوی صالح محمد کندهار په اثارو کې لیدل کېږي، نو زمونږ په فرهنګي حوزه کې نوموړی د موسس په توګه یادولی شو(11:(49.

د پورتینو معلوماتو په رڼا کې څرګندیږي، چې هنري نثر د ساده نثر په غېږي راټوکېدلی، لوی شوی او د ژانرونو ډول ډول څانګې لري.

۹ – د ژوند زیاتره اړتیاوې په ساده نثر پوره کېږي: د هنري نثر په پرتله د ټولنې د خلکو سترې اړتیاوې په ساده نثر پوره کېږي. وکړي چې په خپلو کې خبرې کوي، نو دوی په ساده نثر خبرې کوي نه په هنري، اوسهال چې ساینس د پرمختګ په لور چټګ ګامونه اخیستې او ورخ تر بلې نوې ساینسي څېړنې تر سره کېږي او د انساني ژوند په چارو کې اسانتیاوې رامنځته کېږي دا ټول د ساده او روان نثر د لارې نورو ټولنو ته ژباړل کېږي، د ساینسي  او اقتصادي علومو او فنونو زده کړه او اوسمهال د رسنیو ژبه دا هر څه په ساده نثر تر سره کېږي  او د ټولنې هر انکشافي او علمي برنامې چې نورو وګړو ته انتقالیږي د همدې نثر د لارې چې اوسمهال زمونږ ډیری وګړي نالوستي دي، مګر دوی انټرنیت، فیسبوک، ټویټر،ایمیل او په یو شمېر نورو ګمپیوټري پروګرامونه پوهېږي علت یې همدا دی چې دوی په دې توکو باندې د ساده او روان نثر د لارې پوه شوې دي  نه د هنري نثر په ژبه. د مثال په توکه که یو ډاکټر د یو ناروغ درملنه کوي، چې د شحمیاتو د کموالي له امله ورته ناروغۍ پیدا شوې ده ، ډاکټر د شحمیاتو د کموالي د زیانونو په اړه داسې وايي : «که چېرې کم غوړي وخوړل شي د بدن چربي کمېږي او په نتېجه کې د بدن مقاومت د یخنۍ پر وړاندې کمېږي بدن سست او کمزوری کېږي یعنې په هغه اندازه واخیستل شي څومره چې د انسان بدن ورته اړتیا لري.

د کمو غوړیو له امله په بدن کې په یو شمېر ویټامینونو کې کموالی راځی مثلاً د D، A، E او ویټامین K کمی رامنځته کېږي شاید یو انسان په سختو ناروغیو اخته شي. د دې تر څنګ د بدن ښایست له منځه وړي د مخ پوستکی خوشک او بدرنګه معلومېږي او داسې نور زیانونه هم لري» .

مګر پورته خبرې ناروغ ته په هنري ژبه نه وړاندې کوي.  خو هنري نثرهم ډېری ځل په ټولنه کې ستر بدلون راولي او کوم وکړي، چې د کومو ستونزو سر لاس او ګریوان دی هغوی ته دا همت ورکوي چې بدلون رامنځته کړي په کوم کتاب کې مې لوستي و او که له چا نه مې اوریدلي  و چې د تورپوستو په اړه په امریکا کې یوې سپین پوستې میرمنې یو ناول ولیکه د هغې د خپرېدو وروسته تور پوستې ازاد شول، له نورو وکړو سره یې یو شان حقوق وګڼل شول چې اوسمهال د  امریکا ولسمشر تورپوستی دی دا بدلون د امریکا په ټولنه کې د ناول د خپرېدو وروسته رامنځته شو، چې په ارزښت یې هيڅوک سترګې نه شي پټولی.

۱۰ – په هنري نثر کې پیغام نسبت ساده نثر ته وروسته وړاندې کېږي:  مخکې مو وویل چې ساده نثر معلومات وړاندې کوي او هنري نثر زیاتره د لوستونکي عواطف او احساسات راپاروي، په ساده نثر کې کلمه په اصلي معنا کارول کېږي او نیغ په نیغه معلومات وړاندې کوي، مګر په هنري نثر کې یو پیغام په داسې انداز وړاندې کېږي چې کله لوستونکی هنري نثر لولي په لومړیو کې پیغام نه شي اخیستلای خو د تلوسی په مرسته لیکنه تر پایه لولي او اصلي پیغام ته رسېږي. اوس به د نمونې په توګه د ځوان لیکوال ګل الرحمن رحماني یوه ادبي ټوټه را وخلو: « اوښکې او باران ـ    دادي بيا پسرلی رانږدې شو، د کلي په کوڅو کې بیا هماغه مړاوې، خو ستا د فطرت په څېر په سپرلني ښایست درنې وږمې خپرېږي. له ناوو څخه د باران د اوبو شرهار د يوې خوږې سندرې تنده ماتوي، زما خوبونو هم د غرونو، لمنو، ډاګونو او سمسورو ویالو څخه د پسرلي زرغون رنګ اخیستی.

      پوهېږم چې ټول کلی به یو ځل بیا د ښکلا او جمال شين جام شي، خو ته چېرته یې؟ له ما سره به څوک د پسرلي په شنو سهارونو، خوبوړو خاموشه غرمو او زړه را ښکوونکو ماښامو له کلي لري د ځنګل په څنډو او شنو لښتیو کې لوبې وکړي.؟

        له ما سره به څوک د سپرلنیو ګلونو په موندلو او په غولکو کلي ته د نوو راغلو مرغانو ښکاري کوي، ماته به په ونو کې څوک د ختلو چل را زده کوي او د کلاګانو په دېوالونو کې به څوک راته خم شي، چې په اوږه یې ودرېږم او دمرغانو ځالو ته مې لاس ور ورسېږي؟

      هلته خو زه نه شم درتللی، منم چې د کلي هديره هم په پسرلي کې نوې جامې اغوندي، خو اوس ته هم ددې هدېرې په يوه څنډه کې په خواږه خوب ويده يې، يوازې دومره کولى شم، چې په يوه باراني ورځ د هغه ګلانو يوه تازه ګېډۍ ستا په شناخته کېږدم، چې ما او تا ورته ځانګړى نوم ورکړى و او نور  کليوال يې په دې نامه نه پېژني.

   هو،  يوه بله ګټه به مې دا کړې وه، چې   د باران په څاڅکو کې به  زما اوښکې هم څوک نه ګوري او په دعا کې به مې د لاسونو لړزه هم د باران او سړو له امله ګڼي. هو زما ملګريه ! ته هېڅ وخت هم د هېرېدو نه يې، ارام خوب وکړه»3)  : ۲۲(.

په پورته هنري نثر کې  ښاغلي رحماني د خپل دوست په مړینه ژاړي، او پخوانۍ خاطر یې یادوي، چې د لیکنې اصلي پیغام همدا دی، خو د خپل دوست خاطرې یې په داسې انداز وړاندې کړي چې له تخیل څخه یې کار اخیستی لوستونکی  د تلوسي په ملتیا په خوند تر پایه لیکنه لولي او اصلي پیغام ترې اخلي او پای کې لوستونکي د یو خوږ درد احساس کوي دا د هنري نثر یوه ځانګړنه ده.

اوس به د ښاغلي دانش کړوخیل د اثر «مسلکي خبریالي»  د یوې برخې «د ګوندونو له فعالیتونو د راپور ورکولو لارښود» یو پرګراف راوړ چې پیغام یې په هر جمله کې لوستونکي ته وړاندې کېږي یعنې د هنري په څېر پیغام په ورستي برخه کې نه راوړي : « ګوندې پلورالیزم د ډېموکراتو ټولنو یوه ځانګړتیا ده، د افغانستان د اساسي قانون او د ګوندونو قانون افغانانو ته حق ورکړی چې د شرایطو په پوره کولو سره کولی شي ګوندونه جوړ کړي. د ګوندونو یوه موخه دا وي چې څنګه پر حکومت فشار راولي، تر څو په ښه توګه د خلکو خدمت وکړي خو ډېری وخت خپل ګوندونه هم ستونزې جوړوي او قوانین تر پښو لاندې کوي. بي پلوي ژورنالستان که د سیاسي ګوندونو سیاسي مبارزې د راپورونو له لارې له ولس او دولت سره شریکوي، نو له بلې خوا د هغوی نیمګړتیاوې هم له یاده نه وباسي») 7: 179).

۱۱ – هنري نثر د اغېز  د یوې وسلې په توګه کارول کېږي: په ځینوغونډو او پروګرامونه کې د ځینو خلکو خبرې په نورو کسانو ښې لګېږي، ځکه وینا وال په شفاهي خبرو کې ډیری داسې جملې جوړوي چې هنري رنګ او خوند لري، نو ځکه د غونډې په ګډونوالو ښې لګېږي او د ویناوال خبرې په ټولو خپل اغېز شیندي مګر د یو شمېر ویناوالو خبرو ته ګډونوالو زړونه تنګېږي او ښې پرې نه لګېږي. څو ورخې مخکې مې د کابل د ښار په یو شمېر څلور لارو کې د ملي اردو لوحو باندې یوه جمله ولیده او ډېر خوند او اغېز یې پر ما وکړ په لوحه کې لیکل شوې و: (( هوايي ځواکونه د شنه اسمان د څونډو ساتونکي)) نو داسې جملې د هوايي پوځ  په روحیه ډېر تاثیر غورځوي او د هغوی ستړې احساسات دمه کوي او نوې ځواک اخلي. همدا ډول استاد غضنفر د ادبي نثرونو په اړه په خپله مقاله کې  د استاد رشاد د ژباړې د دې جملې« مهاتابده کاختي وهلي ښار ته هسې نا امیده کتل لکه د شپې پای ته چې ستوري رپي» په اړه وايي چې له هغه وخت راهیسې په یادو زده کړې وه چې د ښونځي زده کونکی و ځکه چې نوموړې جمله هنري ده او اغېز یې پرې کړی دی، خو په ساده او روان نثرونو کې د اغېز شیندلو  دا وړتیا نه لیدل کېږي.

ماخذونه

۱ – بهیر، فهیم:۱۳۸۸ ل- ل کال، په سپینو پاڼو نور لیکل نه کوي:جلال اباد، عنایت مطبعه (خپروندوی).

۲ – بدر، صدیق الله:۱۳۸۹ ل- ل کال، د لونګو دریڅې: پېښور،دانش تخنیکي څانګه(خپروندوی).

۳ – رحماني، ګل الرحمن: ۱۳۹۲ ل- ل کال، د خفګان ورځې: جلال اباد،ګودر خپروندویه ټولنه (خپروندویه).

۴ – غضنفر، اسدالله: ۱۳۷۱ ل- ل  کال، سپېدې مجله: پېښور،د افغانستان کلتوري ټولنه(خپروندوی).

۵ – غضنفر، اسدالله:۱۳۹۱ ل- ل، د نثر لیکلو هنر: جلال اباد، مومند تخنیکي څانګه(خپروندوی).

۶ –   قتیل،عبدالروف: ۱۳۹۱ ل- ل کال، د سولې پیغامونه: کابل، ازادي مطبعه(خپروندوی).

۷ – کړوخیل، دانش:۱۳۹۳ ل- ل کال، مسلکي خبریالي: کابل، پژواک خبري اژانس(خپروندوی).

۸ – لیوال،عبدالغفور:۱۳۸۸ ل- ل کال،ادبي یادښتونه: کابل، د افغانستان قلم ټولنه(خپروندوی).

۹ – محبوب زی، اجمل حسین:۱۳۸۱ ل- ل کال، ستړی(ادبي ټوټې): کونړ،د ځوانانو خپلواکه کلتوري ټولنه(خپرندوی).

۱۰ – ننګیال، اسحاق: ۱۳۷۳ ل – ل کال، سیوری(ناول): پېښور،دانش کتابتون(خپروندوی).

۱۱ – هاشمي، سید محی الدین:۱۳۸۹ ل- ل کال، نثري ادب ډولونه: جلال اباد، وحدت خپرندویه ټولنه.

۱۲ ـ هاشمي، سید محی الدین: ۱۳۹۳ ل – ل کال، د ادبي څېړنو اصول او لارې(مقالو مجموعه): کابل، د افغانستان د علومو اکادمۍ (خپروندوی).

۱۳ – هاشمي، سید اصغر: ۱۳۹۴ ل – ل کال، د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګیزه او جولیزه څېړنه: پېښور، دانش تخنیکي څانګه(خپرندوی).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *