تاند- پاکستان، چې هڅه کوي خپلې وروستۍ حملې له افغانستان او افغانانو سره وتړي، نن وویل چې د لاهور او سند د انتحاري بریدونو په تړاو یې په سلګونو افغانان نیولي دي.

د پنجاب صوبايي پولیس وايي، د دې صوبې د پارلمان مخته د تېرې اوونۍ د انتحاري برید په تړاو یې تراوسه پوري ۲۰۰ افغانان نیولي دي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ هم پاکستاني پولیسو په لاهور کې د شاوخوا ۵۰ تنو افغانانو د نیولو ادعا کړې وه.

دوی دغه راز وايي، تر څو چې یې د حملې اصلي عاملان نیولي نه وي، کور په کور تلاشیو ته به دوام ورکوي.

د پنجاب پولیسو ویندوی وویل، له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي او نامعلوم ځای ته بېول شوي دي.

راپورونه وايي چې د لاهور په بادامي باغ، رایوند، سیول لاین، زړه انارکلي، ګلشن رضوي، ګلبرګ، غالب مارکیټ، نشتر کالوني، سندا، ناصراباد او ټاون شیپ سیمو کې کور په کور تلاشي اخیستل شوې ده.

پولیس د تلاشۍ او تحقیقاتو په مهال له بایومتریک سیستمه کار اخلي.

په همدې حال کې د سند پولیس وايي چې په لسګونو افغانان یې د لال شهباز قلندر په زیارت کې د انتحاري برید په تړاو نیولي دي.

په لاهور او نورو ځایونو کې د تلاشۍ په مهال پولیسو له افغانانو او ځايي پښتنو پیسې او قیمتي وسایل هم له ځان سره وړي دي.

2 thoughts on “پاکستان وايي، د لاهور د حملې په تړاو یې ۲۰۰ افغانان نیولي”
  1. چې خپل هیواد ته نه راځي او هلته ورته ژوند د خپلې خاورې بهتر ښکاري نو دا نادودې به هم مني. ددې هرې ورځې د بې عزتۍ او د پولیسو د ویرې د ژوند نه خو د خپل هیواد په دښتو او بیابانونو کې اوسید ښه دي. لږ غیرت پکار دی دوی د شربت ګلې سره د سلوک نه هم عبرت وانخست.

  2. پنجابیان له یوې خوا ځان ته مسلمانان وایی او د اسلام دعوه کوي ، له بلې خوا هم خپل هېوادوال د سیاسي اهدافو لپاره وژني او هم بیګناه افغانان په یوه او بل نوم ځوروي.
    الله ج د ظالمان تباه او په خپل غیبي قهر او غضب ګرفتاره کړی.
    هيله ده چې زمونږ هېواد وال هم نور پوه شي ، د پنجابي استخباراتو د لاس آله نه شي او په راتلونکي لمریز لېږدیز کال کې خپل ګران او محبوب وطن ته راستانه شي ترڅو د پنجابیانو له ظلم او محنت نه خلاص شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *