د ډیورند کرغیړنې کرښې اخوا څخه د ننګرهار په مربوطاتو د بریدونو د مخنیوي په موخه بشپړ نظامي چمتوالی ونیول شو .
په داسې حال کې چې د پاکستان په خاوره کې د روزل شوو ترهګرو (داعش،وسله وال طالبان ….) او نورو پر وړاندې په ننګرهار کې د شاهین ۲۵ په نوم عملیات پیل شول،په یو وخت کې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ د درنو وسلو بریدونه پیل شول او همدا راز د تورخم لویه یې د مسافرینو د تګ راتګ پر مخ وتړله .
تر دا مهاله په لعلپورې ولسوالۍ د ۴ سوو څخه زیات توغندي را توغول شوي،چې له امله یې د ۳ سوو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي،څلور ګلالي کوچني ماشومان ټپیان شوي دي .
که څه هم ولایت مقام د یادو بریدونو له امله د زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه لعلپورې ولسوالۍ او تورخم ښارګوټې ته مجهز پلاوي واستول،خو لا هم زیات اوښتې ځاني او مالي زیانونه ندي روښانه شوي .
د یادو بریدونو د مخنیوي په موخه ولایت مقام وخت په وخت مرکز سره معلومات شریک کړي،ترڅو د دیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې یاده نظامي ستونزه حل او د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ ولسونه د ستونزو څخه وژغورل شي.
د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا په غونډه کې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو د بریدونو د مخنیوي په موخه بشپړ نظامي چمتوالی ونیول شو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه د بریدونو له امله د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه زیاته کړه،که څه هم هېوادوال او امنیتي قواوې د بریدونو د مخینوي په موخه په مېړانې سره چمتوالی لري،خو ولایت مقام هڅه کوي،ترڅو یاده ستونزه په مرکز کې د دیپلوماتیکو لارو چارو څخه حل شي .
د دغه ناستې پر مهال امنیتي منسوبینو سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ته ډاډ ورکړ،چې د ډیورند کرغیړنې کرښې اخوا څخه د ننګرهار په مربوطاتو د بریدونو د مخنیوي په موخه بشپړ نظامي چمتوالی لري او هر مهال چې ورته لارښوونه وشي،پخپلو برخو کې اجرائت ترسره کړي .
ننګرهار والي: سرحدونو څخه يې د دفاع په موخه د نظامي او بشري مرستو چمتووالی نيولی.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پاکستان وروستیو بريدونو په غبرګون د ولسونو جوړې شوې غونډې ته وويل، چې په سرحداتو کې يې د دفاع په موخه د نظامي او بشري مرستو چمتووالی نیولی او د مرکزي ادارې لارښوونې سره سم به پاکستان ته بالمثل ځواب ورکړي.
د پاکستان د وروستيو بريدونو په غبرګون کې د ننګرهار ولسونو نن د کب په لومړۍ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې يوه ستره غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د ننګرهار نظامي او ملکي چارواکو سربيره د دوه ويشت ولسواليو او د جلال اباد ښار اتو ناحيو اوسيدونکو، مدني فعالانو، ځوانانو، ديني عالمانو، پخوانيو مجاهدينو او مېرمنو ګډون درلود.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ننګرهار له ولسونو مننه وکړه، چې د خپل هېواد دفاع ته چمتو او د پاکستان د بې رحمه بريدونو غندنې په موخه راټول شويدي.
ښاغلي منګل وويل، چې په پاکستان کې د وروستي ځانمرګي بريد سره سم پاکستان د تورخم دروازه تړلې او د درې ورځو راهيسې يې په لعلپورې، نازيانو او ګوشتې ولسوالۍ توغوندي توغولي، چې له امله يې څلور تنه ټپيان شوي او سلګونه کورونه له يادو ولسواليو څخه کډه شويدي.
نوموړي وويل، چې هيڅ افغان د پاکستان په بريدونو کې نه لاس لري او نه يې تر دې دمه په کوم هېواد بريد کړی.
ده وويل، چې د پاکستاني بريدونو مخنيوي او د تورخم دروازې خلاصيدو په موخه يې هڅې پيل کړيدي.
ننګرهار والي زياته کړه، چې سرحدونو ته يې نظامي او محاربوي ځواک استولی که له پاکستان سره ستونزه له ديپلوماتيکو لارو حل نه شوه؛ نو دوی چمتو دي چې د پاکستانيو بريدونو بالمثل ځواب ورکړي.
ده زياته کړه، چې د يادو پېښو زيانمنو کورنيو او تورخم ښارګوټي ته يې روغتيايي ټيمونه او بشري مرستې رسولي دي.
هغه وويل، چې تيره شپه يې د ملي دفاع وزارت لوی درستيز، کورنيو چارو ارشد معين، ملي امنيت مرستيال سره پدې اړه ګډه ناسته تر سره کړې، چې په ترڅ کې يې نن د ننګرهار نظامي شورا غونډه هم تر سره شوه، چې د يو شمېر اجراتو په موخه يې لازمې پريکړې تر سره کړې.
ده ډاډ څرګند کړ، چې وسله وال پوځ په لوړ مرال سره د خپلو سرحداتو دفاع ته چمتو دی او که د ولس ملاتړ ور سره وي دښمن ته به د پخوا په څېر ماتې ورکړي.
نوموړي وويل، چې ټولې نړۍ ته جوته ده، چې پاکستان کې ترهګر روزل کيږي، چې اسامه او اختر محمد منصور چې نړيوال ترهګر و په پاکستان کې ووژل شول.
ده وويل، چې ولايتي ادارې د هڅو ترڅنګ ولسمشر د نړيوالو قوانينو مطابق هڅې پيل کړي، چې را ولاړه شوې ستونزه د ديپلوماتيکو اړيکو له لارې حل کړي.
هغه پر ولسونو غږ وکړ، چې لکه څرنګه چې د وسله وال پوځ بشپړ ملاتړ کړی خپل منځ کې کې دې هم سره يو شي.
په همدې حال کې د ولسونو په استازۍ قومي مشر ملک نظير، ولايتي شورا غړي اجمل عمر، په ختيځ زون کې د علماوو شورا رئیس مولوي حمدالله صديقي، د قومونو همغږۍ شورا رئیس لعل کاکړ، قومي مشر حاجي عزيزالرحمن، مدني فعال عبدالرحمن معاون او د ننګرهار ځوانانو يووالي ټولنې مشر عزيز خوږياڼي ويناوې وکړې.
نوموړو له پاکستان څخه وغوښتل، چې د افغانستان په خاوره دې بريدونه ودروي او ستونزې دې ديپلوماتیکو اړيکو له لارې حل کړي.
دوی په نړيوالو غږ وکړ، چې د شوي تړون له مخې او نړيوالو قوانينو مطابق دي د پاکستاني بريدونو مخنیوی وکړي.
دوی د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې د پاکستانيو بريدونو پر وړندې بالمثل عمل تر سره کړي.
هغوی دغه راز د ملي امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زياته يې کړه، چې که پاکستان بريدونه ونه دروي دوی چمتو دي، چې له خپلې خاورې د دفاع په موخه په ورته عمل اقدام وکړي.
په لعلپورې ولسوالۍ د بریدونو د مخنیوي او نورو موضوعاتو په موخه د لوی درستیز په مشرۍ لوړ پوړو امنیتي مسؤلینو ننګرهار نظامي شورا غړو سره ناسته وکړه .
د ډیورند کرغیړنې کرښې اخوا څخه د ننګرهار په مربوطاتو د بریدونو د مخنیوي او نورو موضوعاتو په موخه د هېواد لوی درستیز قدم شاه شهیم په مشرۍ لوړي پوړي امنیتي مسؤلینو د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د دغه ولایت نورو امنیتي منسوبینو سره ناسته وکړه .
دغه ناسته چې د سلواغې په دیرشمه ماښام ناوخته د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي سربېره، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز،د کورنیو چارو وزارت ارشد معین،د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال،دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان،ننګرهار والي ،امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،سرحدي پولیسو قوماندان،عامه نظم او همغږۍ مرکز استازو ګډون کړی و.
د دغه ناستې پر مهال په وروستیو کې د پاکستاني منسوبینو له لورې د ډیورند کرغیړنې کرښې اخوا څخه د ننګرهار په مربوطاتو د بریدونو د مخنیوي،په ننګرهار کې د پیل شوو شاهین ۲۵ عملیاتو د بریالیتوب او ګڼ شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د دغه ولایت امنیتي منسوبینو د یادو لوړ پوړو مسؤلینو سره د دغه ناستې پر مهال د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت شریک کړ او په ګڼ شمېر برخو کې د مرکزي ادارې د لارښوونې او همکاریو غوښتنه وکړه .
د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوال ، د پاڅون کوونکو قوماندانانو او قومي مشرانو ترمنځ غونډه ترسره شوه .
دپچيراګام ولسوالۍ دپاڅون کوونکو او قومي مشرانو دغه ناسته دپچيراګام ولسوالۍ ولسوال قاري هجرت الله رحماني په مشرۍ دولسوالۍ په انګړ کې ترسره شوه ، چې پرمهال يې د ورغلو مشرانو په استازولۍ ملک تور اوملک جان محمد دخپلو خبرو پرمهال وويل : ديادې ولسوالۍ خلکو د دښمن پروړاندې ملي پاڅون کړی او دخپل حکومت او ګډو امنيتي ځواکونو څخه يې په هرډول شرايطو کې ملاتړ کړی.
دوی وايي : د داعش وسله والې ډلې سره يې په نښتو کې ګڼ شمېر شهيدان ورکړي او يو شمېر ټپيان شوي ، چې بايد حقوق يې ورکړل شي .
يادو قومي مشرانو او د پاڅون کوونکو سيمه ييزو قوماندانانو دغه راز وويل : د داعش وسله والې ډلې سره يې په جګړو کې په لسګونه کورونه سوزول شوي او په لسګونو نور يې ديادې ډلې له لوري چور شوي دي.
ورغلو مشرانو وويل : دپچيراګام ولسوالۍ له جګړه ځپلو سره دې دخوراکي او غېرې خوراکي توکو مرستې تر سره او دغه راز دې په ياده ولسوالۍ کې رغنيزې پروژې پيل شي څو ځوانانو ته پکې دکار زمينه برابره شي .
دپچيراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني د دښمن په مقابل کې ديادې ولسوالۍ ولسونو قربانۍ وستايلې او ډاډ يې ورکړ ، چې ستونزې به يې دحل په موخه له ولايت مقام سره شريکي کړي .
درويشت تنو ماشومانو سره نغدي مرسته وشوه
د ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست په هلو ځلو او فرهنګي موخې بنسټ په مرسته ۲۳ تنو هغو بېوزله ماشومانو ته نهه زره سل افغانۍ ورکړل شوې، چې تر دې وړاندې يې شاقه کارونه کول.
د کار ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد وويل، دغه ماشومان تر دې وړاندې په شاقه کارونو بوخت و، چې د دوی له لوري له شاقه کارونو وژغورل شول او په ښونځيو کې د زده کړې په موخه داخل شول.
نوموړي وويل، چې ياد زده کوونکي اوس زده کړې هم کوي او د سپانسر په پروګرام کې يې هم نيولي، چې هر ماشوم ته د مياشتې ۹۱۰۰ افغانۍ ورکول کيږي.
ده وويل، چې هر ماشوم ته يې د فرهنګي موخې بنسټ په مرسته نهه زره سل افغانۍ ورکړې او په راتلونکې به نورو هغو ماشومانو ته هم د سپانسر او زده کړو زمينه برابره کړي، چې په شاقه کارونو بوخت دي.
مدني فعالانو د پاکستان وروستي بريدونه وغندل
په ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو د يوې ناستې په ترڅ کې د پاکستان هېواد له لوري د دې ولايت په لعلپورې او د کونړ په سرکاڼو ولسواليو وروستي بريدونه وغندل.
دوی دغه راز له افغان امنيتي ځواکونو د بالمثل عمل د ترسره کېدو غوښتنه وکړه او هم يې له امريکايي ځواکونو وغوښتل، چې د شوي امنيتي تړون له مخې افغان ځواکونو سره په ګډه له افغان خاورې دفاع وکړي.
ياده ناسته، چې په جلا ل اباد ښار کې د مدني ټولنو د مجتمع ټولنې په فتر کې جوړه شوې وه ګڼ شمېر مدني فعالانو پکې ګډون کړی و.
د مدني ټولنو د مجتمع ټولنې مسئول استاد مل شينواري د خبرو پر مهال پر افغان خاوره د پاکستان هېواد له لوري ترسره شوي راکټي بريدونه وغندل.
نوموړي دغه راز له افغان امنيتي ځواکونو د بالمثل عمل د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
د ولايتي شورا غړې حبيبې کاکړ، مدني فعالانو ميراغا منصف، روح الله لعلپور وال، عبدالرحمن معاون او يو شمېر نورو وويل، که چيرې پر افغان خاوره د پاکستان هېواد له لوري راکټي بريدونه دوام وکړي افغان ولس په ځانګړي ډول د ننګرهار او کونړ ولسونه دې ته چمتو دي چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره يو ځای له هېواد او خاورې څخه دفاع وکړي.
په ننګرهار کې ټول صحي مرکزونه خدماتو لپاره چمتو دي
د ننګرهار عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال د عامې روغتيا رياست کار کوونکو سره د يوې ناستې پر مهال وويل، چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د ناروغانو شمېر زيات شوی او په جلال اباد ښار او ټولو ولسواليو کې صحي مرکزونه خدماتو لپاره چمتو دي.
نوموړي وويل، چې د تورخم دروازې تړل کېدو له امله د ناروغان شمېر زياتيږي؛ نو له همدې امله په ښار او ولسواليو کې ټول صحي مرکزونه د ناروغانو درملنې په موخه چمتو دي او ناروغان کولی شي، چې د درملنې په موخه نږدې روغتيايي مرکزونو ته ولاړ شي.
په دغه ناسته کې د عامې روغتيا کار کوونکو ستونزې او غوښتنې هم واورېدل شوې او د حل په موخه يې اړونده مسئولينو ته لارښوونې وشوې.
دغه راز د عامې روغتيا رئيس روغتيايي مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د ناروغانو په درملنه کې ځنډ او خڼد رامنځته نه کړي او ټولې چارې په ښه ډول پرمخ يوسي.
يو سل اويا بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
په بلجيم هېواد کې د افغانانو کور خيريه بنسټ او وهاج ساختماني شرکت له لوري په ننګرهار ولايت کې يو سلو اويا بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په بلجيم هېواد کې د افغانانو کور خيريه بنسټ مشر احمد سمير همدرد دمرستو دوېش پرمهال وويل، چې ياده مرسته يې يو سلو اويا بې وزله کورنيو سره ترسره کړه .
همدرد وويل، چې په دغه مرستوکې هرې کورنۍ ته يوه توڼه اوړه، يومن لوبيا، يومن وريجې، يو چارک چای او يو شمېر نور خوراکي توکي ورکړل شول.
نوموړي وويل، هڅه کوي، چې په راتلونکي کې يتيمو ماشومانو او کورنيو سره يې د ژوند ښه والي په موخه د حرفوي زده کړو زمېنې برابرولو تر څنګ مالي مرستې هم تر سره کړي.
د وهاج شرکت مشر وحيدالله وليزي وويل : هڅه کوي ، چې دسوداګرو په مرسته اړمنو خلکو سره ورته نورې مرستې هم ترسره کړي.
د معتادینو د درملنې مرکز به له سلو څخه درې سوو بسترو ته لوړ شي.
د ننګرهار عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال وايي، چې هڅه کوي، څو د معتادينو مرکز له سل بستريز څخه درې سوه بستريز ته لوړ کړي.
نوموړي دغه څرګندونېد BPHS تطبیق کوونکې موسسې ادا بنسټګر او بورډ غړي ډاکټر جمال الدین جاوید ،د یادې موسسې عمومي ریس ډاکټر سید اشرف الدین عیني او د ننګرهار ساحوي دفتر مشر ډاکټر شفیق الله شفق په ملتیا د یاد روغتون څخه دليدنې پر مهال وکړې.
ډاکتر نجيب کاموال وويل، چې په مرکز یې د بودیجې ستونزې حل کړي او ډیر ژر به یاد روغتون له سلو بسترو څخه درې سوو بسترو ته لوړ شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د معتادينو بسترول د حل لاره نده، حکومت بايد د درملنې ترڅنګ دوی ته کار پیدا کړي او په هېواد کې د نشه يي توکو پر پلور کلک بنديز ولګوي.
دوه خصوصي روغتونونه د صحي کيفيت او اسنادو نلرلو له امله وتړل شول.
د ننګرهار ولايت عامې روغتيا ریاست د صحي قوانينو او بررسۍ کميسون په جلال اباد ښار کې د سلام او الخدمت په نوم دوه شخصي روغتونونه، چې صحي کيفيت ته يې پاملرنه نه وه کړې او د فعاليت قانوني اسناد يې هم نه درلودل وتړل.
د ننګرهار عامې روغتيا مسئولينو وويل، چې په جلال اباد ښار کې دوو شخصي روغتونونو الخدمت او سلام، چې صحي خدمات ې په سمه توګه نه وړاندې کول او قانوني اسناد يې هم نلرل وتړل او هڅه کوي ترڅو په ښار کې د شخصي روغتونونو خدمات وڅاري؛ ترڅو ټول شخصي روغتونونه په سمه توګه خپل خدمات تر سره کړي.
دوی دغه راز له امنيتي ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه چاره کې ور سره مرسته وکړي ترڅو ټول روغتونونه قانوني اسنادو ترلاسه او صحي خدمات په سمه توګه وړاندې کړي.
ګډ پلاوي په مياعلي صاحب زيارت کې د رواني ناروغانو د وضعيت پوښتنه وکړه
د سلاکار وزير او ننګرها روالي محمد ګلاب منګل په لارښوونه ګډ پلاوي په مياعلي صاحب زيارت کې د رواني ناروغانو له وضعيت څخه ليدنه او پوښتنه وکړه.
پدغه ګډ پلاوي کې د ولايت مقام ، عامې روغتيا او حج اوقافو رياست استازو ګډون درلود.
د ولايت کارپوه عبدالمختار ساپي وويل، چې ګډ پلاوی به د طبابت او اسلام مقدس دين له نظره د رواني ناروغانو په ځنځيرونو تړل کېدو او تعويذ کولو په موخه ولايت مقام ته خپل نظرونه د وروستيو اجراتو په موخه وړاندې کړي.
دوی دغه راز په زيارت کې د رواني ناروغانو محافظينو ته سپارښتنه وکړه ، چې د ناروغانو نظافت او خوړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
پنځه داعش وسله وال ووژل شول .
ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په سې پای سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ترسره شوو هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله ۵ داعش وسله وال ووژل شول .
وژل شوي وسله وال داعش بهرنیان دي .
په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
۱/۱۲/۱۳۹۵
سویډن په ننګرهار کې د اوږد مهال مرستو ترسره کولو ژمنه وکړه.
په افغانستان کې د سویډن هېواد سفیر اندریس سابیرک سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه،چې په نظامي، پوهنیزو، روغتیایي،کډوالو او ګڼ شمېر نورو برخو کې به په ننګرهار کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
دغه لیدنه چې د کب په لومړۍ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې د بهرنیو چارو رئیس حاجي حافظ،امنیه قوماندان سیدګل اقا روحاني، سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل،دفتر رئیس احمد ضیاعبدالزي او یو شمېر نورو هم شتون درلود.
د دغه ناستې پر مهال سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سویډن هېواد څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د معلولینو د روغتیا او اقتصادي برخه کې مرسته کوي .
نوموړي همدا راز په کلیوالي سیمو کې را ستنو شوو او نورو زده کوونکو ته د سویډن کمیټې له لورې د ۲۳۲ کلیوالي ښوونځیو د فعالولو او همدا راز د ۸ ښوونځیو د نویو ودانیو د جوړېدو د پلان له امله یې هم د یاد هېواد د مرستو څخه مننه وکړه .
هغه همدا راز ټینګار وکړ،چې د نورو هېوادونو ترڅنګ دې سویډن هېواد په ننګرهار کې د کډوالو او ګڼ شمېر نورو برخو کې له ولایتي ادارې سره مرستې وکړي .
د دغه ناستې پر مهال امنیه قوماندان ګل اقا روحاني هم د امنیتي وضعیت په اړه معلومات شریک کړل او په روزنیزه برخه کې د یاد هېواد له همکارۍ څخه مننه وکړه .
په افغانستان کې د سویډن هېواد سفیراندریس سابیرک وویل،هېواد یې د افغانستان سره له دوه زره پنځلسم څخه تر دوه زره شلم کاله پورې د یو اعشاریه دوه میلیارده امریکایي ډالرو په لګښت په بېلابېلو برخو کې مرسته پيل کړې،چې یواځې دیرش میلیونه یې تېر کال د بشري مرستو په برخه کې مصرف کړي دي .
هغه زیاته کړه، هېواد یې ژمن دی،چې د بېلابېلو حکومتي ادارو په چوکاټ کې د ننګرهار سره د معلولینو په روغتیایي او اقتصادي،پوهنیزې،کډوالو او ګڼ شمېر نورو برخو کې مرستې وکړې .
د دغه ناستې پر مهال د یادو مسؤلینو له لورې په دغه ولایت کې په روانو سیاسي،امنیتي،سولې پروسې،د فساد پر ضد پر روانې مبارزې او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې .