تاند- یو شمېر سعودۍ نجونو کمپاین پیل کړی چې دوی ته دې هم له غیر سعودي ځوانانو سره د واده کولو حق ورکړای شي.
يه سعودي عربستان کې نارینه له بهرنیو ښځو سره واده کولی شي خو سعودي نجونې قانون له بهرنیانو سره له واده منع کړي دي.
سعودي نجونو د فېسبوک او ټویټر په ګډون په بېلابېلو ټولنیزو شبکو کې د (#سعوديات_نريد_الزواج_بأجنبي) یا موږ د سعودي ښځې له غیر سعودي نارینه وو سره د واده غوښتونکي یوو، په نوم کمپاین پیل کړی دی.
دوی د سعودي ښځو پر خلاف پر لګول شویو محدودیتونو نیوکې کړي دي.
د دوی اعتراض د ګڼو خلکو له هرکلي سره مخامخ شوی دی.
د سعودي نجونو یوه لویه ستونزه دا ده چې د خپلو مېړونو له لوري په اسانه او ژر طلاقېږي او له طلاقه وروسته ډېری سعودي ښځې بې خاونده پاتې کېږي خو نارینه یې بیا د دې لپاره چې زیاتې پیسې لري، د هر هیواد له ښکلو نجونو سره په اسانه واده کولی شي.