i can

ژباړه: حمیدالله حمیدي
له ځان سره فکر وکړئ، په نړۍ کې هېڅ داسې کار نشته چې تاسو یې حل نه شئ کړای، فکر وکړئ هېڅ داسې موخه وجود نه لري چې تاسو دې ورته ونه شئ رسېدای، فکر وکړئ هېڅ داسې موانع نشته چې موخې ته د رسېدو لپاره ستاسو مخه ډپ کړي، فکر وکړئ تاسو هغه لایزري وړانګه یاست چې ان له پولادو تېرېدای شئ.
مشهور لیکوال تیموتي ګالوي وایي، که غواړئ د ګلف لوبې تر ټولو ښه لوبغاړی شئ، نو اړینه ده تصور وکړئ چې همدا اوس تاسو په نړۍ کې د دې لوبې اتل یاست. دا چې تاسو د یوه اتل په څېر فکر کوئ درسره مرسته کوي چې ښه وڅرخېږئ او پر توپ کلکه ضربه وارېده کړئ. نو ویلای شو چې د نوښت د پراخېدو لپاره فکر وکړو چې زه یو ښه او تکړه نوښتګر یم. دغه تاکیدي مثبته جمله په ځلونو له ځان سره تکراروئ، زه با استعداده یم، زه با استعداده یم او زه با استعداده یم.
ښه خبر دا دی چې ټول کسان په ذاتي ډول نوښتګر دي. نوښت هغه ښکارنده ده چې په طبیعي ډول د هر چا په خټه کې نغښتې ده څو وکولی شي په خپل ورځني ژوند کې له هر ډول ستونزو سره مبارزه وکړي. د وګړو تر منځ توپیر دا دی چې ځیني یې له خپل نوښتګر فکر څخه ډېره او ځیني نور یې بیا لږه ګټه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *