د پاکستاني انصارو په محبسونو کې پراته مهاجر افغانان

تاند – د «ازاد پختون قبایل» په نامه د ټولنیزو رسنیو یوه مخ پر ودې فیسبوک پاڼه لیکي چې، هغو خلکو (افغانانو) چې خپل هېواد یې د پاکستان د ګټو د خوندي کولو لپاره وران کړ هغوی نن د پاکستان حکومت په جېلونو کې غورځولي دي.

یادې فیسبوک پاڼې د یو شمېر هغو افغانانو عکسونه خپاره کړي چې پاکستاني پولیسو د جېل د پنجرو شاته ورغورځولي او ډله ډله پراته دي.

د ازاد پختون قبایل پاڼې عکس

د ازاد پختون قبایل له لیکنو ښکاري چې د ډیورنډ د پورې غاړې د محکومو پښتنو د اواز د اوچتولو لپاره کار کوي او د افغانستان په روان حالت خپل د خواخوږۍ احساسات ښیي. دغې پاڼې په خپل لومړي مخ دا شعار لیکلی «‎زمونگ کوشش پہ عمومی توگہ لر او بر پختون او پہ خصوصی توگہ قبائلی پختون ویخہ ول دی ۔ لر او بر تہ سلام‎».

ازاد پختون قبایل پاڼه چې د ۲۰۱۶ کال له نیمایي نه په فیسبوک راښکاره شوه د خوښوونکیو شمېر یې نژدې سل زره کسانو ته رسېدلی او داسې ښکاري چې ورځ تر بلې یې شمېر ډېرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *