میرمنو خپل کوچنیان غیږ کې نیولي وو. له کورونو په منډه وې. له کورونو شنې لوخړې پورته کیدې؛ خو لا هم توپونه غړمبیدل او لا هم جنګي الوتکو له سکروټو ډکې سینې خالي کولې.

لږ اخوا خالي لاس خلک ولاړ وو. چاین لرونکیو ټانکونو زمکه خوځوله، خو دوی لکه د حج مراسمو کې چې وي او شیطانان ولي، وړې ډبرې یې وارولې.

دا د غزې د تړانګې یوه ویډیوه وه. لیدلو یې سخت پریشانه کړم. له یوې خوا په عصري وسلو سمبال ظالم پوځ او له بلې خوا خالي لاس مظلوم وګړي.

ځان سره مې ویل، ښه ده چې زموږ ګاونډیان مسلمانان دي. ښه ده چې موږ فلسطینیانو په څير ظالم ګاونډی نلرو او…

نن دا ویډیو بیا را یاده شوه. ما ویل که د زمکې تنابونه شلیدلي، جغرافیې تغییر کړی او د دنیا نقشه بدله شوې ده.

ما ویل که موږ د غزې پر تړانګه واقع یوو او له اسرائیلو سره لاس او ګریوان یوو.

یو ځل بیا ښه ځیر شوم؛ دا د غزې تړانګه نه وه. دا فلسطینیان نه وو او دا د یهودي اسرائیلو وحشت نه و. دا مې د ګران هیواد لالپورې ولسوالۍ وه. دا مې د همدې ولسوالۍ بېوسه ولس و چې کورونو پریښودلو ته اړ شوی و او دا د یوه مسلمان ګاونډي درانده ګوزارونه وو چې زموږ د خلکو پر خټینو کورونو یې کول او د جوماتونو ښیښې یې شرنګولې.

دا د همدې مسلمان ګاونډي الوتکې وې چې  هوا ته پورته شوې وې او زموږ پر مسلمانو خلکو یې ناتار جوړ کړی و.

فلسطینیان بختور وو. د اسلامي امت خواخوږي ورسره وه. ایران پرې د اوښکو تویولو تمثیل تمرین کاوه. پاکستان د مسلمه امت تر چتر لاندې ورسره خواخوږي ښودله او د پاکستان له هر جوماته پنځه وخته د ( اللهم اهلک اسرائیل…) په الفاظو د  ښیراوو توغندي شارټ کیدل.

خو، زما د لالپوروالاو غم یواځې همدوی ته پاتې دی. لکه دوی چې د اسلامي امت برخه نه وي. لکه دوی چې مباح الدم وي او لکه د دوی وژل او د کورونو ړنګول چې هم افضل الجهاد وي.

له هغو محرابونو چې د فلسطینیانو د ژغورنې او د اسرائیلو د هلاکت لپاره ښیراوې کیدې، د لالپورې پر مظلومیت خاموشه دي. هغه مقررینو چې له خولې به یې لکه ستړي اسونه ځګونه بادیدل او له فلسطینیانو سره به یې د اسلامي برادرۍ رشته ساتله، زموږ له خلکو سره یې دغه اړیکه پرې کړې ده.

زموږ د خلکو په کلمه طیبه هم ګاونډی چاچا باور نلري. جوماتونه، لمونځونه او د پنځه ګونو بناوو ترسره کول یې هم د اسلامیت نښه نه ګڼل کیږي. د دوی په ځورولو او بې کوره کولو اسلامي احساسات نه پارول کیږي، لکه زموږ مسلمانان چې د ( بنیان مرصوص) خښته نه وي.

داسې ښکاري چې د اسلامي امت شعار یواځې شعار دی. هر هیواد او وګړي یې یواځې خپلې ګټې پالي. یواځې هغه وخت اسلامي برادري ښيي چې د هیواد ګټې یې پکې وي.

هغه خلکو چې یو وخت به یې په افغانستان د (سیوت یونین) ځمکني او هوايي بریدونه غندل، نن په همدې وطن په ځمکنیو او هوايي بریدونه چوپ دي. نه وروري شته او نه زړه خوږوالی.

موږ ویده یوو. نه؛ آن کوما ته تللي یوو. موږ له حالاتو هیڅ خبر نه یوو.

دا توپونه او دا درانده بمونه باید موږ ویښ کړي او په دې مو سر خلاص شي چې د وطن ګټې د وطن ګټې دي. نورې خبرې هسې غولوونکي او نمایشي دي.

موږ باید په دې هم اګاه شوو چې له وطن سره خیانت وطن کمزوری کوي او د زورورو په چم کې کمزوری هیڅ خواخوږی نلري.

له دې کمزورۍ راوتل په کار دي او دا راوتل هغه وخت کیږي چې موږ د وطن او خاورې هر خاین ،ولو که د کورنۍ غړی مو هم وي، او ولو کې هره قبا یې اغوستې وي، خاین وګڼو. نفرت ترې وکړو او دومره ناړې پرې تو کړو چې په لامبو هم ترې را بیرون نشي.

(دا لیکنه د سرخط ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې چاپ شوې)

One thought on “مسلمان اسرائیل! / محمد نعمان دوست”
  1. ګران دوست صیب ، زمونږ مشکل همدا دی چې خپل دوست او پردی نه پېژنو . مونږ خپل غوږ ته لاس نه وروړو او په سپي پسې منډې وهو.
    زمونږ یو شمېر هېوادوال لاتر اوسه پدې نه پوهيږي چې افغانستان زمونږ ګډ کور دی نو ولې يې وران کړو ؟ اسلام زمونږ دین دی او حق دین دی خو وطن هم خپل ځای او قیمت لري. پخوانیو خو بیځایه ندي ویلي چې: « هرچاته خپل وطن کشمیر دی او یا پردی کټ ترنیمو شپو وي.»
    « حب الوطن من الایمان » مونږ ته چا ندی را زده کړی، که مونږ خپل نظامی او اقتصادی طاقت او توان ساتلی وای نو نن به تورمخو پنجابیانو زمونږ پاکې او مقدسې خاورې ته په دومره بدو سترګو نه کتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *