د يو دولت او ولس ترمنځ واټن اخیر د هغه دولت د له منځه تلو سبب کېږي. دا يوازي ادعا نه ده بلکي ښې ډېري بیلګي يې شته او دا لنډ وخت کي مو د ولسونو په لاسونو د نظامونو چپه کېدل وليدل.

مصريانو د لاريونو په زور د حسني مبارک ۴۲ کاله واک ته د پاي ټکی ور کړ. تونیس هم د ولس په مټ د حکومت تخته واړوله. تر دې ښه ډېر کلونه مخکي ایرانيانو د شاه شاهي نظام چپه او پر ځای يې همدا شته نظام د خموني په مشري رامنځته کړ.

زموږ په هیواد کي هم څو واري دا تجربې شوې چي کله ولس د نظام ملاتړ نه دی کړی نو نظام له سختونو ننګونو سره مخ شوی او اخیر ختم شوی هم دی. د چپيانو پر ضد ولس وپارېدی او نتيجه يې د هغوئ نابودي وه. طالبانو ولس خپه کړ چي يو شمېر د ولس مخکښ کسان په خارج کي ميشت ول، ځيني يې سنګرونو ته وختل او يو شمېر نور پر کورونو ناست وو. د دې پایله دا شوه چي خپه کسانو د طالبانو پر ضد نړۍ والو ته ږغ وکړ د هغوئ او ولس په مټ يې طالبان له واکه ليري کړل.

دا اوس هم موږ له دغسي وضعيت سره مخ يو. د دولت او ولس ترمنځ واټن شته او لا نور پراخېږي. که زموږ چارواکي، پوهان او د فکر خاوندان دې لور ته پام ونه کړي، خدای مه کړه چي دا ستر فرصت مو هم له لاسه ووزي او يوځل بیا د ستونزو او مشکلاتو هغې بيديا ته مو ور مخ شي چي ښه ډېر په کي سرګردانه شوي يو.

دولتونه له ولسونو جوړ وي. یا په بل عبارت ولس دی چي غړي يې دولت تشکیلوي. نو که د ولس استازي واک ته په رسېدو له خلګو سره داسي چلند وکړي او هغه اعمال تر سره کړي چي ولس پر ځان او دولت بې باوره کړي، نو همدا ولس کولای شي چي ژر یا پس د دې چارواکو او شته حکومت بدیل ولټوي. دا نن هم ځيني خلګ پر دې فکر کوي چي نظام بايد بدل شي. یا طالب غواړي او یا کوم بل ايزم.

دا چي ولي د دولت او ولس ترمنځ واټن پراخېږي؟ زموږ په ټولنه کي يې عوامل ښه ډېر دي. زه به دلته څو ټکو ته ګوته ونیسم.

له خلګو سره د چارواکو، پولیسو او خارجيانو ناسم چلند. د يو انسان د را خپلولو يوه غوره لار دا هم ده چي ښه چلند ور سره وکړې. اخلاقي خلګ په هره ټولنه کي ملګري لري، خلګ مينه ور سره کوي او هيڅ وخت يې بازار نه سړېږي. له بده مرغه زموږ چارواکي، پولیس او له دولت سره کومکي خارجيانو له ولسي خلګو سره سم سلوک نه دی کړی. عادي سړی وي، چي کله يوې وړې دندې ته ورسېږي، بیا خبر نه شي ورته کېدای.

په بازار، لويو لارو او د چاپو یا عملياتو مهال زموږ عسکر او نظامي کسان له عامو خلګو سره بد اخلاقي کوي. ساده په پوښتنې په داسي لهجه او الفاظو در څخه کوي چي پر خلګو ډېر بد اغیز کوي. په دې لنډو ورځو کي د ملي امنيت کسان زموږ شخصي دفتر ته راغلل. اول يې د دفتر دروازه داسي په خرپ وټکوله چي عام وختونه يې څوک داسي نه ټکوي. دفتر ته تر راتلو وروسته يې له څه مقدمې پرته په شډل اواز ګڼې پوښتنې کتار کړې چي په دفتر کي شته کسان يې زړه بدي کړل.

دا چي په ښار کي دا حال دی نو د لاري او چاپې عسکرو ته خو بانه هم ور جوړه وي. يو يې ستړی او بې خوبه ځان بولي او بل له ستړيا سره غوسه هم وي. دلته به نو له ولسي خلګو سره زموږ نظامي کسان څنګه سلوک کوي؟

په چاپو او عملياتو کي راغلي خارجي عسکر وار په وار زموږ کلتوري ارزښتونه تر پوښو لاندي کوي چي د عامو خلګو د کرکې او غوسې سبب کېږي. مساجدو ته له بوټانو سره ننوتل، په سپي باندي تلاشي کول، د ښځو لور ته سپي ور نژدې کول، عام خلګ بنديانول، ړندې بمبارۍ او مقدساتو ته سپکاوی د دې سبب شوي چي په خلګو کي کرکه را وپارېږي.

بل سبب دا بللای شم چي چارواکو خپلې کړې ژمنې نه دي پوره کړې. د دې دولت په پيل کي کېدونکې وعدې او بیا د هر وار انتخاباتو مهال ور کول کېدونکې ژمنې د خلګو هېري نه دي. دا سمه ده چي د کمپاين مهال خبرې او وعدې زياتي کېږي، مګر په عمل کي خو هم بايد يو څه وي. لږ تر لږ دېرش- څلويښت فیصده کار خو بايد وشي. د دنياوالو له دومره بې تحاشا مرستو سره چي کله ولس ولېدل زموږ چارواکي د وطن او ولس پر ځای د خپل ځان او  کورنۍ غم اخیستي دي نو يې باور ته سخته صدمه ورسېده.

په دولت کي ښه پرېمانه فساد هم د دې لامل دی چي خلګ له دولته ناهیلي شي او د کومې بلې سوړي لور ته مخ کړي. له دولتي ادارو سره هره ورځ د لکونو خلګو کار اړه لري. کله چي ولسي خلګ هلته د شته فساد حالت ته ګوري نو مایوسي يې نوره زياتېږي او له دولت سره د ملاتړ پر ځای يې تخريب ورته د ثواب کار ایسي. زموږ ادارې داسي له فساده ډکې دي چي اوس يې احساس د ولس هر وګړي ته شوی دی، حتا د حج او اوقافو وزارت او رياستونه دومره له فساده ډک دي چي له رشوت او واسطې پرته څوک حج ته هم نه شي تلای، په دې حال کي به ولس څنګه پر خپل دولت اعتماد وکړي؟

په دولت کي لا هم د پخوانيو جنايتکارانو شتون، د هغوئ خپلواکه ملیشې او پر ولس يې هره ورځنی ظلم هغه څلرم لامل دی چي د دولت او ولس ترمنځ يې واټن رامنځته کړی او ورځ تر بلې پسي پراخېږي. د طالبانو تر تلو وروسته که خلا وه او دې جنايتکارانو ډکه کړه، اوس خو بايد دولت هغوئ ورو- ورو له صحنې ګوښه کړي وای. د دوئ ځای مسلکي کسانو ته ور کول شوی وای، خپلواکي ملیشې يې یا په اردو، ملي پولیسو، مليت امنيت او … کي مدغم شوې وای او یا له منځه وړل شوې وای. د دوئ واکونه اوس نه وای او پر ولسي کسانو خو يې د ظلم او تيري هيڅ وس نه در لودای. مګر دلته لا هم خبره د دې ټولو برخلاف ده.

پر چوکيو د نااهله او واسطه لرونکو کسانو ټاکنه هم د دې سبب شوې چي ولس پر دولت بې باوره شي. دا نه يوه پېښه ده او نه لس. بلکي روز مره ولس ويني چي يو ناهل له چوکۍ ځي او پر ځای يې بل تر هغه ډېر نااهله ته چوکۍ ور کول کېږي. زموږ ولس اوس په دې خبر دی چي دلته تر لایق سړي واسطه لرونکي کس ته ترجیح ور کوله کېږي. ولس ته دا هم مالومه شوې چي پر لوړو چوکيو ډېری د زورواکو خپل خپلوان یا هم داسي کسان ناست دي چي د ولس تر خیر د زورواکي خیر ورته ډېر ارزښت لري. لنډه دا چي ولس پوه شوی چي زموږ چارواکي ولس پاله او وطن پاله نه دي بلکي ګټه پاله او خيټه پاله دي.

دا او ځيني نور عوامل د دې سبب شوي چي زموږ د ولس او دولت ترمنځ فاصله رامنځته کړي. له خلګو سره فکر پيدا شي چي کاش دا نظام نه وای بل يې ځای نیولی وای. ښه! نو اوس حللار دا ده چي نظام بدل شي او د بل له راتګ سره به هر څه سم شي؟

ځواب زما په اند منفي دی. حللار دا نه ده چي نظام بدل شي. بلکي د سمون لپاره بايد د ولس ويښ کسان مبارزه وکړي. له عالمه رانیولې بیا تر هر هغه چا چي د سمون او سم سوليز بدلون لپاره يې يو څه په وس کي وي، بايد وي کړي. د مبارزې دا لړۍ بايد دوامداره او افغان شموله وي. ولس را ويښ او دا حللار په دلایلو ورته وښودله شي. تعليمي مرکزونه د همدې لپاره وکارول شي. له منبر او محرابه د سمون ږغ پورته کړل شي. چارواکي وپوهول شي چي دا تګلاره هم د دوئ او هم د ولس په تاوان ده. که ټول يې ونه مني، نيمايي یا تر دې هم کم کسان خو به راضي شي.

د دې اقداماتو تر کولو وروسته به بدلونو راځي، خامخا به راځي. د ولس او دولت ترمنځ شته بې باوري او واټن به کمېږي او ډاډه يم چي کېږي به. دولت به مو قوي کېږي، د ځان یا نورو ته د خدمت پر ځای به د ولس خدمت د ځان ویاړ بولي او موږ به د يوه با ارادې ولس په توګه را مخې ته شو چي يو قوي دولت به مو سرپرستي او لارښوونه کوي.

په همدې هیله، زبیر افغان

۲۰۱۷/۲/۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *