د پکتیا پوهنتون د استاد او ښه لیکوال ښاغلي اسماعیل لاروي ګټور اثر د محصلانو لپاره د تحصیلي دورې لارښود  چاپ شو.

دا کتاب چې سروش کتابپلورنځي خپور کړی محصلانو او د ښوونځي هغه زده کوونکو ته چې پوهنتون ته روان دي، ډېر مهم او ګټور دی.
 په دې کتاب کې د هغو ستونزو ښې او عملي حللارې ښودل شوي چې نن سبا محصلان ورسره لاس و ګرېوان دي، استادانو ته هم ځینې ګټورې لارښوونې لري. 
 که زده کوونکي او محصلان دا کتاب دقیق ولولي، او لارښوونې یې عملي کړي د تحصیلي دورې د ښه تېرېدو او بریالۍ راتلونکې په لرلو کې مرسته ورسره کوي.

ډاکټر احسان الله درمل د دې کتاب په سریزه کې لیکي ” د لاروي زياتره کتابونه د ټولنيزو اړتياوو او وجداني مسوليتونو زېږنده دي؛ د محصلينو د بريا لپاره دا ليکل شوی کتاب هم له همداسې يوه ټولنيز ضرورت او وجداني مسوليته را زېږېدلی دی. پوهنتونونو ته زموږ زياتره بريالي محصلين په لومړي کال نه پوهېږي چې څه وکړي؟ له کومه يې پيل کړي؟ څه ولولي؟ څوک ملګري کړي؟ او د پوهنتون له نوي محيط سره څنګه ځان عيار کړي؟ دا ټولې بې ځوابه پوښتنې د دې سبب شي چې نوی محصل يا د سياسي تجارانو لاس ته پرېوزي او يا له استاد سره تر پايه د کمونيکيشن نيمګړې پروسه نشي تکميلولی.

په کتاب کې د راغلو موضوعاتو سرلیکونه په دې ډول دي.

موږ څوک يو؟

ځانونه بدل کړئ!

تحصيل څه دی او د څه لپاره؟

له تحصيلي څانګې سره مينه

د تحصيل چاپېريال

يوازې تحصيل

بريا چېرته ده؟

اخلاق

اخلاق څه دي؟

نېک اخلاقه محصلین څوک دي؟

بد اخلاقه محصلین څوک دي؟

بريالي محصلين څوک دي؟

فرصتونه پېژندل

لرليد او اهداف

اهداف څه دي؟

غوره شخصيت

فکر

لومړيتوب

لوبې

نوښتګر او انتقادي واوسئ!

فکري تمرکز

اړيکې او ملګرتياوې

د استاد او محصل تر منځ اړيکي

د وخت ارزښت

غير حاضري

مهال وېش

وخت وژونکي محصلان

رخصتۍ

په دې کتاب کې د هرې برخې په پای کې لوستونکو ته د پوښتنو یو لیست هم ورکول شوی چې هغوی ته ځواب ورکړي او خپل ځانته نومرې ورکړي او وګوري چې څومره په خپله تحصیلي دوره کې بریالی روان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *