ځوانو کیسه لیکوالو ته ځینې لارښونې:
د موضوع کلیمه، چې کله زموږ په ذهن کې وګرځي یا یې واورو فکر کوو، چې موضوع ټاکل هر وخت یو ستونزمن کار دی؛ خو داسې هم نه ده، څومره چې موږ د موضوع پیداکېدو ته اندېښمن یو؛ موندل یې دومره ستونزمن نه دي؛ ځکه موضوعات ډېر دي؛ یوازې لږ فکر کولو او خوارۍ ته اړتیا لري، موږ هره ورځ مختلف موضوعات اورو او وینو یې، همداسې پرته له فکر کولو ورنه تېرېږو، یوه ورځ مو هم فکر ونه کړ، چې راځه په دې باندې کیسه ولیکم.
په پوهنتون کې، ډېری محصلینو راته ویلي دي، چې کیسه لیکل مې خوښېږي؛ خو موضوع نه شم پیدا کولی. دوی ځینو وړو وړو خبرو له کیسه لیکنې منع کړي دي، چې یو یې د موضوع موندلو کمښت دی. اندېښنه مه کوئ موضوع موندل ستونزمن نه دي صرف د موندلو په چل او تخنیک یې باید پوه شو.
موضع موندل داسې دي که چېرې موږ په یوه موضوع باندې ژور فکر وکړو ډېرې نورې به وزیږېږي، ممکن د څو کیسو لپاره موضوعات پیدا کړو. موضوع موندل داسې هم ندي، چې همدا اوس یا د دغې لیکنې له لوستو وروسته دې زموږ ذهن ته یوه موضوع راشي او کیسه دې ورباندې ولیکو؛ یانې موضوع په زور باندې نه موندل کېږي بلکي په هره ورځ فکر کولو خپله زموږ ذهن ته راځي. هر وخت موږ باید د موضوع موندلو په فکر کې وو؛ دا فکر داسې نه دی، چې موږ دې لاس تر زنې کېنو او ډول ډول موضوعات دې په ذهن کې په دې پلمه تاو راتاو کړو، چې ګواکې زه به کیسې ته موضوع وټاکم.
اصل خبره دا ده، چې موږ باید د ژوند په چارو تمرکز وکړو؛ یانې ورځنیو پېښو ته ځير شو. فرضاً موږ په ښار کې اوسېږو نن له کوره راوځو. په بس کې خېژو. ګورو، چې کلینر د یوې ښځې له لاسه مروړل شوې زړې پیسې نه اخلي، فکر ورباندې کوو، چې ایا یوازې ښځې پیسې لوله کوي یانې ډېرې یې سره مروړي، که تېل خرڅونکي هم پیسو ساتلو ته پام نه کوي، چې په غوړو لاسونو پرته لدې، چې منظمې یې کړي په جېب کې یې په زور ځایوي؛ دلته دوه موضوع ګانې یوازې د پیسو په خاطر له موږ سره پیدا شوې، لږ وروسته به وګورو، چې یو سپینږیری د بس په منځ کې ولاړ دی څوک چوکۍ نه ورته خالي کوي فکر ورباندې کوو، شاید چې د کوزېدلو په وخت ټېل مټېل کې یو څڼیور ځوان له بل پکول ولا سره، چې ښه نېشه یې کوږ پر سر اېښی وي، په نه خبره څه جنجال وکړي، په دې باندې هم فکر کوو، چې دوی ته ولې د یو بل بدماش سټایلونه خوند نه ور کوي او جنګ خوښوي؟ ایا انسان له انسانه لرې شي؟ ولې دوی مینه نه کوي؟ د دوی ژوند څنګه دی؟ کوږ پکول په سرولو باندې ولې خلک بدماشي کوي؟ پکول کوږ پسرولو کې حکمت څه دی؟ پايڅې تر ټاکلي حد پورته وهل او د بوټانو قاتول ولې ځینې ځوانان خوښوي؟ هرې خواته خور شوی فکر مو باید په فکر کولو راټول کړو. په دې شیانو فکر کول زموږ پام یوې ښکلې جالبې موضوع ته اړوي؛ یاد موضوعات د کیسې لپاره نه دي او نه په کیسه لیکلو ارزي زموږ مطلب دا دی، چې په هر څه کې باید یو لیکوال ننوځي. دا رنګې شیانو ته په پام به له یوې خوا د کرکټرونو له انځورلو سره بلد شو بلخوا به په هر څه باندې فکري روږدي شو او تل به موضوع موندل راته اسانه وي. پورتنیو موضوعاتو ته ورته ډېرې نورې موضوع ګانې به زموږ مخې ته راشي ممکن ځینې پکې دکیسې لپاره ښایسته موضوعات وي.
له دې څو خبرو مې مقصد دا ؤ، چې په وړو وړو نقطو او سلسلو کې موږ باید ژور لاړ شو؛ ځکه لیکوال په ټولنه کې د عادي انسانانو په څېر ژوند نه کوي، دی ټولنه څاري او ورځنیو داسې پېښو ته، چې د عادي انسانانو له اذهانو پټې او لرې وي انعکاس ورکوي. د کیسې موضوع باید د پورتنیو یادو شوو موضوعاتو په څېر وړوکې هم نه وي او نه دومره لویه وي، چې کیسه ورباندې ونه لیکل شي، لکه په نړیواله سوله باندې چې یو څوک کیسه لیکي؛ خو دا ناممکنه ده. خبره نه اوږدوم موخه مې دا وه، چې موږ باید د موضوعاتو د کمښت انګېزه له ذهن څخه وباسو؛ ځکه دا ډول انګېزې مو له فکر کولو منع کوي او تل به دا انګېرو، چې موضوع هر وخت پیدا شوه بیا به کیسه ولیکم همداسې به راباندې وخت تېرېږي، په ورځني ژوند کې، چې هر څه وینو دا ټول موضوعات دي، په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې خو د سوژو کموال نه حس کېږي. که مو پر دې سربېره بیا هم نشوای کولی، چې د خپلې خوښې موضوع وټاکو، بیا نو د نورو لیکوالو موضوعاتو ته له نوې زاویې باید وګورو، خو یاد ساتئ، چې تکړه لکیوالان په دې بسنه نه کوي، چې د بل چا په موضوعاتو لیکل وکړي بلکي دا کار ورته عیب ښکاري، هغوی فکر کوي، کوښښ کوي؛ ترڅو داسې موضوعات پیدا کړي، چې د خلکو ورپام نه وي، لیکولان اکثره پراډاکسي موضوعات راسپړي پټې رابطې کشفوي، هغوی تل ژور فکرونه کوي. ممکن زموږ د فکر کولو ځواک ډېر قوي وي، داسې څیزونو ته به مو ورپام شي، چې تر اوسه هېچا څه نه دي ورباندې لیکلي، موږ به تکړه لیکوال وو؛ خو فکر به مو نه وي کړی.
په بله وینا هر څوک لیکوال کېدی شي، همدې موضوعاتو ته چې ستاسې مخې ته راځي عادي فکر مه کوئ، کیسې ورباندې پیل کړئ. له بل پلوه د نوو کیسو په لوستلو مونږ کولی شو ښې موضوعاګانې په ذهن کې وموو؛ ځکه هره کیسه موږ ته یو مسېج راکوي او د دې تر څنګ زموږ ذهن داسې نورو موضوعاتو ته، چې د لیکوالانو په ذهن کې به نه وي ګرځېدلي او نه به تر اوسه بل چا کیسه ورباندې لیکلې وي لېږدوي. زموږ د پوهنتونونو محصلین، چې له پوهنتون څخه فارغ شي، بیا هم له کومې موضوع سره نه مخ کېږي، یانې په څلورو کلونو کې دی له داسې موضوع سره ندی مخ شوی، چې خپل مونوګراف پرې ولیکي، لوی لامل یې دا دی، چې دوی هر وخت ځان مقید بولي، هر وخت په دې انتظار وي، چې یو څوک موضوع ورته وټاکي او دی پرې څېړنه پیل کړي. که مو کیسې پیل کړې په باوري توګه ویلی شم، چې نثر به مو روان او لوستونکي به مو زیات وي، که موږ ښه کیسه لیکوال شوو، نو خامخا به هر ډول لیکل وکړی شو.
۲۰۱۷ اپرېل