ملي ثبات یوه افغانستان شموله ټولنه ده؛ چې تل یې د اسلامي او ملي ارزښتونو د دفاع او تحقق له پاره د افغان ملت له ارادې سره سم خپل غږ پورته کړی او دا ځل يې وغوښتل چې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له هېوادوالو او نړيوالې ټولنې سره د يو لړ حساسو ملي مسايلو په هکله خپل رسمي دريځ شريک کړي.
په هېواد کې د نامتمرکز نظام د رامنځته کولو په اړه د ځينو خود غرضه کورنيو او باندنيو استخباراتي کړيو وروستۍ هلې ځلې، د عامه خدمتونو غيرمؤثريت، د ښې حکومتولۍ تشه، وړ او اهل کسانو ته د دندو نه سپارل، د سرپرستانو له لوري د ځينو چارو سمبالېدل، د ښه ګاونډيتوب د اصولو خلاف پر افغان خاوره د پاکستان وروستي نظامي بريدونه، د پخوا په څېر په دوامداره توګه له نړيوالو ترهګرو څخه ملاتړ او د ياد هېواد وروستيو مغرضانه سياسي او نظامي مانورونه هغه مسايل دي، چې ملي ثبات ټولنې يې په غبرګون کې خپل رسمي دريځ د ۱۳۹۵ لمريز کال د کب د ۲ يمې نېټې په مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان کړ او دا دی د ياد کنفرانس پرېکړې، غوښتنې او سپارښتنې له تاسو سره هم شريکوي.
1. د ستر افغان ملت ملي اراده، چې په اساسي قانون کې تسجيل ده او همدارنګه د افغانستان جغرافيوي، کلتوري، ډيموګرافيکي، سیاسي، اجتماعي او نورې عيني اړتياوې يوازې او يوازې په قوي متمرکز ریاستي نظام کې تمثيل او تعميل کېدای شي، نه دا چې د يو بهرني ډيپلومات او استخباراتي شخص هوايي نظر د ملت برخليک ټاکونکی وګڼل شي.
2. په يو شمېر مشخصو فاميلونو او کړيو پورې تړلي افراد، چې وخت نا وخت د خپلو فاميلي او ګوندي ګټو د تحفظ او بقاء په موخه په نامتمرکز (پارلماني يا فدرالي) نظام د اوسني مختلط مرکزي نظام د بدلون سورې نعرې وهي، په حقيقت کې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې د دښمن ژرندې ته د اوبو اچولو او په ډېرې سپين سترګۍ سره د ملت د ارادې په وړاندې د تقابل مانا لري؛
3. په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان له پاره؛ چې له بده مرغه د لرې او نږدې استخباراتي کړيو او يو شمېر کورنيو ډلو ټپلو د ګټو د تحفظ او نيابتي جګړو په ډګر بدل شوی ، له قوي مرکزي رياستي نظام څخه پرته د بل هر ډول نظام غوښتل او منل؛ د افغانانو د اوږدمهاله بې ثباتۍ او تباهۍ په مانا دی.
4. د ۱۹۹۰يمو کلونو د نامتمرکز نظام ترخې تجربې او انساني جنايتونه هغه واقعيتونه دي، چې د تل له پاره په افغانستان کې د نامتمرکز نظام د راوستلو او راوستونکو پر مخ د رد درنه څپېړه ده.
5. په افغانستان کې ټول قومونه د واحد وجود غړي دي. هغه ډلې ټپلې چې په بېلابېلو نومونو او پلانونو سره د دې متفقو او متحدو قومونو د جداکولو او په ایالتونو يا سیمو د هغو د لا وېشلو هڅې کوي، په حقيقت کې د افغانستان د دښمنانو او پرديو آجنډاوې پرمخ وړي او د خپل ولس استازیتوب نشي کولی؛
6. له حکومت څخه جدي غوښتنه کوو، چې د نظام نیمګړتیاوې بشپړې کړي، د سترې محکمې د عالي شورا د غړيو او د مشرانو جرګې د انتصابي سناتورانو په شمول؛ د قضايه او مقننه قوې نیمګړي چوکاټونه بشپړ کړي او د سرپرستو وزیرانو، والیانو، لويو رئیسانو، ښاروالانو او مرستیال والیانو سرپرستۍته د پای ټکي کېږدي؛
7. په اداراتو کې د ټولو لوړ پوړو او ټيټ پوړو ملکي او نظامي کارکوونکو ګمارنه بايد د سمتي، ژبنيو، ګوندي او مذهبي ملحوظاتو پرځای د لياقت، پوهې، مسلکيتوب او ملي ژمنتيا پر بنسټ ترسره شي او مسؤل چارواکي بايد د ملت د واکدارانو په څېر نه؛ بلکې د ملت د خادمينو په توګه مؤثر عامه خدمتونه وړاندې او د ښې حکومتولۍ له پاره هلې ځلې وکړي.
8. حکومت بايد د ژمي له پاته رخصتيو او اقليمي شرايطو څخه اعظمي استفاده وکړي او ټولې هغه چارې بشپړې کړي، چې په راتلونکې پسرلي کې ورته جدي اړتيا ده. په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې د مخنيوي او ختمېدو او
همدارنګه د تلپاته سولې د ټينګښت له پاره په نورو بين الافغاني ميکانيزمونو هم فکر وکړي.
9. په پاکستان کې وروستني ترهګريز استخباراتي بريدونه چې مظلوم عام پاکستانيان پکښې زيانمن شول، د غندلو وړ عملونه وو او پاکستان غواړي په دې کار سره د پاکستان د ترهګريزي څېړي په اړه د نړيوالو منفي ذهنيت بدل
کاندي او ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي، خو نړيواله ټولنه بايد د پاکستان په دغه دوه مخي سياست پوهه وي.
10. پاکستان په دې موخه دروازې او لارې تړي، ترڅو د ډیورنډ د تپل شوې
او فرضي کرښې په اوږدو کې پروت واحد افغان ملت؛ چې د نوک او ورۍ په څېر
دی او د واحد کلتور او تاریخ لرونکی دی، سره بېل کړي، خو د پاکستان په دې
شومو کړنو سره نه يوازې دا چې واحد افغان ملت بېلېږي نه، بلکې د پاکستان
د مغرضانه سياستونو پر وړاندې د کرکې او نفرت فکر نور هم پياوړی کوي.
11. افغان حکومت بايد له پاکستان سره د ديپلوماتيکو لارو چارو او
مذاکراتو له لارې روان کړکيچن وضعیت ته د پای ټکي کېږدي او افغان حکومت
دې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه د
پاکستان له لورې زموږ په خاوره بریدونو د څېړلو غوښتنه وکړي؛
12. د تروریزم او ترهکرۍ له اصلي ځالو او ملاتړو سره بايد د هغو په
اصلي ټاټوبو او مراکزو کې جدي مبارزه وشي او په افغانستان کې د بهرنيو
ځواکونو ډېرول؛ روانه تپل شوي جګړه نوره هم پېچلې کوي او بهرنيان دې په
افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ډېرولو پرځای د افغان امنيتي او دفاعي
ځواکونو په هر اړخيز ملاتړ او سمبالونه پانګونه وکړي.
13. په افغانستان کې روانه پردۍ جګړه په هیڅ صورت د زغملو وړ نه ده.
حکومت، طالبان او نور افغان مخالفين باید د جګړې د مخنیوي او سولې ته د
رسېدو لهپاره د بین الافغاني میکانیزمونو او خبرو اترو له لارې بل شوي
اور مړ کړي او په ګډه دې دا ګران هېواد اباد او خپل ملت ته د سوکالۍ
شیبې ور په برخه کړي.
په درنښت
د ملي ثبات ټولنې مشرتابه
په درنښت
حسین مومن