د پوهنې وزارت
د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرستیال رحیل محمد فرملي او د افغانستان د نندارتونونو ملي مرکز د رییس عزیز الله بارکزي ترمنځ د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د محصلینو د تولیداتو غرفې د جوړېدو تړون لاسلیک شو.
ددې هوکړې پر بنسټ به د افغانستان د نندارتونونو په ملي مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو محصلینو ته د دوه کلونو لپاره په وړیا ډول د تولیداتو غرفې جوړې شي او له دې لارې به وکولای شي خپل اختراعات او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړي.

د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال ښاغلي رحیل محمد فرملي د افغانستان د نندارتونونو په مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د تولیداتو د غرفې جوړېدل د ځوانو استعدادونو د ودې او پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله، زیاته یې کړه، هغه ځوانان چې د زده کړو پر مهال اختراعات او نوښتونه کوي ددې ترڅنګ چې خلکو ته ورپېژندل کېږي له مالي اړخه هم پیاوړي کېږي او کولای شي له دې لارې نوي اختراعات وکړي.

د افغانستان د نندارتونونو د مرکز رییس ښاغلي عزیز الله بارکزي د نویو استعدادونو د پېژندلو او د هغوی د تولیداتو د پراختیا په برخه کې د نندارتونو جوړول ګټور وبلل، زیاته یې کړه:« ددې هوکړې پربنسټ د افغانستان د نندارتونو مرکز ژمن دی، چې د تولیداتو د اړتیا وړ غرفې په وړیا ډول د پوهنې وزارت په واک کې ورکړي او دغه راز د خصوصي زده کړو هغه موسسو ته، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له معینیت سره ثبت دي په کرایو کې ۳۰ سلنه تخفیف ورکوي. د معینیت لپاره د بلنکارتونو جوړول او په مناسب ځای کې د پوهنې وزارت بیرغ او لوګو ایښودل او د نندارتون د جوړېدو لپاره د ټولو وسایلو او تجهیزاتو برابرول هم ددې مرکز پر غاړه دي.»

ښاغلي بارکزي وویل، چې دا هوکړه لیک د روان کال د سلواغې له ۲۰ مې د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې تر وروستۍ نېټې د دوه کلونو لپاره د اعتبار وړ دی.
 
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *