لیکوال: هاشم وحدتیار

سرچینه: د ډیپلوماټ مجله

مسکو غواړي چې د خپل دښمن دښمن (طالبانو) ته ځان نژدي کړي.

پدې وروستیو کې د د روسیې او طالبانو تر منځ د موجودو اړیکو په اړه د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړې استازي ضمیرکابلوف له لوري څرګندونې وشوې، روسیه اوس په فعاله توګه د خپلو پخوانیو دښمنانو سره ملګرې شوې او له افغان طالبانو سره یې خپل تماسونه او اړيکي تایید کړي.

د مسکو او طالبانو تر منځ اړیکې اوسنۍ نه دي بلکه يو څه پخوانۍ مخینه لري، د دوي دواړو تر منځ لومړنۍ مخامخ رابطه په ۱۹۹۵ کال کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د روسیې په وسلو بار الوتکه د طالبانو لوري د کندهار په هوايي ډګر ناستې ته مجبوره شوه او اوه روسي اتباع طالبانو بندیان کړل، هغه وخت همدا ضمیر کابلوف و چې کندهار ته یې سفر وکړ او د طالبانو د ګوښه نشین مشر ملامحمد عمر سره یې ولیدل. د خبرو اترو تر ناکامۍ وروسته اوه روسي وګړي وتوانیدل چې بیرته د خپلې الوتکې په وسیله له افغانستان څخه متحده عرب اماراتو ته وتښتي،له ځان سره یې درې طالبان هم بوتلل.

د سنډې ټایمز ورځپاڼې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ د روسانو او طالبانو تر منځ وروستۍ لیدنه د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په میاشت کې وشوه چې پکې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین او د طالبانو مخکیني مشر ملااختر منصور برخه درلوده او پر دوه اړخیزه همکاریو یې خبرې وکړي، د راپورونو پر اساس دغه لیدنه د تاجکستان هیواد په یوه ناڅرګنده نظامي اډه کې وشوه او پکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندي د ګډې جګړې او همکاریو په اړه بحثونه وشول خو طالبانو نده منلې چې د دوي مشر دې داسي لیدنه لرلې وي، کله چې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو له هغه را وروسته هم روسیې د ملاهبت الله تر مشرۍ لاندي له طالبانو سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړ.

روس پالیسو جوړونکو د لاندي ستراتیژیکو عواملو پر اساس طالبانو ته د همکارۍ لاس غځولی:

لومړی دا چې روسان غواړې د طالبانو سره د اړیکو د رامنځ ته کولو په وسیله لویدیز ته دا ور وفهموي چې باید په سیمه ییز او نړیواله کچه د افغانستان د مسلې د څیړلو پر مهال د روسیې رول او ګټې له نظره ونه غورځوي، د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د همکاریو څلور اړخیزه ډله رامنځ ته شوه تر څو له طالبانو سره د سولې په اړه کار وکړي، پدغه ګروپ کې د امریکا متحده ایالات، چین، پاکستان او افغانستان غړیتوب درلود او دوې غوښتل چې له طالبانو سره د جوړ جاړي خبرې پیل کړي، روسیې پدغه پروسه کې ځان منزوي احساس کړ او له دې سره سم د همکاریو د څلور اړخیزې ډلې هڅې هم ناکامه شوې.

د دې په غبرګون کې روسیې د افغانستان په اړه درې اړخیزه ناسته دایره کړه چې پکې روسیه، چین او پاکستان برخه لرله خو وروسته یې ایران هم ملاتړ وکړ، او پدې توګه مسکو لویدیز پدې وپوهاوه چې روسیه کولی شې د افغانستان په مسایلو کې رول ولري او یو بل سیمه ییز ایتلاف رامنځ ته کړي، تیره اونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې په ډاګه کړه چې د افغانستان د سولې په ارتباط به د روان کال د فبروري په میاشت کې په مسکو کې نړیواله غونډه جوړه شي چې روسیه، افغانستان، پاکستان، چین، ایران او هند به یې برخه وال وي خو پدغه ناست کې نه د امریکا متحده ایالات او نه هم د ناټو کوم بل غړی ور بلل شوي دي.

دوهم لامل چې روسي پالیسي جوړونکي يې پر اساس د طالبانو ملاتړ کوي دادی چې روسان پدې توګه غواړي په سیمه کې د امریکا او ناټو د ګټو پر وړاندي ستونزي راپورته کړي، له ۲۰۰۱ کال راهیسي تر ۲۳۰۰ زیات امریکايي عسکر له طالبانو او القاعدې سره په جګړه کې وژل شوي اوس مسکو غواړي چې تر مرکزي اسیا هاخوا په افغانستان او پاکستان کې هم خپل نفوذ پراخ کړي سره له دې چې له وړاندي لا په منځني ختیځ کې ښکیل دي.

د طالبانو سره د ښو اړیکو په درلودلو په عین وخت مسکو پاکستان هم ځان ته نژدې کوي، د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره ۷۰ روسي او ۱۳۰ پاکستاني ځانګړو بوځیانو د پاکستان په شمال کې ګډ نظامي تمرینات ترسره کړل، پاکستان د طالبانو له رامنځ ته کیدو راهیسي د هغوي ملاتړ کوي او اوس پدې برخه کې د روسیې ملګرتیا ورته لا زیاته په زړه پوري ده.

پاکستان په عمومي توګه د نړیوالې ټولنې او په خاصه توګه د افغانستان او هند له لوري پدې نوم چې د سخت دریځو وسله والو ملاتړ کوي تر انتقادونو لاندي دي خو اوس له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په خاطر ښايي پر اسلام اباد د نړیوالو د غندنې بار را کم شي.

دریم دلیل دا چې روسیه په افغانستان او منځني ختیځ کې د داعش له ډلې څخه ځان ته خطر احساسوي، په ۲۰۱۴ کال کې داعش خپل فعالیتونه افغانستان ته پراخ کړل او کرملین دا ویره لري چې کیدای شي له دې وروسته دغه ډله د افغانستان د شمال له لاري ځان منځنۍ اسیا او بالاخره روسیې ته ورسوي، له هغه راهیسي چې داعش افغانستان ته راغلي د دوي او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي او ځکه نو روسان طالبانو ته د مرستې لاس غځوي، په تیر ډسمبر کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماریا زخروا څرګنده کړه چې مسکو د داعش پر وړاندي له طالبانو سره په جګړه کې استخباراتي معلومات شریکوي. د سوریې په اړه د روسیې له لوري له ایران او ترکيې سره په ګډه د سیمه ییزو همکاریو رامنځ ته کول چې ځینې لاسته راوړنې هم لري د دې امکان رامنځ ته کوي چئ ښايي دوي په افغانستان کې هم ورته تګلاره غوره کړي او د ایران، چین او پاکستان په ور ګډولو يې عملي کړي.

څلورم: د افغانستان تریاک د روسیې لپاره بل سرخوږی دی، افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه غیرقانوني مخدره هیروین تولیدوي او اکثره یې له هغو سیمو څخه په لاس راځي چې د طالبانو تر واک لاندي دي، د دغو نشه يي توکیو د کار وبار لپاره روسیه خورا ښه مارکیټ دي او د ناقانونه مخدره موادو له امله هر کال په روسیه کې ۷۰۰۰۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي. په مسکو کې روس پالیسي جوړونکي پدې ګمان دې چې د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره طالبان د افغانستان د ملي وحدت د حکومت په نسبت د دوي لپاره ګټور ملګري کیدای شي.

د افغانستان د نشه يي توکیو د تولید ستونزه نه یواځي د روسیې بلکه د ټولې سیمې او اروپا لپاره له تیرې یوې لسیزي راهیسي سردرد جوړ شوی ځکه نو روسیه نشي کولی له طالبانو سره خپلې مرستې د تریاکو پر ضد د مبارزې په نوم توجیه کړي، او دا هم څرګنده ده چې طالبان به د کوکنارو د کښت د بندیدو هڅه ونه کړي ځکه د تریاکو له امله دغې ډلې ته ډیر زیات عواید ( په کلني ډول ۴۰۰ میلیون ډالره) په لاس ورځي. او دا هم واضح ده چې له ۲۰۰۷ راهیسي د طالبانو او روسانو د اړیکو په نتیجه کې د کوکنارو په کښت کې هیڅ کمبود نه دی راغلی، یواځي باثباته افغانستان او ځواکمن افغان دولت کولی چې د نشه یی توکیو د ننګونې پر وړاندي موثر ثبات شي نه طالبان.

که څه هم د روسیې او طالبانو تر منځ د اړیکو اصلي لامل په رښتیا هم د داعش پر وړاندي جګړه وي خو بیا هم مسکو ستره غلطي کوي ځکه طالبان په یواځي توګه نشي کولی داعش له منځه یوسي، حقیقت دادی چې به افغانستان کې د داعش اکثره جنګیالي پخواني طالبان دي او د روسيې له ملاتړه برخمن لا زیات طالبان کیدای شي په راتلونکې داعشیان شي، او ځکه نو له طالبانو د روسیې ملاتړ یواځي د افغانستان د لا زیاتې بې ثباتۍ او نا ارامۍ سبب کیږي.

د دغې ستونزې سمه حل لاره له کابل سره همکاري ده ځکه د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمن افغان حکومت د داعش پر وړاندي یواځینی واقعي او موثر ځواک ثابت شوی، د ملي وحدت حکومت وکولی شول چې په افغانستان کې د داعش ريښې د دوي پیدايښت په سیمو فراه او هلمند او وروسته زابل او غزني ولایتونو کې وباسي، په افغانستان کې د داعش مشر حافظ سعید او سلګونه جنګیالي یې ووژل شول او افغان ځواکونو په غیرمترقبه توګه تر زیات فشار لاندي راوستل، یو وخت داعش د افغانستان په ختیځ کې قوي مرکزونه درلودل خو د افغان ځواکونو له سختو بریدونو سره مخ شول او د امریکا په مرسته افغان ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د جولای په میاشت کې په ننګرهار کې ۳۰۰ داعش جنګیالي ووژل.

له طالبانو د روسیې ملاتړ به په راتلونکې کې هم د افغانستان پر وضعیت ګڼ ناوړه تاثیرات ولري، په کابل کې د افغانستان مرکزي دولت به کمزوری کړی او دې ته به لاره هواره کړې چې د سوریې اوسني حالات په افغانستان کې هم حاکم شي، په سوریه کې روسیه د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي خو په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ سره مسکو د نړیوالې ټولنې له مرستو د برخمن قانوني حکومت بریاوي محدودوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *