امید حیران

په مورنۍ ژبه زده کړه د ماشومانو طبعي حق، او په مورنۍ ژبه زده کړې شونتيا برابرول د دولت قانوني مکلفيت دى .

د افغانستان د اساسي قانون د ١٦ مادې پربنسټ پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي اوله بلې خوا د اساسي قانون په ٤٣ مه ماده کې په څرګندو ټکو کې راغلي دي ، چې دولت مکلف دى په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او تامين لپاره اغېزمن پروګرام طرح او پلى کړي .


د بشر د حقونو نړيوالې اعلاميې په ٢٦ مه ماده کې داسې راغلي ،چې ميندې او پلرونه حق لري ،د خپلو ماشومانو لپاره يې د ښوونې اوروزنې ډول غوره کړي.

همدارنګه دماشومانو د حقوقو تړون (سي آر سي ) په ٣٠ مه ماده کې وايي، چې ماشوم بايد له خپلو حقونو بې برخې نشي، ترڅو له خپل کلتور څخه خوند واخلي او خپل مذهب ومني او په خپلې مورنۍ ژبې سره د ژوندانه چارې سرته ورسوي، د ګوټېګن د پوهنتون پوهاند اېبر هارد پخپله څېړنه کې وايي: په هېواد کې مېشتو قومونو بچيانو ته که په مورنۍ ژبه زده کړې اماکانات برابرشي د هغوى په شخصيت جوړولو کې به خورا لويه ونډه ولري.


نو په داسې حال کې پښتنو ماشومانو ته چې په کابل کې اکثريت دي، په خپلې مورنۍ ژبه دزده کړو پروګرام پلي کول د ملي يووالي له ټينګښت او د محروميتونو له منځه وړلو سره لويه مرسته کولى شي، ترڅو نورور قومونو سره د سيالۍ جوګه شي.


د ١٣٥٧ لمريزکال د غويي د کودتا سره جوخت د روسانو د يرغل پرمهال په سلهاوو زره پښتانه کابل ته راکډه شول د ښوونځيو ماشومان يې د ازموينې پرمهال نه يوازې په دري ژبه دازموينې جوګه نه و، بلکې هغه مهال به ،چې يوه ښوونکى په تخته د ازموينې سوالونه وليکل ،پښتو ژبو زده کوونکو ددې وس نه درلود چې پوښتنې د آزموينې په پاڼه کې وليکي، دغه زده کوونکي پدې اړکېدل چې له ګاونډ ناست دري ژبې زده کوونکى نه يې پخپل پاڼه کې وليکي.


وروسته ترليکلو به خپل ځاى کې په ډېرې ناهيلۍ او وارخطايي سر به ناست وو، کله چې به ښوونکى وپوښتل چې ولې سوالونو ته ځواب نه ليکئ ؟ زده کوونکى به په ډېرې ناهيلۍ سره دتل لپاره مخه ښه وکړه، چې د کابل په سلګونه ښوونکي ددې خبرې شاهدان دي.


د مهايم پوهنتون د ټولنپوهنې د څانګې پوهاند(هارتر موت ارېسر ) وايي : له خپلې مورنۍ ژبې له زده کړې څخه د يوه تنکي بچي محرومول ددې سبب ګرځي چې ماشوم د عقلي ذهني روحي ،اخلاقي ،او داروايي عقدو ښکار شي او د افراط او تفريط خواته وخويېږي.


يوبل الماني څېړونکى (هانس مالف) په ٢٠٠٤ م کال کې په ويوه څېړنه کې ،يوه خورا مهم ټکي ته نغوته کوي ،چې يو ماشوم تر شپږکلنۍ پورې پخپله مورنۍ ژبه ١٣ زره لغاتونو پورې د زده کولو وړتيا لري.


چې په هر دوهم ساعت کې د يونوي لغت زده کولو ته چمتو دى .


خو د بدبختۍ او افسوس ځاى دى ،چې د ددولت يوه ډله لوړ پوړو چارواکو او نن هم د پورته ياد شوو نړيوالو حقونو اود اساسي قانون په ٤٣ ماده باندې سترګې پټوي او د افغانستان معصومو ماشومانو سره لوی خیانت کوي. د اساسي قانون ٤٣ مادې د پلي کېدو دومره سیاسي چلند کوي.


همدارنګه د پوهنې وزارت ښوونيز نصاب اومې مادې سره چې ښوونه او روزنه بايد په مورنۍ ژبه وي دا ټول هغه قانوني او حقوقي مسایل دي چې څوک باید ترې سترګې پټې نکړي.


يو شمېر د ملي ګټو، يووالي ، پښتوضد او ايران پلوه عناصر او کړۍ يې په عملي کېدو حساسيت ښي او ډول ډول پلمې او ناندرې کوي.


چې دا ډول خلک زه د ملي خاينانو څخه هم په ټيټ پوړ کې ګڼم .

څرنګه چې په مورنۍ ژبه زده کړه قرآن عظيم الشان ، د هېواد اساسي قانون، نړيوالو اعلاميو، د يونسکو د مديرانو جرګواو نړيوالو قوانينو په مورنۍ ژبې زده کړو باندې ټينګار کوي.


نو کله چې اسلام مبارک دين، اساسي قانون، بشر حقونو نړيوالې اعلامې او يونسکو دا اجازه راکړې او خلک هم غواړي چې اولادونه يې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او شرايط هم برابر دي، نو بيا ستونزه په څه کې ده ؟

2 thoughts on “په مورنۍ ژبه د زده کړې حق او اړتيا!/ لیکوال: امید حیران”
  1. سلام
    په دې تبصره کې به زه تکړه کيسه ليکوال او د پښتو ژبې کره کتونکي استاد غضنفرته چې تل ډيرې په زړه پورې زمونږ د پښتنې فرهنګ په کچه برابرې ليکنې کوي اشاره وکړم نوموي کولاى شي د ژبې د ودې او پرمختګ لپاره ډير مناسب پروګرامونه، علمي او عملي غونډې، ادبي او ژبني مرکې خبرې اترې هېواد کې رامنځ ته کړي يوازي شعر او شاعري د ژبې په پياوړتيا کې د ومره بدلون نه راوړي بلکې څنګه چې ژبه په خپله په ژوندانه کې يو ه موخه نه بلکې د
    ابلاغ ستره وسيله ده چې دغه وسيله په ظاهري او ما نيز پلوه د ټولنې په ټولو برخو کې ډير ارزښت لري چې لومړي ګام کې د هر ولس پېژندګلوي همدا ژبه ده
    له بده مرغه زمونږ ژبې په څلورو لسيزو کې ډير کړکېچن حالت سر ه مخه کړې چې نن ډير کار
    غواړي.او ددې فرهنګ سا تنه دهر افغان مسوليت دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *