خبرپاڼه

مسلسله شمېره: ۱۰۴۲

نېټه: ١٣٩۵-۱۲-۳

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ۸ داسي ترهګر ونيول چي په تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو کي يې لاس درلود او په ولسواليو کي يې پر امنيتي پوستو بريدونه کول.

يادو ۸ ترهګرو د کندهار په ځينو ولسواليو کي د دولت پر نظامي مرکزونو، امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو وسله وال بريدونه کول او د دې تر څنګ يې په نورو زياتو مستقيمو ترهګريزو بريدونو کي لاس درلود.

د کندهار د ملي امنيت ويښو منسوبينو موضوع تعقيب کړه او تر تثبيت وروسته يې ياد ترهګر د ځانګړو عملياتو په پايله کي ونيول. دغو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی، خو هويت يې بايد د باصلاحيته محکمې تر پرېکړي وروسته په ډاګه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *